طالبانو په کابل ښار کې د پخواني حکومت نخښې پاکې کړي
۱۴۰۰ بهمن ۲۰, چهارشنبهد افغانستان د پخواني حکومت بیرغ، د ملي اتلانو مجسمې او طالبانو سره په جګړه کې د وژل شويو سرتيرو يادښت، د افغانستان د پخواني حکومت د هغو لویو بیلګو څخه دي چې طالبانو له منځه وړي دي.
هغه محافظتي استنادي دیوالونه چې پخواني حکومت د طالبانو د بریدونو د مخنيوي له پاره د کابل ښار په مختلفو ځایونو کې درولي ول پر ځینو يې اوس طالبانو د خپلو بریاو شعارونه لیکلي دي.
د کابل ښار د ښځو د سینګار له سالونونو څخه د ښځينه ماډلانو د میک اپ، سټايلي ويښتانو درلودونکي او فیشني پوسترونه هم لرې کړل شوي دي.
د طالبانو له واکمنيدو راهیسې په پلازمېنه کې د ښځو او نجونو حضور هم د پخوا په پرتله کمرنګه دی.
د فرانسې خبري آژانس لیکلي چې مارکيټونو او کافيانو ته د ګوتو په شمیر ښځې او نجونو تګ راتګ کوي. د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ډېري ښځې له ډاره له خپلو کورنو نه شي وتلی او یا د دندو د له لاسه ورکولو له وجې د شیانو د رانیولو پيسې نه لري.
د طالبانو ضد څیرې احمد شاه مسعود پیژندل شوی سمبول یعنې پکول چې د ښار په نیږدې هره برخه کې خلک ورته درناوی لري، اوس یې ړنګ کړی دی او په رنګونو یې پټ کړی دی.
په پلازمېنه کې د طالبانو د اضافي چيک پاينټونو په رامنځ ته کیدو سره، ماښام د هوا تر تیاره کیدو وروسته نور د ښار په واټونو کې موټرونه نه لیدل کيږي. همدارنګه د کابل ښار په یوه لوړه تپه چې پخوا ورباندې د افغانستان پخوانی درې رنګه (تور، سور او زرغون) بیرغ رپيده اوس راښکته کړل شوی دی. د ملي بیرغ ستنه اوس د واورو ډګ په یوه پارک کې خالي ولاړه ده.
د طالبانو له واکمنیدو وروسته، په زرونو افغانان، په ځانګړې توګه هغه چې بهرنيو ځواکونو سره يې کار کړی او یا د پخواني حکومت مهم کارکوونکي ول له افغانستانه ووتل او ډير خلک بیکاره شوي دي. د طالبانو حکومت تر اوسه کوم هیواد په رسميت نه دی پيژندلی او ملګري ملتونه په وار وار له نړيوالې ټولنې له افغانستان سره د عاجلو بشري مرستو غوښتنه کړې ده.