1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

ټرمپ د ایران پر وړاندې ضرب الاجل ځنډولی، وايي خبرې مثبتې وې

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز، ډي پي ای | احمد ولي اڅکزی
خپور شوی ۱۴۰۵ فروردین ۳, دوشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ فروردین ۳, دوشنبه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې ایران ته ورکړل شوی ۴۸ ساعته ضرب الاجل به لنډمهاله وځنډوي، ځکه د هغه په وینا له ایران سره خبرې اترې ښې روانې دي.

https://p.dw.com/p/5AuER
د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ
ترمپ ويلي دي چې له ایران سره یې خبرې اترې مثبتې وېانځور: Brendan Smialowski/AFP/Getty Images
د هغه څه چي بايد په پوه سئ له برخې تیريدل

هغه څه چي بايد په پوه سئ

  • ټرمپ د ایران پر وړاندې ضرب الاجل ځنډولی، وايي خبرې اترې «مثبتې» وې
  • سنتکام: د ایران پر وړاندې د ایران عمليات «له پلان څخه مخکی يا له پلان سره سم» پر مخ روان دي
  • چين خبرداری ورکړی چې کيدای شي د منځني ختيځ وضعيت له کنتروله ووځي
  • په تهران کې د درنو چاودنو غږونه اوریدل شوي. 
  • ایران ويلي چې که د انرژۍ دستګاو ته یې زيان ورسيږي د منځني ختیځ د انرژۍ دستګاوې به تخریب کړي.
  • د سيمې هېوادونو هم د ایران د بريدونو له ادامې څخه خبر ورکړی دی.
  • اسرائيل ويلي څو ایراني توغندي یې خنثی کړي.
د آلمان پر ایران د بريدونو ځنډولو د ترمپ د پريکړې هرکلی کړی له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۳, دوشنبه

آلمان پر ایران د بريدونو ځنډولو د ترمپ د پريکړې هرکلی کړی

د آلمان صدراعظم فريدرش میرڅ
میرڅ ويلي پر ایران د بريدونو درولو د ترمپ له پريکړې هرکلی کوي.انځور: dts-Agentur/picture alliance

د آلمان صدراعظم فريدرش میرڅ، د ولسمشر دونالد ترمپ، د هغې پريکړې هرکلی کړی دی چې وایي د ایران د انرژۍ پر تاسيساتو باندې بريدونه ځنډوي. ترمپ، تر دې مخه ګواښ کړی وو چې که چېرې ایران د هرمز تنګي خلاص نه کړي، نو د دغه هېواد د انرژۍ دستګاوې به په نخښه کړي. 


میرڅ، په برلين کې د يوې مطبوعاتي غونډې پر وخت وويل: «زه منندوی يم چې هغه [دونالد ترمپ بريدونه] د نورو پنځو ورځو له پاره ځنډوي.»


نوموړي وويل چې هغه د يکشنبې په ورځ له ترمپ سره تليفوني اړيکه نيولې وه، څو په نظر کې د نيول شويو بريدونو په اړه خپله انديښنه څرګنده کړي. 


میرڅ، د مطبوعاتي غونډې پر وخت ترمپ، «له ایراني مشرتابه سره د سملاسي او مستقيم تماس د امکان د رامنځته کولو» له کبله هم وستايه.  

 

https://p.dw.com/p/5AxMq
د د ایران جګړې دوبۍ په يو تش ښار بدله کړې له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۳, دوشنبه

د ایران جګړې دوبۍ په يو تش ښار بدله کړې

د خلیج هېوادونه او په ځانګړي ډول ځلېدونکې ښار دوبۍ، د لوکس ژوند او امنیت سمبول وو. خو په منځني ختیځ کې د جګړې له پیل سره،  سيلانيتوب سقوط کړی او د سیمې اعتبار له ګواښ سره مخ دی.

د دوبۍ د وضعيت په اړه نور جزيات د انځورونو په دې ګالرۍ کې ليدلی شئ:

 

https://p.dw.com/p/5Ax95
د ټرمپ د ایران پر وړاندې ضرب الاجل ځنډولی، وايي خبرې اترې «مثبتې» وې له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۳, دوشنبه

ټرمپ د ایران پر وړاندې ضرب الاجل ځنډولی، وايي خبرې اترې «مثبتې» وې

احمد ولي اڅکزی | د فرانسې خبري آژانس

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې ایران ته ورکړل شوی ۴۸ ساعته ضرب الاجل به لنډمهاله وځنډوي، ځکه د هغه په وینا خبرې ښې روانې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په «Truth Social» کې اعلان وکړ چې هغه به هغه ۴۸ ساعته ضرب الاجل وځنډوي چې ایران ته ورکړل شوی و. په دغه ضرب الاجل کې ټرمپ ايران دې ته رابللی و چې د هرمز تنګی پرانیزي، که نه نو د ایران د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو به پراخ بریدونه ترسره شي.

ټرمپ په یوه اعلاميه کې چې په بشپړ لویو تورو لیکل شوې وه، وویل چې دا پرېکړه یې د ایران سره د «ډېرو ښه او ګټورو خبرو» له امله کړې ده. هغه وویل چې پوځ ته یې لارښوونه کړې چې «د پنځو ورځو لپاره د ایران د برېښناکوټونو او انرژۍ پر تاسیساتو هر ډول پوځي بریدونه وځنډوي.»

ټرمپ همدارنګه زیاته کړه چې دا ځنډ به د هغو خبرو پر بریا پورې تړلی وي چې د روانې اوونۍ په اوږدو کې به دوام ولري. خو ټرمپ د دغو خبرو په اړه نور جزییات ورنه کړل او ایران هم په لومړي سر کې دا نه ده تایید کړې چې داسې خبرې ترسره شوې دي.

خو د فرانسې د خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله د ترمپ، تر دې اعلان لږ وروسته يوې ايراني رسنۍ وويل چې د ایران او واشنګټن د حکومتونو ترمنځ هیڅ ډول خبرې اترې نه دي شوي. 

د «مهر» په نوم ایراني رسنۍ د ایران د بهرنيو چارو وزارت له قوله وويل: «د تهران او واشنګټن ترمنځ هيڅ خبرې اترې نه دي شوي.» يادې رسنۍ زياته کړې چې د ترمپ، بيان د «انرژۍ د بيو د راکمولو» د هڅو برخه ده. 
 

https://p.dw.com/p/5Avyi
د سنتکام: د ایران پر وړاندې د ایران عمليات «له پلان څخه مخکی يا له پلان سره سم» پر مخ روان دي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۳, دوشنبه

سنتکام: د ایران پر وړاندې د ایران عمليات «له پلان څخه مخکی يا له پلان سره سم» پر مخ روان دي

د امريکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې (سنتکام) يوه لوړپوړي چارواکي ويلي دي چې د ایران پر وړاندې د امريکا عمليات «عمدتاً له پلان څخه مخکې يا له پلان سره سم» پر مخ روان دي.
د سنتکام مشر برد کوپر، دا څرګندونې د «ایران انترنيشنل» فارسي ژبې شبکې سره په خبرو کې وکړې. دا مرکه د دوشنبې پر سهال داسې مهال نشر شوه چې اسرائيل په تهران کې د بريدونو د تازه څپې د پېل اعلان وکړ. اسرائيل ويلي ول چې په دې تازه بريدونه کې به د «ایران د ترهګر رژيم زيربناوې» په نخښه شي.  


کوپر، د خپلو څرګندونو په ترڅ کې ادعا وکړه چې ايران د استوګنې له سيمو څخه ډرونونه او توغندي توغوي؛ هغه موضوع چې د نوموړي په خبره دغه سيمې پر هدف باندې اړوي. نوموړي د ایران د ملکي خلکو په مخاطب کولو سره وويل: «د اوس له پاره په کورونو کې دننه پاته شئ.»


هغه زياته کړې: «په مناسب وخت کې به لکه څرنګه چې ورته ولسمشر هم اشاره کړې، تاسې ته خبر درکړل شي چې کولی شئ دباندې را ووځئ.»


کوپر، د ایران د کړنو په خپله ارزونه کې وويل: «هغوی د ناچارۍ له مخې د عمل کوي.»


نوموړي ادعا وکړه چې د ایران اسلامي جمهوريت خپله تګلاره بدله کړې او له ډېر شمير توغنديو او ډرونو د فېر کولو پر ځای «په هر نوبت کې د يو يا دوو» توغندي او يا ډرون توغولو ته یې مخه کړې او همدا راز یې د نظامي هدفونو پر ځای ملکي هدفونو ته مخه کړې ده. 

