«امريکايي ډرون دې د افغانستان هوايي حريم ته نه داخليږي»
۱۴۰۰ مهر ۷, چهارشنبهطالبانو په يوه اعلامیه کې چې پر ټويټر باندې خپره کړې ده ويلي دي: «موږ شاهدان یو چې امريکا په دا وروستیو کې د ټولو نړیوالو حقوقو، قوانینو او د امریکا د خپلو کړو تعهداتو چې د قطر په دوحه کې ېې له اسلامي امارت سره کړي دي، په ټکر کې عمل کوي.»
په اعلاميه کې ويل شوي دي چې دوی پر ټولو هیوادونو، په ځانګړې توګه پر امریکا غږ کوي چې «د نړیوالو تعهداتو او قوانینو په رڼا کې باید له افغانستان سره متقابل احترام او د کړو ژمنو سيورې لاندې تعامل وکړي.» تر څو د ټولو بدو عواقبو مخه نیول شوي وي.
طالبانو ادعا کړې ده چې د افغانستان هوايي حريم د امریکايي ډرون له خوا اشغال کیږي او وايي چې «دا سرغړونې باید اصلاح او مخه يې ونيول شي.»
رويټرز خبري آژانس چې په دې اړه يې خبر ورکړی دی، ويلي دي چې په دې اړه يې تر اوسه د امريکايي چارواکو نظر نه دی ترلاسه کړی.
طالبانو د اګست مياشتي په نیمايي کې د خپلو چټکو پرمختګونو په ادامې او له افغانستان څخه د امریکايي قواوو په وتلو سره، تر شل کلنې جګړې وروسته يو ځل بيا واک تر لاسه او د امريکا متحده ایالاتو په ملاتړ رامنځ ته شوی افغان حکومت يې ړنګ کړ. خو د طالبانو حکومت تر اوسه د کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، اما طالب چارواکي وايي چې په دې اړه له نړیوالو سره تماسونه ادامه لري.