1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هندي چارواکي په پنجاب کې د پرله پسې چاودنو په اړه پلټنه کوي

گل غوټۍ پوپل | فرانسوی خبري آژانس، اسوشتیدپرس، رویترز
۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۶, چهارشنبه

د یو څو ساعتونو په واټن دوې چاودنې د سه شنبې په ماښام د هند په شمال د پنجاب ایالت په دوو ښارونو کې له پوځي کمپلکسونو بهر رامنځته سوې. رپوټ ورکول سوی چې له هغو څخه د یوې چاودنې مسؤلیت د خالصتان ډلې پرغاړه اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/5DM4C
د هند په جلندر کې ښار کې له چاودنې وروسته ویجاړۍ
لومړۍ چاودنه د جلندر په ښار کې د سرحدي امنیت د ځواکونو له یوه کمپلکسونوڅخه بهر رامنځته سوه.انځور: ANI/IMAGO

دغه پیښې چې لا د پلټنې په حال کې دي، ځاني تلفات یې نه درلودل، خو چارواکي په دغه سرحدي ایالت کې د تیارسي په حال کې دي.

په جلندر کې چاودنه

د هندي خبري آژانس (پي ټي آی) په حواله ، لومړۍ چاودنه په سیمه ایز وخت د ماښام شاوخوا اته بجې د پنجاب ایالت د جلندر په ښار کې د سرحدي امنیت د ځواکونو له یوه کمپلکسونوڅخه بهر رامنځته سوه.

یوې امنیتي کمرې دغه پیښه او له هغې څخه راپورته سوی لوگی ثبت کړی دی، په داسي حال کې چې یو سړی د تیښتې پرمهال لیدل کیږي. دغې چاودنې یو موټرسایکل تخریب کړی، یوه نیژدې دوکان او یوې ترافیکي اشارې ته یې زیان رسولی دی.

د جلندر د پولیسو کمیشنر، دهنپریت کاور، خبریالانو ته ویلي دي چې دروازې ته نیژدې یوه پارک سوي سکوتر اور اخیستی دی.

ویل سوي، هغه کس چې د تیښتې پرمهال لیدل کیږي، خپل سکوتر یې د اورلگیدو پرحال ولید او پس له هغه یې دغه موضوع خپل پلار ته رسولې ده. چارواکو ویلي دي چې هغه به په پلټنو کې په بشپړ توگه همکاري وکړي.

رپوټ: د خالصتان ډلې مسؤلیت پرغاړه اخیستی دی

د «ټایمز آف اینډیا» ورځپاڼې د پنجاب د پولیسو د یوه لوړپوري افسر په حواله رپوټ ورکړی دی چې د « خالصتان د آزادۍ بخښونکي پوځ» ډلې د دغې چاودنې مسؤلیت پرغاړه اخیستی دی.

 دغه ډله په پنجاب کې د سیک د وسله والو بیلتون غوښتونکو سازمان دی چې ویل کیږي له هند څخه بهر، لکه په کاناډا او پاکستان کې هم ملاتړي لري. د هند د کورنیو چارو وزارت دغه ډله د ترهگرو سازمانونو په لیست کې راوستلې ده.

سره له دې هم چارواکو ویلي دي چې لا هم وختی دی چې معلومه سي د اورلگیدنې له امله چاودنه تصادفي وه او که تنظیم سوی برید و، او د ټولو امکاناتو ارزول ادامه لري.

په ۱۹۸۰ م او ۱۹۹۰ لسیزو کې د سیکانو د یوه خپلواک هیواد د جوړولو له پاره، د خالصتان غورځنگ یو بغاوت د لسونو زرو کسانو د وژل کیدو سبب سو. وروستۍ چاودنې او خالصتان ته اشاره، په پنجاب کې د تاوتریخوالي، بلواوو او خپلسرو وژنو د وخت یادونه کوي.

هند، امرتسر ۲۰۲۶ کال؛ جنايی پلټونکي یوه پوځي کمپ ته نیژدې د چاودنې په ځای کې پلټنه کوي
هند، امرتسر ۲۰۲۶ کال؛ جنايی پلټونکي یوه پوځي کمپ ته نیژدې د چاودنې په ځای کې پلټنه کويانځور: Narinder Nanu/AFP

په امرتسر کې چاودنه

د جلندر له پیښې څو ساعته وروسته، په امرتسر ښار کې چارواکو له یوه اردو کمپ څخه بهر د یوه لوړ ږغ له اوریدو څخه خبر ورکړ.

د هند رسنیو د پولیسو د یوه لوړپوړي چارواکي له خولې رپوټ ورکړی دی چې  فلزي پاڼو ته ورته ټوټې د چاودنې د ځای د محوطې په دیوال کې پیدا سوي دي.

د پولیسو لوړپوړي چارواکي سوهیل قاسم میر، ویلي دي چې دغه موضوع ښيی چې امکان لري کوم چا به دغه چاودونکي توکي د دیوال پر خوا وراچولي وي چې د چاودنې سبب سوی دي.

چارواکو لا په دې اړه چې آیا دغه دواړه پیښې یو له بل سره تړاو لري، کوم نظر نه دی څرگند کړی.

پنجاب ولې په حساس وضعیت کې دی؟

دغه دوې چاودنې د نوموړي ایالت په یوه بل ښار کې د چاودنې له پاره تر یوې هڅې یوازې څو ورځې وروسته رامنځته سوې دي. د اپریل پر ۲۷ مه، په افراطیت شکمن یوه کس د پاتیاله په ښار کې پر پټلۍ باندې د چاودنې له پاره د هڅې پر وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ.

پولیسو څلور تنه چې ادعا کیږي له پاکستان سره په تړاو د یوې بیلتون غوښتونکي ډلې غړي وو، د دغې پیښې په تړاو نیولي دي.

د پنجاب ایالت د اپوزیسیون مشر سوخ‌بییر سینگ بادال، په دغه ایالت کې د امنیتي ضعف له امله پر اعلی وزیر باندي انتقاد کړی دی.

هغه د ایکس پر ټولنیزې شبکې لیکلي دي:«په لسو ورځو کې درې چاودنې، په یوه ورځ کې دوې چاودنې. د استخباراتي ناکامیو دوام او د نظم او قانون سقوط، د ډیرې اندیښنې وړ موضوعگانې دي.»

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.