1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهسعودي عربستان

په سعودي عربستان کې پنځه پاکستانیان اعدام شوي

۱۴۰۲ اسفند ۱۸, جمعه

په سعودي کې د یوه بنګله دیشي ګارد د وژنې په جرم د پنځو پاکستاني اتباعو د اعدام حکم عملي شوی دی. د دغو کسانو د اعدام حکم د ابتدایي او عالي محکمو له پریکړې وروسته عملي شوی دی.

https://p.dw.com/p/4dISY
Symbolbild Hinrichtung in Iran
انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

د منځني ختیځ یوې مشهورې ورځپاڼې «ګُلف نیوز» د سعودي عربستان د چارواکو په حواله رپوټ ورکړی دی چې په روانه اونۍ کې پنځو پاکستانیانو ته د مرګ سزا ورکړل شوې ده.

د هغو کسانو چې سرونه یې پرې کړای شوي دي، پر یوې کمپنۍ د هجوم ور وړلو او د شرکت د ساتونکي په وژنې تورن ول.

د رپوټونو په حواله د دغو کسانو د مرګ سزا د سه شنبې په ورځ د مسلمانانو په مقدس ښار مکه کې عملي شوې ده.

په سعودي عربستان کې د قتل او ترهګریزو بریدونو ترڅنګ د نشه یې توکو په قاچاق کې ښکیلو مجرمینو ته د مرګ سزا ورکول کیږي. په دې هیواد کې له دا ډول جرمونو سره تړاو درلودونکو لسګونو کسانو ته د مرګ سزا ورکول کیږي.

پيښه څنګه رامنځته شوې ده؟

ګلف نیوز د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په حواله لیکلي دي «مجرم ګڼل شوو پاکستاني اتباعو پر یوه شخصي شرکت برید کړی وو او په دې ترڅ کې یې د کمپنۍ دوه ساتونکي تړلي، وهلي او ټکولي چې له امله یې یو بنګله دیشی ګارد مړ شوی دی».

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په حواله په دې اړه تر پلټنو وروسته ټول پنځه تورن کسان یوې محکمې ته وړاندې کړای شول چې د محکمې له خوا تر مجرم بلل کیدو وروسته ورته د اعدام یا مرګ سزا واورول شوه.

د ابتدایي محکمې حکم وروسته بیا د استئناف او سترې محکمې له خوا هم تائید شو. بیا د یوه شاهي فرمان په اساس د سه شنبې په ورځ په مکې معظمې ښار کې دغه سزا عملي شوه.

سعودي عربستان د خپلو سختو قوانينو له کبله شهرت لري او عموماً د قتل، ترهګریزو بریدونو او نشه یې توکو قاچاق کوونکو ته د مرګ سزا ورکول کیږي. په دغه هیواد کې هر کال په دا ډول جرایمو کې د ښکیلو لسګونو کسانو سرونه له تنې څخه پرې کيږي.

د بشري حقونو سازمانونه د دا ډول قانوني اقداماتو چې له مخې یې د مرګ په څیر سختې سزا ګانې ورکول کیږي، د ړونتیا او شفافیت په هکله اکثره وختونه اندېښنه څرګندوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب