1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا ته د یوې څېړونکي ډلي وړاندیزونه او غوښتنې

۱۴۰۱ مهر ۱۳, چهارشنبه

د څېړونکو یوې ډلي متحده ایالاتو ته وړاندیز کړی دی چي له دې سره چي د افغانستان د مسایلو په اړه پر پاکستان بې باوري سته، باید له پاکستان سره خپلي اړیکي ښې کړي.

https://p.dw.com/p/4Hn3e
د امریکا او پاکستان ملي بیرغونه
د امریکا او پاکستان ملي بیرغونه انځور: Getty Images/AFP/M. Ralston

یوې څېړنیزي ډلي د امريکا متحده ایالاتو او پاکستان اړیکو د څېړنو پر مهال واشنګټن ته توصیه کړې ده چي پر چین د پاکستان د ډېري تکيې د مخنیوي له پاره دي له پاکستان سره د اړیکو ښه کولو په خاطر په اقلیمي څانګو کي یوه بنسټیزه لار پيداکړي.


دغي ډلي د خپلو څېړنو پایله د سې شنبې په ورځ په داسي حال کي خپره کړه، چي د پاکستان د پوځ تر ټولو ځواکمن مشر قمر باجوه واشنګټن ته دسفر په حال کي وو. د جنرال له دغه سفر څخه یوه اوونۍ ترمخه د پاکستان د باندنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم امریکا متحده ایالاتو ته سفر کړی وو. 


د امریکا لوړپوړي دولتي چارواکي په دغه څېړنیزه ډله کي نه سته. په دغه څېړنېزه ډله کي پوهان او په اسلام اباد کي د امریکا متحده ایالاتو پخواني سفیران رایان کراکر، کامرون مونتر او پر روبین رافیل سربېره په واشنګټن کي د پاکستان مخکنی سفیر حسین حقاني ونډه لري. 

اړوند: امریکا پاکستان ته د جنګي جټ الوتکو د ترمیم تړون تائيد کړی


امریکا متحده ایالات او پاکستان د سړې جګړې او رسما د افغانستان په جنګ کي شریکان دي، خو د وخت په تېرېدو سره پر پاکستان د امریکا باور نسبتا کمرنګه سوی دی، پاکستان په ځانګړي ډول له هغو طالبانو سره په پټو اړیکو تورن دی چي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته يې پروسږکال یوار بیا د قدرت واګي تر لاسه کړې. 

په پاکستان کي وروستي سېلابونه
په پاکستان کي وروستي سېلابونه انځور: ZUMA Press Wire/picture alliance


دې څېړنیزي ډلي ټینګار کړی دی: «ښايي اوس د دې وخت رارسیدلی وي چي دواړه هیوادونه پرېنږدي، چي د اړیکو خلاف نظرونه تعریف کړي، بلکي د دې پر ځای باید دواړي خواوي یو دبل لېوالتیا او ګټي درک کړي، تر څو وکولای سي پر همدې بنسټ د دواړو خواوو د لېوالتیا سره سم د کار زمینه چمتو کړي.» 


د دې ډلي په خبره، متحده ایالات باید د خپلو مالي مرستو په فشار سره د پاکستان د پالیسیو د بدلولو له پاره داسي لاري چاري ولټوي چي تر دې وړاندي يې سمه نتیجه نه ده ورکړې. 


دغي څېړنېزي ډلي له اسلام اباد څخه هم غوښتي، ترڅو دا خبره ومني، ټولي هغه ستونزي چي خاص له ترهګرۍ  او اورپکۍ څخه را زېږېدلي دي د امریکا پر غاړه ور وانه چوي. 


پاکستان په لویه سطحه خپلي اړیکي له چین سره ټینګي کړي، چي په نړۍ کي د امریکا متحده ایالاتو رقیب ګڼل کېږي. همدا سبب دی چې امريکا پاکستان ته ګواښ کړی دی، کمزوری اقتصاد به يې د چین تر پورونو لاندي سي. 

اړوند: ملا یعقوب:‌ امریکايي بې پیلوټه الوتکو ته پاکستان خپل هوايي حریم ورکړی


ددغي ځانګړي څېړنیزي ډلي په قول، امریکا متحده ایالاتو له پاکستان سره خپلي اړیکي د افغانستان د جګړې او یا د ده د تاریخي رقیب هندوستان د اړیکو له مخي جوړي کړي وې، خو اوس باید له پاکستان سره اړیکو ته د چین له عینکو ونه ګوري.  


دغی څېړنیزي ډلي وړاندیز کړی چي امریکا متحده ایالات دي د پاکستان د پورونو د روڼتیا په برخه کي د ظرفیت لوړولو او په پاکستان کي پانګوني ته د امریکايي شرکتونو د هڅولو له لاري پر چین د دغه هیواد تکیه لږ کړي. 

په پاکستان کي د سېلابونو له امله بېځایه سوي عام خلک
په پاکستان کي د سېلابونو له امله بېځایه سوي عام خلک انځور: picture alliance/dpa/AP


دغه کارپوهان وايي، امریکا متحده ایالات کولای سي چي د اقلیمي بدلونو پر وړاندي د پاکستان دقابلیت پر لوړلو تمرکز وکړي، چي د پاکستان له پاره اصلي ګواښ او په دې وروستیو کي يې له درنو سیلابونو ډېر تاوان لیدلی دی. 

اړوند: د پاکستان پوليس: پر يوې امريکايي د ډله ایز جنسي تيري په تور دوه کسان نيول شوي


ددغي مطالعاتي ډلي په وینا، اوس چي امریکا له افغانستان څخه وتلې، نو د ترهګرۍ په وړاندي د مبارزې په لار کي تر ټولو د پاکستان مرستي ته ډېره اړتیا لري. په ځآنګړې توګه چي نور امریکا په افغانستان کي استخباراتي موجودیت نه لري.


د دغه راپور له مخي، که څه هم امریکا او پاکستان دواړه اکثره وختونه اوپه تیره بیا د افغانستان، چین او هندوستان د مسایلو په اړه په خاص ډول د نظر اختلاف لري، خو په سیمه کي د امنیت د ټینګښت، د افراطیت سره دمبارزې او د وسله والو نښتو په مخنیوي کي ګډه لېوالتیا لري.

nf/af (AFP) / ژباړه : محمدابراهیم سپېڅلی 

ایکو اسلام؛ د اقلیمي بدلون پر وړاندې د کراچۍ ښار هڅې