1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: له آلمانه د افغانانو په اخراج کې همکارۍ ته چمتو يو

۱۴۰۳ خرداد ۱۸, جمعه

له آلمان څخه د مجرمو او خطر پېښوونکو افغان مهاجرو د اخراج په اړه بحثونو ته په کتو سره طالبانو له آلمان سره په دې برخه کې همکارۍ ته چمتووالی ښوولی دی.

https://p.dw.com/p/4gmUo
طالبان وايي له آلمانه د افغانانو د اخراج په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي
طالبان وايي له آلمانه د افغانانو د اخراج په برخه کې همکارۍ ته چمتو ديانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د آلمان خبري آژانس «ډي پي اې» په حواله د طالبانو ادارې د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي، په دې تړاو څرګندونې کړي دي.

نوموړي د جمعې په ورځ د ايکس شبکې په يوه پوست کې ويلي: «د افغانستان اسلامي امارت له آلماني چارواکو غوښتنه کوي چې دا معامله د دود قونسلي اړيکو او د دوه اړخیز توافق پر اساس ولاړ يوه مناسب ميکانیزم په چوکاټ کې حل کړي.»

د آلمان په منهايم ښار کې د چړې تر يوه برید وروسته د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، وويل چې افغانستان او سوریې ته د سترو جرمونو ترسره کوونکو د اخراج ملاتړ کوي.

د منهایم د تېرې اوونۍ د جمعې ورځې په پېښه کې یو افغان د اسلام منتقد «پکس اروپا» پر یوه غونډه د چړې حمله وکړه چې د یو پولیس په ګډون يې څو تنه ټپیان کړل. ټپي شوي پولیس وروسته په روغتون کې ساه ورکړه چې نفرت او غوسه یې را وپاروله او له آلمانه د هغو مهاجرو د اخراج په تړاو یې بحثونه رامنځته کړل چې درانه جرمونه کوي.

د آلمان د کورنيو چارو وزيرې نانسي فېزر، هم په دې منځ کې ويلي دي چې دمګړۍ په دې اړه امکانات ارزوي.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو راهېسې آلمان دغه هېواد ته د رد شويو پناه غوښتونکو اخراج درولی دی.

د افغانانو د اخراج مخالفت

کارپوهانو له طالبانو سره چې تر اوسه د نړۍ يوه هېواد هم په رسميت نه دي پيژندلي، له دې ډول خبرو اترو په تړاو خبرداری ورکړی دی.

د افغانستان د چارو شنونکی توماس روټيک، په دې آند دی چې طالبان له دې اخراجونو په دې توګه ګټه پورته کولی شي چې دا د لوېديځ هېوادونو سره د همکارۍ د يوې لارې په توګه وکاروي.

م.م پاکستان ته: د افغان کډوالو د اخراج لړۍ بنده کړئ

د آلمان د زرغون ګوند استازي هم د افغانانو اخراج او همدا شان له طالبانو سره دا ډول همکاري ردوي او يا هم ورته د شک په سترګه ګوري.

د آلمان حکومت همدا راز د افغانستان د ګاونډي هېوادونو له لارې د افغانانو پر اخراج هم غور کوي. خو طالبانو دا امکان په کله رد کړی دی. د بهرنيو چارو وزارت ویاند په خپلو څرګندونو کې پر دې ټینګار کړی دی چې دريمګري هېواد ته [د افغانانو] ليږدول د رايجو کنوانسيونو څخه سرغړونه ده.

د آلمان د حکومت د بشري حقونو د سياست د برخې ځانګړې استازې لويزه امتسبیرګ، چې د زرغون ګوند سره تړاو لري، هم د اخراجونو په موضوع کې له طالبانو سره د همکارۍ په اړه خبرداری ورکړی دی.

نوموړي د جمعې په ورځ د «تاڅ» ورځپاڼې ته وويل: «طالبانو په ۲۰۲۱م کال په افغانستان کې داسې يو رژيم رامنځته کړی دی چې بشري حقونه له پامه غورځوي، چې په ځانګړي توګه ښځې او ماشومان یې له امله رنج ويني.»

نوموړې زياته کړه چې هلته د قانون حاکميت نشته او بشري وضعيت همداسې حساس پاته دی.

دې سياستوالې ټینګار وکړ: «افغانستان ته هر ډول اخراج او ليږدونه د دې ترهګریز رژيم سره همکارۍ ته اړتيا لري او په دې توګه په اصطلاح د طالبانو په رسميت پيژندنې ته.» امتسبيرګ ټينګار وکړ چې د هغې له نظره به دا يوه ستره «تيروتنه» وي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, kna)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب