يوه مسلمانه سوک وهونکې د حجاب اغوستلو لپاره مبارزه کوي | آلمان او نړۍ | DW | 27.09.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

يوه مسلمانه سوک وهونکې د حجاب اغوستلو لپاره مبارزه کوي

د آلمان پلازمېنه برلين کې مېشته زينه نصار ډېره مبارزه ده او ډېرې سپورټي لاسته راوړنې هم لري. خو هغه په سوک وهنه کې هم غواړي چې پوړنی په سر کړي. هغه له دې کبله د ورته چانسونو اتله هم بلل کيږي.

نن سبا دغه ۲۱ کلنه ښځه چې ښځينه سوک وهنه يې د پېغلوټې په صفت د آنلاين ويډيوګانو په ليدلو سره پېژندلې وه، د اماتور يا شوقي سوک وهنې د کم وزن آلمانۍ اتله ده چې په المپيک لوبو کې د ځلېدو خوبونه هم ويني. دغه مقام ته رسېدل له هغې څخه ډېر همت او هوډ وغوښت. دغه خبره نصار د فرانسې خبري اژانس ته په داسې حال کې وکړه چې په يوه کافې يې د يخو يوه قهوه د برلين په کرويڅبېرګ ناحيه کې څښله. دا هغه ځای دی چې دا پکې رالويه شوې ده. له تريننګ څخه په يوه دمه کې هغې دا هم وويل چې «ما بايد تقريبا دوه برابره زيات زحمت ايستلی وای، ځکه چې نه يوازې دا چې يوه ښځه يم چې سوک وهنه کوي، بلکې زه پوړنی هم په سروم.»

د المپيک خوبونه

خو هغه خاندي او وايي چې «په پای کې يې لا زياته پياوړې کړې يم». دا په داسې حال کې ده چې هغه په ځوانانو کې ډېر مينه وال لري او څېره يې د اينستاګرام د لارې ډېرو خلکو پېژندلې ده. هغې په ګلانو پوښل شوی يو ټيکری په سر کړی چې د لمر عينکې يې برسېره ورباندې ايښې دي. دغه ځوانه مسلمانه ښځه په موسکا سره وايي چې راتلونکی کال د توکيو المپيک او بيا په ۲۰۲۴ کال کې د پاريس لوبې «زما لوی خيال او زما لوی هدف» دي.

Berlin - Boxerin Zeina Nassar in der TSC-Boxhalle (picture-alliance/dpa/A. I. Bänsch)

زينه نصار

دغه خوب او خيال يوازې په فبرورۍ مياشت کې عملي بڼه ونيوله کله چې د بوکسينګ نړيوالې ټولنې په خپلو مقرراتو کې بدلون راوست او مسلمانو سوک وهونکو ته يې اجازه ورکړه چې حجاب واغوندي او د سيالۍ پر مهال خپل بدن هم پټ کړي.  

AFP/NS/NZ

اعلان