1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: تر دې وروسته به وسله وال ښوونځیو ته نه ننوځي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۷, چهارشنبه

د طالبانو د پوهنې وزارت پریکړه کړې ده چې تردې وروسته به طالب وسله وال ښوونځیو او پوهنیزو بنسټونو ته د ننوتلو اجازه ونه لري. د چارو یوشمېر کتونکي د طالبانو له دې پریکړې په دې شرط هرکلی کوي چې په سمه توګه تطبیق شي.

https://p.dw.com/p/4AVZ7
Afghanistan Student Aufnahmeprüfung
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د سلطان غیاث الدین لیسه - د آرشیف انځورانځور: DW

د طالبانو د پوهنې وزارت وايي چې په دې اړه يې د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو، استخباراتو عمومي ریاست او امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ته مکتوبونه لېږلي دي.

د دغه وزارت ویاند دویچه ویله ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې لیکلي: «د اړوند وزارتونو وسله وال کسان باید تعلیمي مراکزو او ښوونځیو ته داخل نه شي، که چېرې د داخلېدو ضرورت ؤ، د اړوند ارګان او د پوهنې وزارت د اجازې رسمي مکتوبونه باید له ځان سره ولري.»

د چارو یوشمېر کتونکي د طالبانو له دې پریکړې په دې شرط هرکلی کوي چې په سمه توګه تطبیق شي.

د پوځي موخو له پاره د ښوونځیو کارولو دود

د کتونکو په باور په تېرو څو لسیزو کې ډېر وختونه ښوونځي د پوځي موخو له پاره کارول شوي دي.

آیا طالبان په هره ولسوالي کې لس مدرسې جوړوي؟

په کابل کې لیکوال او د بشري حقونو یوه فعال شمس الحق حیران دویچه ویله ته وویل، ښوونځي او تعلیمي مرکزونه ملکي تاسیسات دي، چې هلته د وسله والو کسانو ننوتل د زده کونکو پر روحیه منفي اغیز کوي.

د حیران په وینا په دې وروستیو کې ښوونځیو ته له وسلو سره ننوتل په یوه معمول اوښتی چې تمه شته نوې پریکړه به ددې چارې مخنیوی وکړي: «له بده مرغه تراوسه په ځلونو د داسې پېښو شاهدان یو چې په افغانستان کې له وسلو سره ښوونځیو ته د وسله والو د ننوتلو او یا د ښوونځیو له چاپیریال څخه د وسله والو موخو له پاره د ګټې اخېستنې له کبله ښوونکو او زده کونکو ته په وار وار مرګ ژوبله پېښه شوې ده، د ښوونځیو تعمیرونه نړول شوي دي او د ښوونځي هغه خوندې فضا په یوه نظامي ډګر بدل شوې.»  

طالبانو داسې مهال دا پریکړه کړې چې په دې وروستیو کې پر ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو برېدونه ډېر شوي.

وروستی یې د کابل لویدیځ دشت برچې کې پر یوه ښوونځي برید و، چې ۹ کسان پکښې ووژل شول او تر شل ډېرو ټپيان شول.