 

https://p.dw.com/p/5AvSj
د د چين خبرداری: کيدای شي د منځني ختيځ وضعيت له کنتروله ووځي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۳, دوشنبه

د چين خبرداری: کيدای شي د منځني ختيځ وضعيت له کنتروله ووځي

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لي ژيان د مطبوعاتي کنفرانس پر وخت
چين خبرداری ورکړی چې کيدای شي د منځني ختيځ وضعيت له کنتروله ووځيانځور: Kyodo/picture alliance

د بريښنا د تاسيساتو د په نخښه کولو د ولسمشر دونالد ترمپ او ایران تر متقابلو ګواښونو وروسته چين خبرداری ورکړی دی چې امکان لري د منځنتي ختیځ بحران په ډېرې چټکۍ سره له کنتروله ووځي. 
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، ګواښ کړی که چېرې ایران په ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګي خلاص نه کړي، نو د دغه هېواد د بریښنا تاسيسات به په نخښه کړي. ایران د دې ضرب الاجل په غبرګون کې ويلي دي چې د دې تهديد د عملي کيدو په صورت کې به د اسرائيل او د خليج فارس د سيمې د بريښنا تاسیسات هدف وګرځوي. 
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين ژيان، د دوشنبې په ورځ په پيکنګ کې وويل: «که چېرې جګړه پراخيږي او وضعيت يو ځل بيا لا پسې خرابيږي نو امکان لري ټوله سيمه يوه له کنتروله وتلي وضعيت سره مخامخ شي.»

اړونده موضوع: چين تر کومه حده د امريکا پر وړاندي د ايران ملاتړ کوي؟
هغه زياته کړې: «له زور څخه کار اخیستل يوازې په شيطاني جريان تماميږي.»
چين چې د ایران پر تیلو باندې تکيه کوي او د ایران له شريکانو څخه شمیرل کیږي، اعلان کړی دی چې د امريکا او اسرائيل د بريدونو په ځواب کې پر ګاونډيانو د بريدونو د ایران له تګلارې سره موافق نه دی. 
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي، تر دې دمخه د نښتو د ژر تر ژره ختمولو غوښتنه کړې وه او ويلي یې وو چې دا جګړه «اصلاً بايد نه وای پېل شوې.» چين په څو ځلي د اوربند غوښتنه کړې ځکه چې د جګړې دوام د نفتو د تامين نړيوالې لارې له خنډونو سره مخامخ کړي دي. 
ولسمشر ترمپ، د چين په څېر هېوادونو څخه غوښتي چې د هرمز تنګي د پرانيستو او ساتنې له پاره دې خپل پوځيان وليږدوي. 
په پام کې وه چې ترمپ، په اپريل میاشت کې پيکنګ ته سفر وکړي خو دا سفر یې جګړې ته د رسېدګي په موخه ځنډولی دی. 
نه يوازې چين بلکې نورو هغو هېوادونو چې ترمپ، ورڅخه د هرمز تنګي په محافظت کې د ګډون غوښتنه کړې وه، د ترمپ د دغه غوښتنې د منلو په موخه هیڅ اشاره نه ده ښوولې. د دې پرځای چين په سيمه کې خپل يو ځانګړی استازی ګمارلی دی څو د ترینګلتيا د راکمولو هڅه وکړي. 

 

https://p.dw.com/p/5AvRh
د د ایران جګړه؛ د نړۍ اقتصاد له «ستر ګواښ» سره مخامخ دی له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۳, دوشنبه

د ایران جګړه؛ د نړۍ اقتصاد له «ستر ګواښ» سره مخامخ دی

د انرژۍ د نړيوال آژانس مشر فاتح بیرول، خبرداری ورکړی دی چې د هرمز تنګي بحران کيدای شي د ۱۹۷۰مې لسیزې د نفتو له بحران څخه شديد وي. 

د انرژۍ د نړيوال آژانس مشر فاتح بیرول، د دوشنبې پر سهار خبرداری ورکړ چې د ایران پر وړاندې د امريکا او اسرائيل د جګړې او د هرمز تنګي د تړل کيدو له وجې نړۍ د يوه شديد اقتصادي بحران په درشل کې ده. 

نوموړي په استراليا کې «ملي مطبوعاتي کلب» کې د وينا پر مهال وويل: «نن سبا د نړۍ اقتصاد له يوه ډېر زيات ستر ګواښ سره مخامخ دی او زه تمه لرم چې دا بحران ژر تر ژره حل شي.» 

