1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د ټولو نجونو او هلکانو ښوونځي پرانیزي

۱۴۰۱ فروردین ۲, سه‌شنبه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت معارف وزارت اعلان وکړ چې سر له چهارشنبې ورځې به د هیواد په ټولو ښوونځيو کې درسونه پیل شي. د نجونو له پاره د ښوونځيو شرایط څه ډول دي؟

https://p.dw.com/p/48q4a
Afghanistan Mädchen und Frauen wollen unbedingt wieder zum Unterricht
انځور: ZOHRA BENSEMRA/REUTERS

دا لومړی ځل دی چې طالبان په افغانستان کې قدرت ته تر رسیدلو وروسته هغو نجونو ته ښوونځي ته د تلو اجازه ورکوي چې د شپږم ټولګي څخه په پورته صنفونو کې زده کړې کوي، خو د ټاکلو مقرراتو له مخې.

د افغانستان د معارف وزارت ویاند، عزیز احمد رویان، د آلمان خبري آژانس (dpa) ته وویل له ۱۲ کالو ډير عمر درلودونکو نجونو او ښځینه ښوونکو له پاره باید په ښوونځيو کې ځانکړي ترتيبات برابر کړل شي.

هغه وویل چې په دغو مقرراتو کې «د ښوونځيو جلا ساختمانونه، د حجاب رعایت او ښځينه ښوونکو له خوا تدریس» شامل دي.

رویان زیاته کړه، په هغو سیمو کې چې د ښوونځيو د ساختمانونو د کمښت له مخې د هلکانو او نجونو بیلول ممکن نه وي، هلته به د هلکانو او نجونو د تدریس وختونه جلا کيږي.

تیره اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوتریش، د طالبان له دغې طرحې هرکلی وکړ چې په نوي تعليمي کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازوې پرانیزي.

طالبانو وروسته تر پراخو ملي او نړیوالو فشارونو ژمنه وکړه چې دوی په نوي تعلیمي کال کې د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانیزي.

ګوتریش پر خپل تویتر کې لیکلي وو: «زه د طالبانو له خوا د مارچ میاشتې په ۲۲ نیټه د نجونو او هلکانو د ښوونځیو د پرانیستلو طرحې چې اوس باید تصویب او عملي شي، هرکلی کوم.»

طالبان تر شل کاله جګړې وروسته د ۲۰۲۱م کال په اګست کې بیا واک ته ورسیدل. تر هغه وروسته نجونو یوازې تر ابتدائېه کچې پورې اجازه درلوده چې ښوونځيو ته ولاړې شي. یوازې د افغانستان په محدود شمیر ولایتونو کې نجونو کولای شول چې منځنيو ښوونځیو او لیسو ته ولاړې شي. خو د پلازمېنې کابل په ګډون په اکثرو ولایتونو کې نجونې پر کورونو ناستې او له تعلیم څخه محرومې وې.

د تیرکال په اګست کې له افغانستان څخه د ټولو نړیوالو ځواکونو له وتلو سره سم د افغانستان پخوانی حکومت چې لويديځ یې ملاتړ کاوه، هم ړنګ شو او طالبان پر افغانستان واکمن شول.

طالبانو له هغه وخت راوروسته د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو په ورځنې ژوند کې پراخ محدودیتونه وضع کړل چې د هغو له ډلې یو هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل وو.