1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نورستان کې د ځنګله اور پر پراخیدو دی

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ خرداد ۱۱, چهارشنبه

په نورستان کې ځنګله اور اخیستی چې د ځایي خلکو په وینا سلګونه جریبه ځنګل سوځیدلی او په نورګرام ولسوالۍ کې اوس هم اور دوام لري. ځایي خلک د اور د مړ کولو هڅه کوي، خو ویل کیږي چې اور په پراخیدو دی. خو طالبانو څه اقدامات کړي؟

https://p.dw.com/p/4C8NY
Afghanistan | Waldbrand in der Provinz Nuristan
انځور: Inayat-ur-Rehman

له تېرې یوې اونۍ راهیسې د نورستان په ومه ولسوالۍ کې اور لګیدلی، چې اوس کنټرول شوی، خو د نورګرام ولسوالۍ د شام درې په ځنگله کې اور لګیدنه اومه ورځې ته رسیدلي، چې د ځایي خلکو په وینا دا اور د پراخیدو په حال کې دی.

د سیمې یوه قومي مشر مولوي عنایت الرحمن دویچه ویله ته وویل، چې دا پېښه د مالدارو کسانو له لورې چې مالونه څارولو له پاره د نورستان درو ته بیایي د هغوی د ځان ګرمولو له پاره د بل شوي اور له امله رامنځته شوې ده.

هغه وایي: «دلته د کلونو وچ لرګي پراته دي او تېز باد دا اور سخت کړی دی. »

Afghanistan | Waldbrand in der Provinz Nuristan
انځور: Inayat-ur-Rehman

نوموړی وایي چې ځایي خلکو د اور مړ کولو په هڅو کې دي، خو د اور مړه کول او کنټرول د هغوی او د طالبانو ځایي ادارې له توانه وتلی دی.

عنایت الرحمن د طالبانو له مرکزي اداره او بهرنیو ادارو غواړي چې د نورستان ځنګلونو د اور مړه کولو له پاره د هلیکوپترو په مرسته اور مړ کړي.

هغه وویل: «خلک اخته دي او طالبان هم راغلي دي، خو دا چې اور په ليرې سیمو او د غرونو په سرونو کې دی، د اطفایې مرسته هم نه ورسیږي. موږ له مرکزي حکومت څخه جدي غوښتنه کوو چې دوی له نړیوالو سازمانونو سره وغږیږي او له ګاونډیو هيوادونو سره وغږیږي، ترڅو د هوایي اطفایې په برخه کې موږ سره مرسته کړي.»

د نورګرام ولسوالۍ د شام درې اوسیدونکی چې خپله د اور کنټرولو په ځایي اشر کې برخه لري وایي چې د دوی هڅې نتیجه نه ورکوي او د باد شتون اور ساعت په ساعت زیاتوي او نورو درو ته هم د پراخیدو په حال کې دی.

د نورګرام ولسوالۍ د شام درې د کران کلي اوسیدونکی یار محمد دویچه ویله ته وویل چې له یوې اونۍ راهیسې اور لګیدلی دی چې ځایي خلک یې د مړ کولو او مخنیوي هڅه کوي، خو اور د دوی له کنټروله وتلی او د پراخیدو په حال کې دی.

Afghanistan | Waldbrand in der Provinz Nuristan
انځور: Inayat-ur-Rehman

یارمحمد وایي: »تقریباً اومه او اتمه ورځ ده چې زموږ په دره کې اور لګیدلی، ډېر شدید اور دی او  ۱۲ سوه جریبه ځمکه یې لاندې کړې ده. د دې اور مخنیوي زموږ تر وس وتلی او نا ممکن دی. دا غټ ځنګل دی، دلته د نښترو سرلو او جلغوز ونې دي.»

دغه اوسیدونکی وایي، که د اور مخنیوی ونه شي، نو د الیشنګ، دولت شاه او د نورګرام ولسوالۍ نورو درو ته به هم اور وغځیږي.

د نورستان اوسیدونکي وایي، چې په ومه او نورګرام ولسوالیو لګیدلي اور کې تر اوسه سلګونه جریبه ځنګل سوځیدلی دی.

د سیمې یوه بل اوسیدونکي عبدالرحمن دویچه ویله ته وویل: «د ومه ولسوالۍ په بوني ساحه کې تقریباً دوه نیم سوه جريبه پورې ځمکه سوځیدلي او د نورګرام په شام دره کې د اور له امله چې اوس هم دوام لري، چې د زموږ د خلکو په وینا شاوخوا څلور نیم سوه جریبه ځمکه سوځیدلې ده.»

د نورستان له پاره د طالبانو والي محمد اغا حیکم دویچه ته وویل چې تېره ورځ په ومه ولسوالۍ کې د طالبانو او ځایي خلکو په مرسته اور مړ شوی دی، خو په نورګرام ولسوالۍ کې له څو برخو اور کنټرول شوی دی، خو لا هم اور دوام لري.

نوموړی وایي، د دوی اطفایې او لسګونه کارکوونکي د ځایي خلکو په مرسته د اور مړ کولو هڅه کوي.

حکیم وویل: «اوس اور له درو لوریو کنټرول شوی دی، له یوه لوري نه چې   اوچت اوچت غرونه دي، هغه خوا ته اوس خلک اخته دي جر کاندي څو له نورو ونو سره واټن پیدا شي. »

د نورستان له پاره د طالبانو والي د زیانمن شوي ځنګل په اړه معلومات ور نه کړل او زیاته یې کړه چې د اور له کنټرول وروسته به له دقیقې ارزونې وروسته په ډاګه کړي چې د دغه اور له امله ومه او نورګرام ولسوالۍ کې څومره ځنګل سوځیدلی دی.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي ادارې هم د نورستان په ځنګلونو کې د اور لګیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او دغي ادارې په یوه اعلامیه کې ویلې دي چې  څلور سوه جریبه ځمکه اور لاندې کړې ده چې ځایي کچه د دې اور کنټرول سخت دی او په دې برخه کې د نړیوالو بنسټونو د مرستې غوښتنه کړې ده.

په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې نورستان د ګڼو ځنګلونو او ښکلو طبعي منظرو په لرلو سره تېر کال د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له لورې د ملي پارک په نوم اعلان شوی.