1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند او ایران د چابهار پر اوږدمهاله مدیریت توافق کوي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۴, دوشنبه

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ وویل چې هیواد یې تمه لري چې له ایران سره د چابهار بندر د اوږدمهاله مدیریت پر سر توافق وکړي. د هند د انتقالاتو وزیر په همدې موخه ایران ته روان دی.

https://p.dw.com/p/4fmNa
Iran Chabahar Hafen
انځور: Fatemeh Bahrami/AA/picture alliance

هندوستان له کلونو راهیسې له اومان سره په ګډه د ایران پر چابهار بندر باندې کار کوي. هدف یې دا دي چې د دې بندر له طریقه پرته له دې چې د پاکستان له کراچۍ او یا هم ګوادر بندرونو څخه تیر شي ایران، افغانستان او مرکزي اسیا هیوادونو ته ورسیږي.

خو پر ایران باندې د امریکا متحده ایالاتو بندیزونو د دغه بندر د جوړولو او پراختیا چارې ستونزمنې کړې دي. د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر، په ممبیې که خبریالانو ته ویلي دي: «هغه وخت او تر هغه وروسته چې یو اوږد مهاله توافق رامنځ ته شو، بیا به نو په دې بندر کې د لویو پانګونو له پاره لاره هواره شي.»

په دې اړه زموږ له ارشیف څخه: ایران او طالب پلاوي پنځه اقتصادي هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د هغه په خبره د هندوستان د انتقالاتو وزیر سربنندا سونووال، ایران ته سفر کوي. سونووال ته یوې نزدې سرچینې ویلي دي چې هغه به په دې سفر کې دغه مهم سند لاسلیک کړي او په دې ترتیب سره به هندوستان دغه بندر د اوږدې مودې له پاره اجاره کړي.

د تورخم لارې بندیدل او د سوداګرو ستونزې

د «Economic Times» رسنۍ په حواله له دې سره به نو هندوستان د لسو کلونو له پاره د بندر د یوې برخې مدیریت په لاس کې واخلي. دې رسنې دغه خبره د داسې سرچینو په حواله کړې ده چې نوم یې نه دی اخیستل شوی.

آژانسونه / م.س