لسګونه مهاجر له ترکیې څخه یونان ته رسیدلي دي
د یوناني چارواکو په حواله دا پناه غوښتونکی په هغه کوچني ټاپو کی موندل سوي چې په یونان پوري اړه لري. وروسته بیا هغوی امن ځایونو ته انتقال سوي دي. د یونان حکومت له ګاونډیو هیوادونو غوښتي چې له نورو غیرقانوني مهاجرتونو څخه مخنیوی وکړي.
آلمان: کمپ کې د اورلګېدنې له کبله يو مهاجر مړ او ۸ ټپيان شوي
د رسنیو د رپوټونو له مخې د نوموړي رود د ترکیې په خوا کې په سلونو انسانان د داسي فرصت انتظار باسي چې اروپایی ټولنی ته راداخل سي. یونان د پنجشنبه په ورځ هم ۱۳۸ پناه غوښتونکي ومنل چې د سيند په یوه کوچني ټاپو کې بند پاته ول. د یوناني سرحدي ساتونکو په حواله، ترکي چارواکو دغو کسانو ته د تګ زمینه برابره کړې ده.
په آلمان کي د بې سرپرسته مهاجر ځوانانو شمېر زيات سوی
د یونان حکومت غواړي د مهاجرتونو له امله ددغه هیواد شمال ختیځ سرحد تقریباً په بشپړ توګه وتړي. په اوس وخت کې د ايوروس سيند په اوږدو کی ۳۵ کیلومتره سرحدي دیوال ۸۰ کیلومتره ته اوږد کړای سوی دی. سرحدي ساتونکو تیرکال د خپلو معلوماتو له مخې د نوموړي رود له لاري د ۲۵۰ زره غیرقانوني پناه غوښتونکو مخه نیولې ده. ډیری دغه پناه غوښتونکي له کړکیچڼو هیوادونو لکه افغانستان ، سوریې او پاکستان څخه راغلي ول.
GP/BS/AG