1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: طالبان د نوي مقاومت او داعش له ګواښ سره مخامخ دي

۱۴۰۱ خرداد ۱۳, جمعه

د م. م. کارپوهانو ويلي دي چې د افغانستان طالب واکمنان په هيواد کې د کنترول د ټينګولو په ترڅ کې له القاعدې سره نزدې اړيکي پالي او اصلي خطر ورته د داعش ډلې او پخواني افغان ځواکونو د چريکي ډول بريدونو له خوا متوجې دی.

https://p.dw.com/p/4CEnx
Kabul | Militärparade Taliban - US Waffen
انځور: Ali Khara/REUTERS

د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په خپل رپوټ کې دغو کارپوهانو ويلي دي چې د هوا په ښه کیدو سره جګړه زور اخيستلی شي ځکه چې داعش ډله او د مقاومت ځواکونه د طالبانو ضد عمليات کوي.

د کارپوهانو دغي ډلې زياته کړې چې داسې انګیرل کيږي چې نه خو به القاعده او نه هم داعش «تر ۲۰۲۳م کال مخکي پر نړيوالو د بريدونو د زياتولو وړتيا ولري» پرته له دې چې هغوی څه نيت لري او يا دا چې طالبان يې د مخنيوي ګامونه پورته کوي او که نه.

خو ويل شوي چې پر دې سربیره هم د القاعدې شبکې او داعش او «همدا راز پر افغان خاوره د نورو ترهګرو ډلو او جنګیالو شتون» د ګاونډيو هيوادونو او نړيوالې ټولنې اندېښنې زياتې کړي دي.

د پنجشنبې ورځې په دې رپوټ کې پر طالبانو د بندیزونو د څار ډلې ويلي دي چې طالبانو خپل ۴۱ هغه کسان چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په تور ليست کې شامل دي، په کابينه کې د وزيرانو په توګه او په نورو لوړو څوکیو ګومارلي دي او همدا راز یې د هيواد پښتانه ډېر حمايت کړي او د تاجيکو او ازبکو په ګډون یې نور اقليتونه منزوي کړي او له پامه غورځولي دي.

دې کارپوهانو زياته کړې ده چې د طالبانو لومړۍ اندېښنه په داسې حال کې د کنترول ټینګول دي چې «د نړيوالو له خوا په رسميت د پيژندلو او نړيوال مالي سیستم سره د تعامل په هڅه کي دي څو مالي مرسته ترلاسه کړي او په هيواد کې مخ پر زياتيدونکی مالي بحران او بشري بحران ته ځواب وویلې شي.»

د طالبانو ناقصه حکومتولي؟

دغه کارپوهانو په خپل دې رپوټ کې زیاته کړې ده: «واک ته تر رسېدو وروسته يو څه داسې عوامل هم ول چې په دغه ډله کې یې خپل منځي ترنګلتيا رامنځته کړه او دې انګيرنې ته یې زمينه برابره کړه چې د طالبانو حکومتولي له ګډوډۍ ډکه او بې ربطه ده او تګلار یې له مقرراتو څخه د سرغړونو او له خپلو ژمنو د پر شا کيدو نخښې لرلې.«

د رپوټ په حواله له يوه ياغي حرکت څخه پر يوه حکومت د بدليدو د هلو ځلو په ترڅ کې طالبان د منتقي نظر لرونکو او سخت دريځو ترمنځ چې برلاستوب یې ترلاسه کړی دی، ویشل شوي دي او غواړي چې د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کلونو دورې ته چې کلک قوانين یې نافذ کړي ول، ورستانه شي.

تبصره: د طالبانو د خپل منځني اختلاف ګواښ څومره واقعي دی؟

همدا راز زياته شوې ده چې دوی تر نن ورځې د نړيوال مشروعيت او د لوېديځ د مرستو په جلبولو نه دي توانيدلي، علت یې دادی چې د يوه ټولشموله حکومت په جوړولو نه دي بريالي شوي او د ښځو او نجونو حقونه یې محدود کړي دي.

د کارپوهانو په دې رپوټ کې ويل شوي دي: «اصلي او مرکزي ستونزه دا ده چې څرنګه يو حرکت چې اديالوژي یې د انعطاف وړتيا نه لري له یوې داسې ټولنې سره برخورد کولی شي چې په تېر شل کاله کې یې ډېر پرمختګ کړی دی.»

خو پر دې ټولو جدي مسئلو سربیره هم د کارپوهانو ډلې ويلي دي چې طالبان «پر هيواد د کنترول ټینګولو په برخه کې پر ځان متکي بریښي او دې ته «په انتظار دي» چې نړيواله ټولنه به یې بالاخره په رسميت وپيژني.»

د ملګرو ملتونو دې کارپوهانو زياته کړې ده: «دوی اټکل کوي چې حتی که د ډېرو مهمو مسئلو په برخه کې له څه تېر هم نه شي نو نړيواله ټولنه به یې بالاخره د افغانستان د حکومت په توګه په رسميت وپيژني، په ځانګړي توګه په تبعيد کې د يوه حکومت او همدا ډول د يوه ځانګړي داخلي مقاومت د نه شتون له کبله.»

تر اوسه هيڅ هيواد هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژلي او له ښځو او نجونې سره د چلن او د يوه ټولشموله حکومت د نه رامنځته کولو له کبله د نړيوالې ټولنې اندېښنې او غوسه مخ پر زياتيدو ده.

حقاني شبکه او له القاعدې سره اړيکي

د کارپوهانو ډلې ويلي دي چې د حقاني شبکې ډېر ژر د مهمو او کليدي ادارو او وزارتونو کلۍ په لاس کې اخيستې ده چې د کورنيو چارو وزارت، د استخباراتو، پاسپورت او مهاجرت څانګې پکې شامل دي. زياته شوې چې دغه شبکه «اوس د کابل د امنيت په ګډون د ټول افغانستان د امنيت مسئوليت په لاس کې لري.»

د ملګرو ملتونو په دغه رپوټ کې زياته شوې ده: «اوس هم داسې انګیرل کیږي چې حقاني شبکه له القاعدې شبکې سره ژورې او نزدې اړيکي پالي.» او دا چې د طالبانو او القاعدې ترمنځ هم نزدې اړيکي شته. کارپوهانو د افغانستان په ختیځ کې د القاعدې شبکې د مرکزي مشرتابه د شتون په اړه رپوټ ته چې د دې شبکې مشر ايمن الظواهري هم پکې شامل دی، هم اشاره وکړه.

د کارپوهانو په رپوټ کې د يوه هيواد له قوله چې نوم یې نه دی څرګند شوی، ويل شوي دي چې د داعش ډلې ته د ځواب ويلو له پاره طالبانو د ځانګړو ځواکونو درې کنډکه چې «سره کنډکونه« یې بولي، رامنځته کړي دي.

کارپوهانو زياته کړې ده چې د ملي مقاومت جبهې او د افغانستان د آزاۍ جبهې چې له پخوانيو عسکرو او پوليسو جوړه ده، راڅرګنديدل، د دې باعث شوې چې طالبان د هغو خلکو پر وړاندې چې د طالب ضد کړنو د ملاتړ شک ورباندې کيږي، له تاوتريخوالي ډک ګامونه پورته کړي.

په اپريل مياشت کې د مقاومت جبهې له خوا ويل شوي ول چې په بدخشان، بغلان، جوزجان، کندز، تخار، پنجشير او سمنګان ولايت کې یې خپل عمليات ډېر کړي دي.

کارپوهانو ویلي دي چې د افغانستان د آزادۍ جبهې چې په دې وروستیو کې راڅرګنده شوې، هم ادعا کړې چې په بدخشان، کندهار، پروان او سمنګان کې یې د طالبانو پر مرکزونو بريدونه کړي دي.

په دې رپوټ کې زیاته شوې ده: «طالبانو ته به ښايي په يوه وخت له څو مقاومتونو سره مقابله سخته وي.»

ب. ص/ ن. ز (AP)