په افغانستان کې د مخدرو موادو فابریکو پر ضد مبارزه څومره بریالۍ ده؟ | افغانستان | DW | 13.12.2017
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په افغانستان کې د مخدرو موادو فابریکو پر ضد مبارزه څومره بریالۍ ده؟

د امریکا متحدو ایالاتو پوځ په افغانستان کې د مخدرو موادو د فابریکو د له منځه وړلو له پاره هوایي بمبارۍ ستایلي دي. د هغوی په خبره دا کار یاغیانو ته د نغدي عاید مخه نیسي.

د امريکا متحدو ایالاتو د هوایي ځواکونو برید جنرال لانس بنچ، په وینا د نومبر له ۲۰ نیټې راهیسې د دغه هوایي کمپاین تر پیلیدو وروسته امریکایي او افغان الوتکو د مخدرو توکو ۲۵ فابریکي له منځه وړي دي.

بنچ له کابل څخه د ویډیويي کنفرانس له لاري په پېنتاګون کې خبریالانو ته وویل چې دغه هوایي بریدونه د دې سبب شوي دي چې د مخدرو توکو۸۰ میلیونه ډالر د اصلي خاوندانو جیب ته و نه لویږي او همداشان د هغوی طالب شریکانو ته د ۱۶ میلیونه امریکایي ډالرو د مستقیم عاید مخه ونیسي.

کله چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نکلسن د دغه نوې ستراتیژۍ د اعلانولو پر مهال چې د طالبانو د درآمد سرچنیو تعقیبول دي ویلي ول چې په افغانستان کې له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې د مخدرو توکو د تولید فعاله فابریکي شته.

بنچ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې هغه الوتکې چې په کوچنیو کلیو او بانډو کې د مخدرو توکو د تولید فابریکي بمباري کوي ګران بیه اف ـ ۲۲ رپتور ډوله دي. د هغه په خبره دغه الوتکې کوچنې بمونه استمعالوي چې د جانبي زیانونو د مخنیوي له پاره طرحه شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالبان د غیر قانوني مخدرو توکو له سوداګرۍ، پر بزګرانو او د مخدرو توکو پر چاق کوونکو باندې د مالیو وضع کولو له لارې هر کال کابو ۲۰۰ میلیونه امریکایي ډالره عاید تر لاسه کوي.

AFP,dpa(S.R/NZ)

زموږ له ارشيف څخه:

DW.COM

اعلان