1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند کې د افغانستان پر امنیت خبرې، آیا د چټک بدلون تمه شته؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ آذر ۱۶, چهارشنبه

د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو په ډهلي کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کړي چې له دغه هيواد څخه د ترهګرۍ ګواښ په اړه اندېښنې یې د اجنډا په سر کې وې. طالبانو هم دې غونډې ته غبرګون ښودلی.

https://p.dw.com/p/4KcBM
نوی ډیلی په ۲۰۲۱ میلادي کال کې هم د افغانستان او سیمي د امنیت په اړه د ناستې کوربه ؤ
نوی ډیلی په ۲۰۲۱ میلادي کال کې هم د افغانستان او سیمي د امنیت په اړه د ناستې کوربه ؤانځور: Ministry of External Affairs/AP/picture alliance

د رپوټونو له مخې، د افغانستان د امنیت په تړاو د هند په غونډه کې تاجیکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او د قرغزستان استازو ګډون درلود.

له افغان خاورې نړۍ او سیمې ته د ترهګرۍ ګواښونه د دې ناستې بنسټېزه اجنډا وه، خو د منځنۍ اسیا له هيوادونو سره د هند پر سوداګرۍ هم بحث شوی.

د طالبانو غبرګون

سره له دې چې دې غونډې ته د طالبانو کوم استازی نه و ور بلل شوی، خو ټینګار یې کړی چې حکومت یې د سیمي او ګاونډیو هيوادونو سره رغنده اړیکې غواړي.

یوه طالب ویاند بلال کریمي د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلویزون ته ویلي چې له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښونو په اړه اندېښنې ناسمې دي. د هغه په خبره اوس په افغانستان کې «بشپړ امنیت» دی.   

د افغانستان او سیمې په اړه د یوه ګډ دریځ هڅه

د چارو یوشمېر کتونکي د افغانستان او سیمي پر وضعیت په هند، روسيې او منځنۍ اسیا هيوادونو کې وروستي خوځښتونه د یوه نوي «بلاک» جوړولو ته د چمتووالي په مانا بولي.

د افغانستان د پخوانی ولسي جرګې د دارلانشاء مشر عبدالقادر وطندوست دویچه ویله ته وویل: «روسیه، چین او ترڅنګ یې هند به د دې بلاک یو مهم غړی وي، نو د افغانستان امنیتي مسایلو په اړه د هند د اندېښنو اصلي ریښه د دغه بلاک په جوړولو کې ده، ځکه دغه بلاک چې پر جوړېدو دی او تقریباً ۶۰ فیصده جوړ شوی هم دی، په دې کې هند ډېر مهم رول لوبوي.»

وطندوست زیاتوي د افغانستان او سیمي په اړه د یوه ګډ دریځ هڅې داسې مهال روانې دي چې د طالبانو حکومت تراوسه یوه څرګنده بهرنۍ تګلاره نه لري.

د وطندوست په خبره طالبان په روانو سیمه ایزو او نړېوالو تعاملاتو کې څو اړخیزه «لوبه» کوي چې دا یې په زیان تمامیږي.

اړوند مطالب: روسیه:‌ د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیل له پاره مرسته کوو

له دې سره هممهاله د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ د هند، جاپان او متحده عربي اماراتو په سفر بوخت دی، چې هلته یې له چارواکو او افغان سیاستوالو سره خبرې کړي.

وېسټ په دې اړه په خپل یوه وروستي ټویټ کې ویلي دي چې امریکا د بشري مرستو او د افغانانو حقونو ته د ژمنتیا له اړخه د هند هلې ځلي ستايي.

بن ته د ورته یوې ناستې جوړېدو هېلې

یوشمېر سیاسي شنونکي د افغانستان په تړاو وروستیو سیاسي خوځښتونو ته د «یوه چټک بدلون» په سترګه ګوري.

اړوند مطالب:په هند کي د افغانستان په هکله سیمه ایزه غونډه

په لندن کې پخواني ديپلوماټ عزیز معارج دویچه ویله ته وویل چې هند د افغانستان د امنیت په تړاو غونډه د امریکا په غوښتنه رابللې وه: «په دې وروستیو کې موږ ګورو چې طالب چارواکي هم اماراتو ته سفرونه کوي، پخوانی ولسمشر هم هلته تللی ؤ، ویل کیږي نړۍ دې ته هڅول شوې چې په افغانستان کې د نظام بدلون رامنځته شي، پر یوه لنډمهاله اداره سلا شوې ده، لکه څنګه چې د اروپايي ټولنې سفیر ویلي ول چې په افغانستان کې بن ته د ورته یوې ناستې ملاتړ کوي، نو ښايي د بن په څېر یوه سناریو بیا تکرار شي او خدای دې وکړي چې افغانستان په دې کې زیان ونه ویني.»

خو ځينې نور سیاستوال بیا په دې اند دي چې وروستۍ سیاسي هلې ځلې تر هغه بریده نه دي چې ډېر ژر دې یوه لوی بدلون ته لاره هواره کړي.

د پخواني پارلمان د دارلانشاء مشر عبدالقادر وطندوست وویل: «دا لړۍ له تېر یو کال راهیسې روانه ده، ټام وېسټ تېر کال هم ترکیې، اماراتو او نورو هيوادونو ته سفرونه وکړل، دوی هڅې کوي په دې نوم چې دوی به وکولای شي طالبانو ته د یوه مشترک نظام په جوړولو قناعت ورکړي.»

وطندوست زیاته کړه د طالبانو اوسنی تګلارې ته په کتو هغوی چمتو نه دي چې پخوانیو سیاستوالو او چارواکو سره ګډ حکومت جوړ کړي.

وطندوست وویل، اروپا او امریکا د اوکراین په جګړه کې دومره بوختې دي چې ان ویل کیږي افغانستان یې له پامه غورځولی، نو ځکه هلته ژر او بیړني بدلون ته تمه نشته.