1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليپولنډ

په پولنډ کې افغان کډوال او د اخراج په اړه یې انديښنې

شبنم الکوزۍ اسوشتید پریس
۱۴۰۵ فروردین ۲۶, چهارشنبه

په پولنډ کې افغان کډوال د جبري شړلو له ګواښ سره مخامخ دي، په داسي حال کې چې د بشري حقونو ډلو په پولنډ کې د پناه اخيستو د حق پر قسمي محدوديت سختې نیوکې کړې دي.

https://p.dw.com/p/5CBaX
افغان کډوال په پولند کې د اخراج له ګواښ سره مخ دي
افغان کډوال په پولند کې د اخراج له ګواښ سره مخ ديانځور: Wojtek Radwanski/AFP/Getty Images

په پولنډ کې مېشت افغان کډوال د جبري اخراج له ګواښ سره مخ دي او وېره لري چې که بېرته افغانستان ته ولېږل شي، د طالبانو تر واک لاندې به یې ژوند له جدي خطر سره مخ شي.

د بشري حقونو ډلې وایي، دا اندېښنې وروسته له هغه ډېرې شوې چې حکومت د پناه غوښتنې حق محدود کړ.

دا وضعیت وروسته له هغه رامنځته شوی چې پولنډي حکومت د پناه غوښتنې پر بهیر محدودیتونه ولګول، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې د بېلاروس له لارې دغه هېواد ته داخل شوي دي.

فعالان خبرداری ورکوي چې چارواکي دا قانون تر اړتیا زیات کاروي او حتی هغه کسان هم ترې اغېزمن شوي چې باید د پناه حق ولري.

یو افغان کډوال چې اوس په توقیفخونه کې ساتل کيږي، اسوشتید پریس ته ویلې، طالبانو یې پلار وژلی او خپله یې هم د طالبانو له لوري وهل او ټکول شوی دی.

 د هغه په وینا، نوموړي دا ټول معلومات له پولنډي چارواکو سره شریک کړي، خو د ده قضیه په جدي توګه نه ده ارزول شوې.

پولنډي چارواکي بیا وایي، د کډوالو زیات شمېر او امنیتي اندېښنې د دې پرېکړې اصلي لاملونه دي.

اوس مهال شاوخوا ۱۲۰ افغانان د پولنډ په توقیف‌خونو کې دي. یوه کډوال ویلي چې د هغه یو ملګری بېرته افغانستان ته شړل شوی او کورنۍ یې تر اوسه ترې هېڅ خبر نه لري.

د اروپایي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې له مخې، نږدې ۶۵ سلنه افغان پناه غوښتونکي په اروپا کې خوندیتوب ترلاسه کوي، چې دا ښيي د دوی ډېری قضیې بریالۍ وي.

 خو د بشري حقونو بنسټونه ټینګار کوي چې دا ډول چلند له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دی، ځکه د هر کډوال وضعيت بايد په جلا توګه وڅيړل شي. 

 راپورونه ښيي چې ځینې یې پرته له دې چې د پناه غوښتنې رسمي فرصت ورکړل شي، بېرته افغانستان ته شړل شوي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې په اروپا کې د ډېری افغان پناه غوښتونکو غوښتنې منل کېږي او هغوی ته د خوندیتوب زمینه برابرېږي.

شنونکي خبرداری ورکوي چې که دا حالت همداسې دوام وکړي، نو ډېر افغان کډوال به له جدي بشري او امنیتي ستونزو سره مخ شي.

ایران؛ د امریکا د پوځي اقدام ګواښ او د افغانانو ستنېدل

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai