1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سختو شراېطو کې د یوه قوي ملاتړ په لټه

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ فروردین ۲, یکشنبه

اشرف غني او عبدالله عبدالله امریکا متحده ایالاتو ته سفر کړی دی. د دواړو خوا په اړیکو کې د پام وړ ښه والې لیدل کیږي او په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو د اوږدمهاله شتون امکان موجود دی.

https://p.dw.com/p/1EvBv
انځور: picture alliance/AP Photo/Massoud Hossaini

د سپینې ماڼۍ په حواله امنیتي مسائل، اقتصادي پرمختگ او په افغانستان کې د سولې له بهیر څخه د امریکا متحده ایالاتو ملاتړ هغه موضوعات دي چې خبرې به پرې وشي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزیر جان کیري د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره مل پلاوی «په لوړه سطحه د ستراتیژیکو خبرو» له پاره د ډیوید کمپ ته وربللي دي.


امریکا متحده ایالاتو ته د افغان ولسمشر سفر په داسې یو وخت کې ترسره کیږي چې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د پام وړ ښه والی راغلی دی. د پخواني ولسمشر حامد کرزي د جمهوري ریاست دورې په ورستیو کې د دواړو هیوادونو اړیکي ډیرې خړې شوې وې.


په واشنگټن کې د جنوبي آسیا کارپوه مایکل کوگلمان وویل:« اشرف غني له امریکایانو سره ډیرې ښې اړیکې لري.» نوموړي زیاته کړه:«غني هغه دوه اړخیز تړون چې کرزي رد کړی وو، لاسلیک کړ. هغه همدارنگه د کرزي له خوا د امریکایې ځواکونو د شپې پر عملیاتو لګول سوی بنديز، لغوه کړ. غني په افغانستان کې د متحده ایالاتو د رول زیاتولو کوښښ کوي، چې کرزي دا هم نه غوښتل.»


د امریکایې ځواکونو د وتلو بهیر د بطي کیدو احتمال


تر اوسه پوری امریکا متحده ایالت اراده لري چې په رسمي ډول د ۲۰۱۶ کال تر پایه پوري په افغانستان کې په تدریج سره د خپلو ځواکونو شمیر را ټیټ کړي او یوازې سفارتي کارکونکي یې په دغه هیواد کې پاتي شي.

په همدې وخت کې د اوباما د ولسمشرۍ دوره هم پای ته رسیږي. په دې ورستیو اونیو کې د امریکا په کانگرس او حکومت کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستل کیدو پر ستراتیژۍ د نیوکو غږونه پورته کیږي.

Afghanistan Kabul IJC Zeremonie Ende Kampfmission 08.12.2014
انځور: picture-alliance/AP/Massoud Hossaini


ویل کیږي چې دا کار به د تیرو ۱۳ کلونو لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ کړي. د افغانستان د امنیتي وضعیت په هکله د ملگرو ملتونو رپوټ هم د دغې ارزیابۍ ملاتړ کړی دی. په افغانستان کې د ملگرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د رپوټ په حواله په ۲۰۱۴م کال کې په افغانستان کې د وسله والو یاغي ډلو له خوا په رامنځته شوو پيښو کې ۳۷۰۰ ملکي وگړي وژل شوي دي.


دا په تیرو پنځو کلونو کې تر ټولو لوړ رقم دی. د «یوناما» د رئیس نیکلاس هایسوم په خبره د « اسلامي دولت» ترهگرې ډلې له خوا تهدیدونه باید له پامه ونه غورځول شي. د نوموړي په خبره تر اوسه پوري دغه ډله د یو بیرغ بدلونکي ډلې په توگه خپل رول لوبوي. خو اوس دوی غواړي په دې توگه هغه یاغي ډلې چې په انزوا کې پاتي شوي دي سره راټولې کړي.

د سیاسي چارو کارپوه کوگلمان په دې اند دی چې اوباما د هغې په پرتله چې پخوا پلان شوې وه له افغانستان څخه د امریکایې ځواکونو د وتلو د ډیر پڅ بهیر څخه ملاتړ کوي.


د کوگلمان په اند هغه امریکایې سرتیري چې باید د ۲۰۱۵ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه وتلي وای په ۲۰۱۶ کال کې به هم په افغانستان کې پاتي شي.

د «رېنډ کارپورېشن» په نوم د امريکايي پوځ مشاوره آند خونې څخه د جیسون کمپیل په خبره دا په دې معنی چې د امریکا متحده ایالاتو له پوځي اډو څخه د کندهار، جلال آباد او بگرام اډې به تر یوې اوږدې مودې پورې فعاله وي. په دې توگه به نو د امریکا پوځ یو سیمه ییز نقش ولري او یوازي په کابل کې به تمرکز ونه لري.