بیرول، خبرداری ورکړ: «که چېرې وضعيت په همدې شکل دوام پيدا کړي هیڅ هېواد به یې له پايلو په امان کې نه وي. پر دې اساس نړيوالې همغږې شوې هلې ځلې اړينې دي.»

بیرول اوسنی وضعيت د ۱۹۷۰مې لسیزې د نفتو بحرانونو او همدا راز پر اوکراين باندې د روسیې د تهاجم له پايلو سره پرتله کړ او ویې ويل: «دا بحران د تيلو د دوو او ګازو د يوه بحران د ترکيب په اندازه دی.»

د هغه په خبره: «د دې بحران د ختمولو تر ټولو مهمه لاره د هرمز تنګي پرانيستنه ده.»

https://p.dw.com/p/5Auql
د تهران د ترمپ د ضرب الاجل په ځواب کې د سيمې د بريښنا تاسيسات وګواښل له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۳, دوشنبه

تهران د ترمپ د ضرب الاجل په ځواب کې د سيمې د بريښنا تاسيسات وګواښل

ايران خبرداری ورکړی دی چې که د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د ایران د بریښنا پر دستګاوو د بمبارۍ ګواښ عملي کړي تهران به د اسرائيل او خليج فارس د سيمې د بريښنا تاسیسات په نخښه کړي.
 
ترمپ، د شنبې پر سهار د هرمز تنګي د بیرته پرانیستلو له پاره د ۴۸ ساعتونو مهلت ورکړی وو که نه نو د ایران د بریښنا دستګاوې به هدف وګرځي. د امريکا له لوري ټاکل شوی دا مهلت دوشنبه نیمه شپه پای ته رسيږي.

تهران په هغه اعلاميه کې چې د دولتي تلویزيون له لارې نشر شوې ده، دا مهلت پر ګاونډيو هېوادونو باندې خپلو بريدونو ته د دوام د ورکړې په توګه توجيه کړ. 

د ایران جګړه: تهران د ټرمپ د هرمز ګواښونو ته د ځواب ورکولو ژمنه کړې

د ایران په دې بيانیه کې راغلي: «که چیرې د بريښنا دستګاوې هدف وګرځي، ایران به د اشغالګر رژيم د بريښنا پر دستګاوو او هغو دستګاوو باندې چې د امريکايي اډو بريښنا تامینوي او همدا راز پر هغو اقتصادي، صنعتي او د انرژۍ زيربناوو باندې بريدونه وکړي چې امريکا پکې ونډه لري.»

په اعلاميه کې ټینګار شوی دی: «هیڅ شک بايد نه اوسي چې دا کار به ترسره شي.»

د ایران ګواښ يوازې د سيمې انرژي په نظر کې نه نيسي بلکې د څښلو اوبه ته هم ګواښ پيښوي ځکه د انرژۍ د دستګاوو څخه اضافي انرژي د څښلو اوبو د تامين له پاره کارول کيږي.

https://p.dw.com/p/5AuUP
د د اسرائيل پوځ ويلي پر تهران یې تازه بريدونه کړي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۳, دوشنبه

د اسرائيل پوځ ويلي پر تهران یې تازه بريدونه کړي

د اسرائيل پوځ د دوشنبې پر سهار ويلي دي چې «د بريدونو د پراخې څپې په پیلولو سره په تهران کې د ایران د ترهګر رژيم زيربناوې په نخښه کوي.»

د فيبرورۍ پر ۲۸مه نيټه پر ایران باندې د اسرائيل او امريکا د بريد له پېل راهېسې د اسرائيل پوځ کابو هر سهار پر ایران د تازه بریدونو د ترسره کولو خبرونه ورکوي. 

د ایراني رسنيو په حواله د دوشنبې سهار وختي په تهران کې د چاودنې غږونه اوريدل شوي دي. 

د «مهر» په نامه سيمه ایزې رسنۍ د تليګرام له لارې ويلي: «په تهران کې چاودنې واورېدل شوې.» دا په داسې حال کې ده چې د فارس نيوز خبري آژانس بيا ويلي دي چې هوايي بريدونو د پلازمينې تهران پنځه سيمې هدف ګرځولي او دا چې «د چاودنو ناوړه غږونه اوریدل شوي دي.» 

 

https://p.dw.com/p/5AuEU
د نورو پستونو ښودل
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.