1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د اختر امنيت له پاره له ۱۰۰زرو ډېر ځواکونه ګمارلي

۱۴۰۳ فروردین ۲۲, چهارشنبه

پاکستاني چارواکي وايي چې د اختر ورځو د امنيت له پاره يې له سل زرو ډېر عسکر او ملیشه ځواکونه په دندو ګمارلي دي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم وايي چې د اختر په مناسبت په ټول هېواد کې امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/4ebOC
Bildergalerie Fest des Fastenbrechens 2024
انځور: Akhtar Soomro/REUTERS

نن چهارشنبه د ۲۰۲۴م کال د اپریل لسمه په نړۍ کې مسلمانان کمکی اختر لمانځي چې د روژې میاشتې له پای ته رسېدو وروسته راځي.

که څه هم په پاکستان کې د اختر په ورځو کې وسلوال بریدونه په ندرت پېښيږي، خو چارواکو ويلي چې استخباراتي ادارو د کورنيو چارو وزارت ته خبرداری ورکړی وو چې وسلوال ياغیان کېدای شي پر دغه ورځ پر حکومت، ملکیانو، د پولیسو او پوځ پر تاسیساتو، ساختمانونو او کورونو بریدونه وکړي.

په هغو سیمو کې هم کلک امنیتي تدابیر نیول شوي چې تمه ده مطرح افراد پکې د اختر لمونځونه او یا خلکو ته ویناوې کوي.

د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې د اختر ورځو د امنیتي پلان مطابق د پولیسو ۲۵زره ځواکونه په مسجدونو او ۸زره نور د لاهور ښار په مهمو برخو او مارکیټونو کې استخدام شوي دي.

د آرشیف انځور - په کابل ښار کې د طالبانو یو پولیس د ی مسجد په مخ کې - طالبانو ويلي چې د اختر له پاره ېې په ټول هېواد کې کلک امنیتي تدابیر نيولي
د آرشیف انځور - په کابل ښار کې د طالبانو یو پولیس د ی مسجد په مخ کې - طالبانو ويلي چې د اختر له پاره ېې په ټول هېواد کې کلک امنیتي تدابیر نيوليانځور: Alfred Yaghobzadeh/abaca/picture alliance

پاکستان په وروستیو کې د خونړيو پېښو شاهد پاته شوی. د اکثرو دغو حملو مسئولیت پاکستاني طالبانو منلي. همدارنګه بلوچ بيلتون غوښتونکي چې تر ډېره په بلوچستان ایالت کې فعال دي هم وسلوال بریدونه کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم وايي چې د اختر ورځو کې د ټول هېواد په سطحه امنيتي تدابیر نيول شوي دي. د دغه وزارت ویاند، عبدالمتين قانع وويل چې امنیتي ځواکونه د مسجدونو په ګډون د ټولو ښارونو په مهمو او د ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې په دندو ګمارل شوي دي. له دې نه علاوه په کابل کې د پولیسو مشر، له خلکو غوښتي چې د پټاقيو څخه استفاده ونه کړي.

له آرشیف څخه: