1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روهنګيا مهاجرو د بيرته ستنيدا بهير بيا ترسره نه شو

۱۳۹۷ آبان ۲۶, شنبه

د بنګله ديش په کمپونو کې ميشت روهنګيا مهاجرو د جمعې په ورځ وروسته له هغې د شکرانې لمونځونه ادا کړل چې میانمار ته يې د بيرته استولو لړۍ د ګواښوو له امله وځنډول شوه. په بنګله ديش کې ۷۲۰ زره روهنګيايي مهاجر ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/38Qco
Bangladesch Rohingya-Proteste im Kutupalong-Flüchtlingscamp
آرشيفانځور: Reuters/M.P. Hossain

په بنګله ديش کې د میشتو ۷۲۰ زره روهنګيايي مهاجرو له ډلې څخه يو يې هم په خپله خوښه ميانمار ته د بيرته ستنيدو له پاره ځان نه دی راجستر کړی. د بنګله ديش او ميانمار تر منځ د وروستي توافق له مخې د روهنګيايي مهاجرو د بيرته ستنيدا بهير بايد د تيرې پنجشنبې په ورځ پيل شوی وای.

دا چې دغه بهير به څه وخت پيليږي او يا به په دې برخه کې کوم نوي پرمختګونه رامنځ ته کيږي او که نه، په اړه يې د بنګله ديش هيواد څه نه دي ويلي. د ميانمار له راخين څخه ګاونډي هيواد بنګله ديش ته راغلي نژدې يو ميليون روهنګیايي مهاجر د بنګله ديش او ميانمار تر منځ په سرحدي سيمه کې ميشت دي.

روهنګيايي مهاجرو د جمعې په ورځ وروسته له هغې د کمپ په جوماتونو کې د شکرانې لمونځونه ادا کړل، چې د بيرته ستنيدا بهير يې له ناکامۍ سره مخ شو. په کمپ کې د روهنګيايي مهاجرو له ډلې څخه امام حسين په دې اړه وويل: «موږ د خپل ځان د ژغورنې له پاره خدای ته دعاوې وکړې. او موږ خپل لمونځونه وکړل. موږ له بنګله ديشي چارواکو څخه مننه کوو چې د بيرته ستنيدو په تړاو يې زموږ وضعيت درک کړی دی.»

همدا ډول ۵۵ کلن عبدالحميد وويل: «موږ ډير خوښ يو چې دا [د بيرته ستنيدا بهير] ترسره نه شو.»

Bangladesch - Rohingya Zurückführung: Nurul Amin und Mohammed Selim
روهنګيايان راخين ته له بيرته ستنيدو ويره لريانځور: picture-alliance/AP Photo/D. Yasin

د عبدالمالک په نوم يو بل روهنګيايي مهاجر وايي کله چې د ۲۰۱۷م کال په اګست مياشت کې د ميانمار له راخين ايالت څخه وتلی،  تر اوسه يې بيا خپله مور او خپل پلار نه دي ليدلي. هغه وویل: «له يو کال څخه ډير وخت وشو چې ما مې خپل مور او پلار نه دي ليدلي. زه غواړم چې هغوی ووينم، خو زه د بيرته ستنيدا په صورت کې د ځان د خونديتوب احساس نه کوم.»

د ښوونځي یو ۲۳ کلن ښوونکی بيا وايي چې دی به «ډير ژر» بيرته وګرځي خو په دې شرط چې ميانماري چارواکي ورته د روهنګيا تابعيت ورکړي. 

ډیری په دې اند دي چې روهنګيايي مهاجر بيرته راخين ته له ستنيدا څخه سخته ويره لري او هغه په دې دليل چې کيداي شي د ميانمار پوځ يې يو ځل بيا د پوځي عملياتو له لارې وځپي. د میانمار اکثريت وګړي بودايي مذهبه دي. روهنګيا مسلمان اقليت د تير کال په اګست مياشت کې وروسته له هغې بنګله ديش ته مهاجر شو، چې د ميانمار پوځ د دوی د اوسيدو په سيمه، راخين کې پوځي عمليات پيل کړل. د ملګرو ملتونو پلټونکو ميانمار په راخين پر نسل وژنې تورن کړی خو ميانمار بيا دغه ډول تورنه رد کړي دي.

بنګله ديش او ميانمار تير کال هم د روهنګيايي مهاجر پر بيرته ستنيدا سلا شوي ول خو دغه بهير عملي نه شو. دواړه هيوادونه يو ځل بيا شاوخوا دوه اوونۍ مخکې ورته توافق ته ورسيدل چې له مخې يې بايد د نومبر له نيمايي څخه ميانمار ته د روهنګيايي مهاجرو د بيرته ستنيدا بهير پيليده، خو دا ځل هم دغه پروګروام تر اوسه نه دی عملي شوی.

له آرشيف څخه انځوريز البوم: