پنځو هېوادونو په اسیا کې پر سترو پوځي تمریناتو توافق کړی
۱۴۰۳ خرداد ۱۱, جمعهد دغو ګډو پوځي تمریناتو خبر، د پنځه ځواکه دفاعي توافق (FPDA) غړو هېوادونو دفاع وزيرانو د جمعې په ورځ په سينګاپور کې د شنګریلا مذاکراتو په څنډه کې اعلان کړ. دغه پوځي توافق ۵۳ کاله مخته تاسیس شوی دی.
د استرالیا مرستیال صدراعظم او دفاع وزير ريچارد مارلیس، په دې هکله وويل: «موږ د خپلو وړتياو د لوړولو په حال کې یو چې له دې سره به د روان کال په آخر کې د بيرساما لیما پوځي تمریناتو ته ورځو چې پکې به د لومړي ځل له پاره د استرالیا اف-۳۵ ګډې جنګي الوتکې برخې واخلي.»
بېرساما لیما «پنځه واړه یو ځای» په مالايي ژبه کې د هغو پوځي تمریناتو نوم دی چې هر کال د دغو پنځو ځواکمنو هېوادونو له خوا ترسره کیږي. تېرکال دغه تمرینات په مالیزیا کې ترسره شول.
مارلیس، زیاته کړه چې د لا پېچلو تمریناتو اجرا کول د اف پي ډې اې په اجندا کې د اهدافو د لوړولو یوه بېلګه ده.
د نوي زيلاند دفاع وزیرې جودیت کولینز، وویل چې په دغو تمریناتو کې به د دوی یوه «پي-۸ پوزایدون» الوتکه اشتراک ولري. پي-۸ پوزایدون مخکښه امریکايي الوتکه ده چې د اوبتلونو د کشف او ګزمو کې ورڅخه استفاده کيږي. له دغو الوتکو نن ورځ په سيمه کې د چینايي اوبتلونو د ګزمو پر ضد مخ پر زیاتېدونکي توګه کار اخیستل کیږي.
سينګاپور په اندونیزیا کې د اوبتلونو مهمو کانالونو ته نژدې دی کوم چې د چین جنوبي سمندرګي د هند له سمندر سره نښلوي.
خو د استرالیا مرستیال صدراعظم او دفاع وزیر وويل چې د اف پي ډې اې دغه پوځي تمرینات د «چين په ارتباط نه دي» بلکې دا «له يو بل سره زموږ د نژدې همکاریو د غوښتنې » په خاطر دي. د مالیزيا دفاع وزير محمد خالد نوردین، وويل چې په سږنیو پوځي تمریناتو کې به د نورو «غېر متعارف» اجسامو په ډله کې ډرونونه هم شامل وي.
په دې هکله د بریتانيا استازي پاول ویات، وويل چې هېواد ېې پلان لري چې په ۲۰۲۵ کې یوه الوتکې لېدونکې بېړې سیمې ته واستوي او دا چې دغه اقدام څنګه د اف پي ډې اې تمریناتو سره تنظیم شي بحثونه پرې شوي دي.
(Reuters)mks/bs
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (27.01.2022 ):