1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بنګله ديش کې د روهنګيا مهاجرو ۲۰۰۰ کورونه سوځيدلي

۱۴۰۱ اسفند ۱۵, دوشنبه

د بنګله دېش په کوکس بازار کې د مهاجرو په یوه کمپ کې د یکشنبې ورځې سترې اورلګېدنې په زرونو روهنګیا مهاجر بې کوره کړي دي. پروسږکال او وړم کال هم د روهنګيایانو په کمپ کې دې ته ورته سترې اورلګيدنې رامنځ شوې وې.

https://p.dw.com/p/4OIrM
د بنګله دېش په کوکس بازار کې د مهاجرو په یوه کمپ کې د یکشنبې ورځې سترې اورلګېدنې په زرونو روهنګیا مهاجر بې کوره کړي دي
د بنګله دېش په کوکس بازار کې د مهاجرو په یوه کمپ کې د یکشنبې ورځې سترې اورلګېدنې په زرونو روهنګیا مهاجر بې کوره کړي ديانځور: Mahmud Hossain Opu/AP/picture alliance

دغه اورلګیدنه د بنګله دیش د کوکس بازار ولسوالۍ په بالاخولي کمپ کې رامنځ ته شوې چې د رپوټونو مطابق د مهاجرو نيږدې ۲۰۰۰ کورنه پکې تخریب شوي دي. زیاته شوې ده چې روغتونونه او روزنيز مرکزونه هم تخریب شوي دي.

د اور وژنې ادارې يوه چارواکي، عماد الحق، وويل چې په اورلګېدنه کې ځاني تلفات نه دي اوښتي.

پولیس هم وايي چې تر اوسه په دغه پېښه کې د ځاني تلفاتو په اړه کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی. تر اوسه لا روښانه نه ده چې اورلګېدنه څه ډول رامنځ ته شوې ده.

ورته مطلب: د روهنګیا مهاجرو کښتۍ په سمندر کې تر څو اوونيو تېرولو وروسته اندونیزیا ته رسېدلې

د سختې ګڼې ګوڼې دغه کمپ کې چې د بنګله ديش په جنوب شرق کې پروت دی، پکې شاوخوا یو میلیون روهنګیا مهاجرو ژوند کوي.

په بنګله ديش کې د مهاجرو د مرستې او بیاستنېدو کمېسیون ويلي دي چې په دغه اورلګېدنه کې د بالاخولي کمپ اکثره سرپناوې چې له باڼسونو جوړې وې، سوځیدلي دي. ويل شوي چې نژدې ۱۰زره کسانو خپلې سرپناوې له لاسه ورکړي دي. یاد کمېسيون ويلي دي چې د اوروژنې ځواکونه وتوانيدل چې وروسته د څو ساعتونو هڅو، اور مړ کړي.

تر دې مخکې د ۲۰۲۲م کال په جنوري او ۲۰۲۱م کال په مارچ میاشت کې هم د کوکس بازار د مهاجرو په کمپ کې دې ته ورته اورلګېدنې رامنځ ته شوې وې. د تېرکال په اورلګېدنه کې یوازې د مهاجرو هستوګنځایونو ته زیانونه اوښتي ول، اما د وړم کال په هغې کې بیا ۱۵ مهاجر مړه او تر ۱۰زرو ډير کورنه تخریب شول.

ورته مطلب: د روهينګيا مهاجرو په کمپ کي ستره اورلګيدنه

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (UNHCR) پر ټيوټر لیکلي چې د روهنګيا رضاکارانو او د خپلو نورو ځايي همکارانو سره په ګډه د زیانمن شوو ملاتړ کوي.

د تېرو څو کلونو په جریان کې له ميانماره تر يو میلیون ډېر روهنګیایان بنګله دیش ته مهاجر شوي دي. له دې ډلې شاوخوا ۷۴۰ زره ېې په ۲۰۱۷م کال کې وروسته له هغې دغه ګاونډي هیواد ته مهاجر شول چې د میانمار پوځ د هغوی پر ضد د سرکوبولو پراخ عملیات پيل کړل.

په میانمار کې له ۲۰۲۱م کال راوروسته چې پوځ واک ترلاسه کړی، وضعیت ښه نه دی چې له کبله ېې دغه هیواد ته د دغو مهاجرو د بېرته ستنولو هڅې له ناکامۍ سره مخ شوي دي.

ورته مطلب: ايا روهنګيا مسلمانان تر شړلو ۳ کاله وروسته هير سوي؟

تېرکال امریکا متحده ایالاتو په میانمار کې پر روهنګيایانو ترسره شوي ظلمونه د نسل وژنې مترادف عمل وباله. متحده ایالاتو دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې امریکايي چارواکو هلته د ملکيانو پر ضد د ډلیزو جنایتونو موارد تصدیق کړل، کوم چې د میانمار پوځ له لوري په یو سیستماتيک کمپاین کې د دغه مسلمان اقليت پر ضد ترسره شوي دي.

روهنګيايان په میانمار کې چې اکثریت اوسیدونکي ېې بودايان دي، په پراخه توګه له تبعیض سره مخ دي. د بېلګې په توګه روهنګيایان په میانمار کې د تابعیت او نورو حقونو څخه محروم کړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان څارونکي او د بشري حقونو فعالان، میانمار د روهنګيا په نسل وژنه تورنوي. دا په داسې حال کې ده چې په بنګله ديش او ګاونډيو هیوادونو کې د میشتو روهنګيايانو له پاره کمکي بودجه هم ډېره لږ ده.

ورته مطلب: روهنګيايي مهاجرو د بيرته ستنيدا بهیر د ناکامۍ له پاره شکرانه لمونځونه وکړل

آ/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: