په کندهار کې موټر بم ۱۲ امنیتي ځواکونه وژلي دي | افغانستان | DW | 28.09.2017
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په کندهار کې موټر بم ۱۲ امنیتي ځواکونه وژلي دي

یوه چارواکي د پنجشنبې په ورځ وویل چې په کندهار کې یوه ځانمرګي برید ۱۲ امنيتي ځواکونه وژلي دي. چاودونه د یوه موټر بم وه. دغه موټر د ملي اوردو وو چې تر دې مخکې یاغیانو تښتولی وو.

انځور د بلي پيښي دی

انځور د بلي پيښي دی

د کندهار د پولیسو ویاند احمد ضیا دراني، وویل چې چاودنه د معروف ولسوالۍ مرکز ته نزدې د چهارشنبې په ورځ رامنځ ته شوه چې پکښې پولیس او ملي امنیت ادارې غړي وژل شوي دي. په پیښه کې څلور تنه نور ټپیان شوي هم دي.

برید کوونکو یو هاموي ډوله موټر کارولی دی، چې تر دې مخکې له افغان ځواکونو څخه تښتول شوی وو. له چاودیدونکو موادو دغه ډک موټر له پوستې سره تر جنګیدو وروسته چولی دی.

د امریکا متحدو ایالاتو پوځ افغان ځواکونو ته په زرونو هاموي ډوله موټر ورکړي دي. خو طالبان بیا د کلونو په جریان کې توانیدلي دي چې د دغو موټرو ډېر له امنيتي ځواکونو څخه ونيسي.

طالبانو ویلي دي چې د معروف ولسوالۍ مرکز یې نیولی دی، خو دراني او د کندهار د ولایتي شورا دوو غړو حاجي اغا لالی دستګیري او حاجی سعید جان خاکریزوال، دغه ادعا رد کړې ده.

دستګیري ویلي دي: «د ولسوالۍ مرکز ته نزدې جګړه روانه ده، خو د ولسوالۍ په مرکز کې بیا هیڅ هم نه دي پیښ شوي.»

اعلان