تروريزم
په پکتيا کي سرحدي پوليس او ملکيان وژل سوي
۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۵, دوشنبهاعلان
د پکتيا د پوليسو وياند عبدالله حسرت د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي د دغه ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ کي د پوليسو پر موټر د سړک د غاړي ماين په چاودنه کي دوه پوليس او دوه ملکيان وژل سوي دي.
هغه زياته کړې ده چي په دغه چاودنه کي دوه نور پوليس ټپيان سوي هم دي.
د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي پر غاړه اخيستی نه دی. خو طالبانو څه موده مخکي په ټول هيواد کي پر افغان ځواکونو د بريدونو د ډېرښت اعلان وکړ.
حسرت ويلي دي چي د شنبې او يکشنبې په ورځ په پکتيا کي د دوو طالب قوماندانانو ترمنځ هم جگړه سوې چي په پايله کي ئې پنځه وسله وال مخالفین وژل سوي دي.
دا چي د طالبانو دغه قوماندانان څوک او ولي ئې پخپله منځ کي جگړه کړې حسرت ئې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.