پنتاگون: په جنگي ماموريتونو کي ۱۲۰ ملکيان وژل سوي
۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۳, جمعهد امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت پنتاگون په هغه راپور کي چي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د می ۲مه) کانگرس ته وړاندی کړی پکښې راغلي دي چي په ۲۰۱۸م کال کي په افغانستان، عراق، سوريې او صوماليا په پوځي ماموريتونو کي يې ۱۲۰ ملکيان وژل سوي او ۶۵ نور ټپيان سوي دي.
خو د بشري حقونو سازمانونه بيا اټکل کوي چي د تلفاتو شمېر به له دې په څرګند ډول ډير وي.
د پنتاگون د راپور له مخي د دغو تلفاتو ډيره برخه په افغانستان کي ده چي ۷۶کسان اټکل سوي دي. په عراق او سوريه کي ۴۲ کسان او په صوماليا کي دوه کسان وژل سوي دي.
په راپور کي راغلي دي چي د يمن او ليبيا په ماموريت کي ملکيان وژل سوي نه دي.
خو د «Airwars» په نوم غير دولتي سازمان چي د ملکي تلفاتو په اړه شمېرې له مختلفو منابعو څخه راټولوي، د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت تر شمېر يې د تلفاتو شمېر زيات ښوولی دی.
دوی داسي انگيري چي په دغو هيوادونو کي د امریکا په پوځي ماموريتونو يا د هغوی په مشرتوب عملياتو کي ۱۲۲۴کسان وژل سوي دي. د بېلگې په توگه يوازي په عراق او سوريه کي ۸۰۵ ملکيان وژل سوي دي. په افغانستان کي يې شمېر ۴۰۶ کسان ول.
خو ياد سازمان د امریکا د پوځ د هغه کار ستاينه کړې ده چي د هر وژل سوي ملکي کس د وژل کېدو نېټه او ځای په ثبتولو یې کړی دئ.
د قانون له مخي پنتاگون مکلف دی چي هرکال د ملکي تلفاتو په اړه کانگرس ته راپور وړاندي کړي.
(N.Z/S.R(dpa