1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لیونل میسي په ۲۱ میاشتو حبس محکوم شو

آژانسونه/ م.ج.۱۳۹۵ تیر ۱۶, چهارشنبه

د بارسولونا فوټبال کلپ ستوری لیونل میسي، او پلاریې د مالیاتي تقلبونو په تور په ۲۱ میاشتو زندان محکوم شول. یوې هسپانیاوي محکمې همداراز هغوی دواړه د نقدې جریمې په ورکولو هم محکوم کړي دي.

https://p.dw.com/p/1JK5b
Lionel Messi Barcelona Spanien
انځور: picture-alliance/dpa/Q.Garcia

یوې هسپانیاوي محکمې د چهارشنبې په ورځ د بارسیلونا کلپ مشهوره لوبغاړی لیونل میسي، او د هغه پلار د درې مورده مالیاتي تقلبونو په جرم په ۲۱ میاشتو زندان محکوم کړل. محکمې وویل چې هغوی کولای شي په ستره محکمه کې د استیناف غوښتنه وکړی.

محکمې په خپله اعلامیه کې روښانه کړې ده چې میسي او پلار یې خورخه اوراسیون میسي، د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ له مالیاتو څخه د تیښتې په موخه په بلیز کې له شرکتونو څخه ګټه اخیستې ده.

څیړنې د هغوی ۴،۱۶ میلیونو ډالرو په اړه دي چې میسي په دغه موده کې د خپلو انځورونو له کبله ترلاسه کړې وې.

خو د هسپانیا د قوانینو له مخې تر دوو کلونو کم حبس کیدای شي چې د تعلیقي حبس په توګه اجرا شي. دا په دې معنی چې لیونل میسي او پلار یې کیدای شي په قوي احتمال زندان ته ولاړ نه شي.

محکمې همداراز حکم کړی دی چې میسي دوه میلیونه یورو او پلار یې یو نیم میلیونه یورو نقدي جریمې ورکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب