1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نديم امیري: «فکر مې نه کاوه چې په نړيوال جام کې به واوسم»

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله دري
۱۴۰۵ تیر ۲, سه‌شنبه

آلمانی - افغان لوبغاړی، ندیم امیري د ۲۰۲۶ م کال په نړیوال جام کې د آلمان د ملي لوبډلې له مهمو غړيو څخه پر يوه بدل سوی. د لوبډلې مشر، یولیان ناگلزمن وايي چې امیري کولای سي په حساسو شیبو کې ټیم ته تازه انرژي وروبخښي.

https://p.dw.com/p/5Fuxv
۲۰۲۶ م کال نړیوال جام؛ ندیم امیري د عاج د ساحل د ټیم په وړاندي د آلمان له یو پر ۲ بري وروسته خوشحالي کوي
ندیم امیري د ۲۰۲۶ م کال په نړیوال جام کې په خپل لومړني حضور سره د یوه گول په کولو کې مهم نقش ولوباوه.انځور: Markus Ulmer/Ulmer/Teamfoto/IMAGO

ندیم امیري څوارلس کاله مخکې د هوفنهایم د تنکیو ځوانانو له تیم سره یو ځای سو او د یولیان ناگلزمن په نوم ځوان روزونکي تر نظر لاندې یې تمرین کاوه. دغه دواړه اوس په نړیوال جام کې  په امریکا متحده ایالاتو، کاناډا او مکسیکو کې د آلمان استازي دي؛ ناگلزمن د روزونکي او ندیم امیري د لوبغاړي په توگه.

امیري وویل: «کله چې له ځوانۍ څخه له خپل روزونکي سره آشنا یې او اوږده اړیکه لرې، نو دا تل یوه ځانگړې اړیکه ده.»

امیري له نوموړي پخواني او اوسني روزونکي سره د خپلې اړیکې په هکله وویل: «ډیرې ښې شیبې مو یو له بل سره تجربه کړې او دا کار پر موږ اغیز کړی. ښې اړیکې لرو او هغه تل زما سره په تماس کې و، حتی کله چې زما روزونکی نه و. یولیان ته ډیر درناوی لرم او له هغه څخه منندویه یم.»

په نړیوال جام کې یوازې له دوهمې لوبې وروسته لا، ناگلزمن هم کولای سي له امیري څخه مننه وکړي؛ ځکه دغه لوبغاړي په دقیق ډول په داسې یوه وخت کې هغه څه وړاندې کړل چې ټیم ورته اړتیا لرله. د هغه پاس دقیق و چې د دوشنبې په ورځ یې په تورنتو کې د دنیس اونداف له خوا مساوي گول وهلو ته زمینه برابره کړه.

امیري وویل: «پوهیدم چې زما وار به راورسیږي.»

هغه د تعویضي لوبغاړي په توگه، د ناگلزمن هیلې په ښه توگه پوره کړې دي.

ناگلزمن د می په پای کې د آلمان د عامه ټلویزیون لومړۍ شبکې (اې‌آرډي) ته ویلي و چې د امیري عاطفي انرژۍ  د آلمان د ملي ټیم له پاره د هغه په انتخاب کې نقش لوبولی دی: «په تیره بیا گرمۍ کې، کله چې لوبه پس له ۷۰ مې دقیقې کمزورې سي، امیری لا کولای سول په خپل مثبت استقامت سره وځلیږي.»

په خټه افغان لوبغاړی؛ له بونديس ليګا د آلمان تر ملي ټيم پورې

اوج ته تر رسیدو پورې اوږده لار

د هغه تر ټولو وروستۍ مسلکي لاس ته راوړنه د ۲۰۲۴ م کال په جنورۍ کې د ماينز کلب ته د هغه ناڅاپي بدلیدل و.

هغه وویل: «ماينز ته تگ زما د ژوند تر ټولو ښه پریکړه وه. هغه وخت مې غوښتل یوازې بیرته خوشحاله اوسم او لوبه وکړم. هیڅکله مې فکر نه کاوه چې دوه کاله وروسته به دلته یم، خو په فوټبال کې هیڅ شی مخکی له مخکې نه سي اټکل کیدای.»

امیري چې اوس د اکوادور په وړاندې لوبې له پاره ځان آماده کوي، زیاتوي:«تل مې پر خپلو وړتیاوو باور درلود او ډیر په خپل ځان ویاړم.» 

امیري د ماينز په کلب کې، د ټیم په ژغورلو کې له مرستې وروسته، په راتلونکي فصل کې د ماينز د وړتیا په لوړولو سره له اروپایي سیالیو سره مرسته وکړه. په وروستي فصل کې، هغه خپله کړنلاره ښه کړه، ډیر ګولونه یې ووهل او ټیم یې د اروپا لیګ کوارټر فاینل ته ورساوه. هغه همدارنگه پدې فصل کې د کلب په فوټبال کې خپلې ټولې د پنالټي ۱۰ ضربې په گولونو تبدیلې کړې، د بونډیس لیګا په یوه لوبه کې د دوو پینالټي په گډون. امیري د ۲۰۲۵م کال په مارچ کې له پنځو کلونو وروسته بیرته د آلمان ملي ټیم ته دعوت سو. هغه وویل چې د ملي ټیم څخه لیري والی دردناک و، خو دې کار هغه مات نه کړ.

کورنۍ؛ ملاتړ کوونکې او د ځواک منبع

امیري څو واره په خپلو بریالیتوبونو کې د کورنۍ د نیژدې کړۍ پر اهمیت ټینگار کړی دی.

هغه د خپل پلار په هکله وویل: «نه سم کولای په هکله یې [پلار مې] په کافي شمیر کې ټکی پيدا کړم، باید په ساعتونو ووایم چې څومره ورڅخه منندویه یم. هغه ماته له هر څه گران دی.»

هغه زیاتوي: «په میدان کې هره شیبه [ زما حضور] د هغوی [کورنۍ] له پاره ده. کله چې مې د گول پاس ورکړ، هغوی د خلکو په منځ کې داسې خوشحالي وکړه، لکه چې هغوی په خپله دغه پاس ورکړی وي. دا د نه باور وړ یوه شیبه وه.»

هغه وویل چې د کورنۍ له ۲۵ غړو څخه یې ۲۰ په سټودیوم کې حاضر وو او له هغوی څخه ډیری یې د اول وار له پاره په میدان کې د هغه ننداره کوونکي وو. امیري زیاته کړه: «دې ته په کتلو سره چې په نړیوال جام کې دا زما لومړنی حضور و، یوه ډیره عالي ورځ وه.»

له افغانستانه تر آلمانه

د امیري والدین په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې په افغانستان کې له جنگونو تېښتې ته مجبور سول او د آلمان په لویدیځ کې د لودویگسهافن په ښار کې میشت سول.

د هغه پلار یو ترانسپورتي شرکت درلود او مور یې ۲۰ کاله د پالنې په یوه مرکز کې کار کاوه ترڅو خپلو اولادونو ته د امنیت او فرصت ژوند برابر کړي.

امیري په ۱۹۹۶ م کال کې وزیږید او پر سړکونو به یې له خپل مشر ورور سره فوټبال کاوه. والدینو به یې هغه د تمرین له پاره ۶۰ کیلومتره لیري د کایزرسلاوترن ښار ته وړه، هغه ځای چې د هغه مسلکي لار پکښې پیل سوه.

هغه وویل: »په سخت وخت کې پوه سوم چې دا تل کورنۍ وي چې زما څنگه ته ولاړه ده.« د ځوانۍ د دورې د لارو له ستونزو څخه بیا په لیورکوزن کې تر ناکامیو او له ملي تیم څخه د نیمې لسیزې لیري والي، امیري وکولای سول پر ننگونو برلاسی سي.

د ۲۰۲۵ م کال په سپټمبر کې، د تعویضي لوبغاړي په توگه د  شمالي آیرلنډ په وړاندې د هغه گول، د لوبې بهیر ته بدلون ورکړ چې دا د آلمان د ملي ټیم له پاره د هغه لومړی گول و. په اوسني نړیوال جام کې هم، د هغه د گول پاس همهغه اغیز درلود.

په داسې حال کې چې دنیس اونداف اوس ډیر د خبرونو سرټکی دی، امیري هم وښودله چې کولای سي ددغه ټیم له پاره پریکړنده نقش ولوبوي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.