1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د آرشیف انځور - په کابل کې د ۲۰۲۱م کال  سپتمبر په ۷مه د ښځو اعتراضونه
د آرشیف انځور - په کابل کې د ۲۰۲۱م کال سپتمبر په ۷مه د ښځو اعتراضونه انځور: HOSHANG HASHIMI/AFP

په کابل کي د ايران د اعتراضونو د ملاتړ لاريون

۱۴۰۱ مهر ۷, پنجشنبه

په کابل کې يو شمیر ښځو د پنجشنبې په ايران کې د یوې مړې شوې ځوانې ښځې په ملاتړ اعتراض وکړ، طالبانو د هغوی د اعتراض د ګډوډولو له پاره هوايي ډزې وکړې. طالبانو تر دې مخکې هم په کابل کې د ښځو اعتراضونه په ډزو مختل کړي دي.

https://p.dw.com/p/4HUyb

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د دغو ښځو شمیر چې شا او خوا ۲۵ ته رسېد، په کابل کې د ایران سفارت ودانۍ مخې ته راټولې شوې وې. خو د طالبانو ځواکونو په مداخلې او هوايي ډزو سره تيتې پرکې شوې.

اعتراض کوونکو ښځو په يو غږ د «ښځې، ژوند، آزادي» شعارونه ورکول کوم چې د مهسا اميني په ملاتړ د ایران په اعتراضونو کې ورکول کيږي.

د ایران احتجاجونه؛ ایران په عراق کې کردي ملیشې په نخښه کړي

دغو ښځو همدارنګه له ځانه سره بنرونه ليږدول چې ورباندې «ایران راپورته شوی، اوس زموږ وار دی،» او «له کابله تر ایران پورې ديکتاتورۍ ته نه ووايئ» لیکل شوي وو.

د ایران د کورنیو چارو وزیر: د مهسا په مړینه کې پولیس ملامت نه دي

مهسا اميني، شا او خوا دوې اوونۍ مخکې په ايران کې د پولیسو له خوا ونېول شوه چې بېا په توقیف کې مړه شوه. تر هغې وروسته په ایران او بهر مختلفو هیوادونو کې د نوموړې په ملاتړ او د ایران حکومت پر ضد اعتراضونه شوي دي.

رپوټونه وايي چې په اعتراضونو کې په لسونو کسان وژل شوي او ډېر نور پولیسو نيولي دي.

د نړۍ يو شمیر سیاستوالو، هنرمندانو او پېژندلو څېرو هم د مهسا اميني په مړېنه خپګان او د ايراني ښځو د حقونو ملاتړ ښودلی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

F-35 Kampfjet

د اِف- ۳۵ الوتکو په هکله د المان د دفاع وزارت بحراني غونډه

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب

کور پاڼې ته تګ