په پاکستان کي د کوچنيو نجونو د ودولو ستونزه اوس هم ستره ده | آلمان او نړۍ | DW | 04.09.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

په پاکستان کي د کوچنيو نجونو د ودولو ستونزه اوس هم ستره ده

په پاکستان کې د نجونو د ودولو په برخه کې شمیرې د اندیښنې وړ دي. په دې هیواد کې ۲۱ سلنه نجونې تر اتلس کلنۍ مخکې ودیږي او ۱۳ سلنه یې بیا په ۱۴کلنۍ کې واده کیږي.

د نړۍ ۹۵ سلنه کم سنه مېندې د بې وزله هیوادونو وي او پاکستان پکښې په نړۍ کې شپږم ځای لري. په وروسته پاتو کلیو او بانډو کې دا دود عام دی او د دغو ودونو پایله د ولادي فیستولا او نورو ناروغیو په صورت کې هم راوځي.

کارپوهان وایي چې په کم سن کې وداه کول پر اقتصاد باندې مستقیم اغیز لري چې تر واده وروسته د نابالغه اتباعو زده کړې دریږي، د یوه ثابت کدر په توګه نه شي ثابیتدای او ټولنې ته د یوه ګټور کس پر ځای خپل ژوند د یوه بار په توګه تیروي.

کله چې یوه کم سنه نجلۍ واده ته اړ ایستل کیږي، نو ټول عمر یې پایلې ګالي. په لومړي سر کې د تعلیم د پوره کولو چانسونه له لاسه ځي او بیا د خاوند له لوري زور زیاتیو او د مېندوارۍ پر مهال د پیچلتیاوو امکانات هم زیاتیږي.

په پاکستان کې د قانون جوړولو د هڅو ناکامي

دا چي په پاکستان کې دي د نابالغه اتباعو د ودونه قانون منع کړل شي که نه، په دې هکله په وروستیو کې په اسلام آباد کې یو ځل بیا بحثونه لاندې باندې کیدل. خو د هغې پایله دا راووته چې د پاکستان پارلمان تر اتلس کلنۍ کښته عمر لرونکو اتباعو ودونو د جرم ګرځولو یوه قانوني مسوده رد کړه.

د ښځو د حقونو له پاره د پاکستان یوه فعاله سازمان «عورت فاونډیشن» د یوې څانګې مشرې رابعه هادي، په دې تړاو د دویچه ويله د اردو څانګي له ځایي خبریالې سره په خبرو کې وویل: «په پارلمان کې د دغې مسودې مخالفت د یوه مخصوص فکر عکاسي کوي. دا عمل د تضاد ثبوت دی. د هماغه فکر دی، چې ملاتړي یې د بشري حقوقو د نقضولو مرتکب کیږي. څومره عجیبه تضاد دی چې قانون جوړونکي د دې خبرې ملاتړي دي چې د شناخته کارت (پيژند پاڼه) د تر لاسه کولو، په ټاکنو کې د رای ورکولو، د جایداد د رانیولو او موټر چلولو د جواز له پاره د اړین شرط له پاره کم تر کمه عمر باید اتلس کاله وي، خو هغوی په کم سن کې په عملي ډول د ودونو مخالفت نه کوي. دغه ډول ودونه انسانان په عجبه کشمکش کې اچوي. په دې ډول د تعلیم، روغتیا او د بیان آزادۍ په شمول د ډیرو بنسټیزو حقونو د تر پښو لاندې کیدو سخت خطر رامنځ ته کیږي.»

په تیرو کلونو کې په کم سن کې پر ودونو باندې د قانوني بندیز تر ټولو زیات مخالف د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل یا شورا پخواني مشر مولانا شیراني کړی وو. خو د دغه کونسل اوسني مشر قبله ایاز له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې «په هیڅ ډول د دغه شان ودونو هڅونه باید ونه شي، بلکې له ملاتړ یې لاس واخیستل شي. د خواشینۍ خبره خو دا ده چې اسلامي نظریاتي کونسل هم پر دې باندې توافق ته و نه رسید چې د دې موضوع په هکله کوم قانون جوړ شي. د کونسل په وینا که چیرې دغه ډول یو قانون جوړ هم شي، نو عمل کول به پرې ستونزمنه وي. البته اسلامي نظریاتي کونسل د دې سپارښتنه کړې ده چې په هیواد کې پر دې موضوع د شعور پیدا کولو له پاره اغیزمن اقدامات وشي.»

۱۳ کلنه نجلۍ او ۳۲ کلن میړه

د اسلام آباد د جې ناین سکتور، د کراچي کمپنۍ ۲۳ کلنې اوسیدونکي شاهده پروین له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې هغه اووه ماشومان لري. هغه یوازې دیارلس کلنه وه چې په «بدل» کې یوه ۳۲ کلن ته واده شوه: «موږ اته ورونه او خویندې وو، په کور کې مو بې وزلي وه او ګوزاره مو مشکله وه. له دې کبله مي کورنۍ په وړوکوالي کې واده کړم او ځان یې راڅخه خلاص کړ او کله یې بیا زما د پوښتنې له پاره مخ را ونه ګرځاوه. اوس د خلکو په کورونو کې کار کوم.»

شاهده پروین زیاتوي: «په کم سن کې واده ستر عذاب دی. زه د وینې د کمښت له کبله تل په دولتي روغتون کې بستریږم. میړه مې تر څلور کلنې ناروغۍ تیرولو وروسته مړ شوی دی. زما یو ماشوم معذوره زیږیدلی دی. هغه له کټه راپورته کیدای هم نه شي. زه فکر کوم چې کاش په کوچینوالی نه وای واده شوې. که داسې نه وای شوې نو نن به زه هم باسواده وای او په خپله به پر ځان بسیا وای.»

قانوني مسوده ولې مسترد شوه؟

د پاکستان واکمن تحریک انصاف ګوند چې شعار یې بدلون راوستل دي، یوه مشر او د ساینس او تکنالوژۍ وزیر په ولسي جرګه کې د دغه مسودې پر مخالفینو باندې سخت انتقاد کړی وو. خو دا هم حقیقت دی چې د تحریک انصاف ځینو استازو د دغه مسودې مخالفت کړی وو او ځینې د پارلمان غونډې ته نه حاضر شوي نه له دې کبله دغه قانوي مسودې رد شوه.

د نجوني له پاره روغتیایي ستونزې

د نسايي ولادې متخصصه غزاله خالد له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دوی ته هره ورځ داسې قضیې مخ ته کیږي چې زیاتره په کم سن کې واده شوې نجونې د ولادي فیستولا ناروغۍ څخه کړیږي. پر دې سربیره سرطان او د داخلي التهاب هم د مېندوارۍ پر مهال د مړینو ستر لامل دی. پر دې سربیره په کم عمر کې واده شوو نجونو په منځ کې د جنسي اړیکو له لارې د انتقالیدونکو ناروغیو خطر هم ډیریږي.

ملامتیا د چا ده؟

په کم سنۍ کې د نجونو ودول تل د مېندو او پلرونو تیروتنه نه وي، بلکې د لویو جرمونو پایله هم وي. د اسلام آباد د میرا آبادي، اوسیدونکي رضیه بي بي د خپلو اتو ماشومانو د ساتلو له پاره د خلکو په کورونو کې کار کوي. د هغې د لور کیسه هم دردونکي ده. هغه وايي: «اته میاشتې ترمخه یوه ښځه او میړه چې ځان یې بې اولاده یادوه زموږ په ګاونډ کې مېشت شول. بیا یې د خلکو کورونو ته تګ راتګ هم پیل شو. دغه جوړې زما ۱۳ کلن لور مسرت وتښتوله او بیا یې د هغې عمر ۱۸ کاله ښودلې او یو چاته یې نکاح کړې. موږ ۱۵ ورځې مسرت لټوله، پولیس ته مو عریضه هم وکړه. بیا یوه ورځ پولیس راغلل او ویې ویل چې نجلۍ خو موندل شوي، خو هیڅ څه نه شي کیدای، ځکه چې نکاح یې شوې ده. له خپلې لور سره مي یوازې پنځه دقیقې ولیدل. مسرت راته وویل چې زما غیر اخلاقي ویډیو اخیستل شوې ده او له دې کبله چې ورته ویل شوي، هماغسې بیان ورکولو ته مجبوره ده.»

رضیه بي بي، وایي چې د فخر په نامه هلک ته یې لور نکاح شوې، چې په نشو روږدی دی او د غلاوو په یو شمیر قضیو کې ښکیل دی.

په پاکستان کې پر بیلا بیلو ټولنیزو دودونو نظر لرونکی ټولنپوه ذوالفقار راو، وایي چې د نړۍ په کچه په کم سن کې د نجونو د ودولو ستونزي مخ پر ډیریدو دي. خو هغه وایي چې په پاکستان کې وضعیت نور هم خراب دی. هغه زیاتوي: «په یو شمیر نورو اسلامي هیوادونو لکه متحده عربي آمارات، مصر، لیبیا او دې ته ورته نورو هیوادونو کې د بلوغ سن اتلس کاله دی، خو موږ اوس هم د ۱۹۲۹م کال قانون کاروو. له لسو کلونو راهیسې د یوې مسودې د تائیدولو هڅه کوو چې تر اوسه نه ده بریالۍ شوې.»

زموږ له آرشیف څخه:

DW.COM

اعلان