1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان یو تن د تروریزم او قاچاق په جرم اعدام کړ

۱۴۰۰ شهریور ۱۵, دوشنبه

د سعودي عربستان حکومت د دوشنبې په ورځ د دغه هیواد یو اوسیدونکی د تروریزم او وسلو د قاچاق په جرم د دغه هیواد په دمام ښار کې اعدام کړ. سعودي عربستان د روان کال په نیمايي کې د تير ټول کار څخه ډير اعدامونه اجرا کړي دي.

https://p.dw.com/p/3zytO
Symbolbild Todesstrafe Galgen
انځور: picture-alliance/dpa

د سعودي عربستان حکومت د دوشنبې په ورځ د دغه هیواد یو اوسیدونکی د تروریزم او وسلو د قاچاق په جرم د دغه هیواد په دمام ښار کې اعدام کړ. د بخښني نړيوال سازمان وايي چې سعودي عربستان د روان کال په نیمايي کې د تير ټول کار څخه ډير اعدامونه اجرا کړي دي.

د عربستان د کورنيو چارو وزارت په اعلامیه کې ويل شوي چې دغه شخص له یوې تروريستي ډلې سره د اړیکو درلودو او له هغه طریقه د «امنيتي پرسونل د په نښه کولو» کې مجرم پيژندل شوی وو.

د فرانسې خبري آژانس له رياض څخه لیکي چې پر هغه همدا رنګه تور وو چې «هیواد ته دننه او بهر يې د وسلو قاچاق کاوه او د یوې تروريستې ډلې چې موخه یې د ملي امنیت بې ثباته کول وو، غړی وو.»

د بخښني نړیوال سازمان (امنستي) تیره میاشت ويلي ول چې سعودي عربستان د جنوري مياشتې تر جولای پورې لږ تر لږه ۴۰ کسان اعدام کړي چې دا د ۲۰۲۰م کال د ټولو اعدامونو څخه ډير دي.

آمنستې زیاته کړې چې سعودي عربستان په ۲۰۱۹م کال کې ۱۸۴ کسان اعدام کړي ول چې دا په دغه هیواد کې يوازې په یوه کال کې د اعدامونو تر ټول لوړ رقم دی.

د سعودي عربستان د بشر حقونو کمېسیون د روان کال په پيل کې ويلي ول چې په ۲۰۲۰م کال کې يې د اعدام ۲۷ قضېې ثبت کړي چې دا د یو کال مخکې اعدامونو په پرتله ۸۵ سلنه کموالی ښيي چې دلیل يې د مخدره موادو اړوند اعدامونو کې تعلیق راوستل ښودل شوی دی.