1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لیونل میسی پر ضد نوي مالي تورونه

۱۳۹۵ فروردین ۱۹, پنجشنبه

د پانامه پاڼو په نامه رسوا سوي مالي اسنادو یو وار بیا د لیونل میسی لمن ونیوله. دی په دې تورن دی چي هڅه یې کړې لږه مالیه ورکړي. خو میسی بیا دغه ډول تورونه ردوي او وايي چي هیڅ ډول غلط کار یې نه دی کړی.

https://p.dw.com/p/1IRGy
انځور: GettyImages/AFP/Y. Cortez

لیونل میسي تیر کال د هسپانیا په یوې محکمه کي وویل: «هغه څه چي زه ورباندي لاسليک کوم، لولم يې نه. کله چي مي پلار راته ووايي چي لاسليک پر وکړه، نو زه په پټو سترګو ورباندي لاسليک کوم.»

په نوموړې محکمه کي دی په دې تورن سوی وو چي د څلور اشاریه یو میلیون یورو د مالیاتو د ورکولو څخه یې سرغړونه کړې ده.

په دې ډول نو داسي ښکاري چي فرانس بیکن باور، د فوټبال یوازینی اتل نه دی چي په پټو سترگو امضا کول يې خپل عادت کړی. بکن باور هم ورته ډول خبري کړي وې. نوموړی د آلمان له خوا د ۲۰۰۶ کال د فټ بال د نړیوال جام مديريت په غاړه درلود.

که څه هم میسي او بکن باور دواړه د فساد په اړه ځانونه بې خبره بولي خو بیا هم ښايي دا ستراتيژي د ميسي سره مرسته ونه کړي.

یو تش په نوم شرکت، ۵۰ سلنه په میسي پورې اړه لري

د پانامه اسنادو په نامه رسوا سوي اسناد، د نړۍ د فوټبال ستوری لیونل میسي، له سختو تورونو سره مخامخ کړی دی.

د «زود دویچه څایتونگ» په نامه آلمانۍ ورځپانې د دوشنبې په ورځ د نامتو کسانو ځینې مالي او مالیاتي رپوټونه خپاره کړل. د ټولو په منځ کي نوموړې ورځپاڼه د «میگا ستار انترپرایز» په نامه یوې تظاهري ناپیژندل سوي کمپنۍ ته اشاره کوي.

د دغو اسنادو پر بڼسټ لینول میسي ۵۰ په سلو کي د دغې کمپنۍ مالک دی او په عین حال کي د «موسفون» یا «موساک فونسیکا» په نامه مشکوکې کمپنۍ سره هم اړیکې لري. د «زود دویچه څایتونگ» د رپوټونو پر اساس د موسفون کمپنۍ د هغو شلو کمپنیو سره مرسته کړې چي د فوټبال د نړۍ په نامتو ستورو پورې اړه لري.

دغه مرسته په دې ډول وه چي د فوټبال یو لوبغاړی د خپل تصویر حقوق، د مالیاتو پرته یوې سیمه کي پر یوې تظاهري کمپنۍ پلوري. دغه کمپنۍ بیا وروسته نوموړي حقوق پر هغو سپانسرانو پلوري چي غواړي د دغه لوبغاړي د تصویر څخه د خپلو تبلیغاتو له پاره گټه واخلي. په نتیجه کي د لوبغاړي، کمپنۍ او رانیونکي ترمنځ دغه ټوله پروسه پرته د مالیاتو له ورکولو څخه تر سره کیږي.

په کال کي ۶۵ میلیونه یورو عاید

پر دې ټولو سربیره ښایي دا پوښتنه رامنځته سي چي ولې د میسي په شان یو کس به په دغه ډول یوه کار لاس پورې کوي. د فرانسې د فوټبال په نامه یوې مجلې محاسبه کړې چي میسي د بارسلونا فټبال ټيم د غړي په توګه، د اعلانونو له پاره او د انځورونو د حقوقو د خرڅولو د لارې، د کاله ۶۵ میلیونه یورو عاید لري.

خو داسې ښکاري چي میسي دا نه احساسوي چي خپل د عاید د هرسینت له پاره باید مالیه ورکړي. له همدې کبله ویل کیږي چې د هغه پلار او مدیر جورج هوراکیو، بیلابیلې معاملې طرحه کړي او عملي کړي تر څو د مالیاتو له ورکولو څخه وتښتي.

خو د دوشنبه په ورځ د میسی کورنۍ د یوې وینا په خپرولو سره په دې اړه هر ډول تورونه رد کړل.

میسي به په هغه محکمه چي د می د میاشتی پر ۳۱ مه نیټه جوړیږي د ۴،۱ میلیونه یورو مالیاتو په اړه، تورونو سره مخامخ سي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب