1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په غزني کې د امريکايي الوتکې د نسکورولو ادعا کړې ده

۱۳۹۸ بهمن ۷, دوشنبه

طالبانو ادعا کړې ده چې د دوشنبې په ورځ یې د امریکایي ځواکونو یوه الوتکه په غزني ولایت کې رانسکوره کړې ده. تر دې مخکې ځايي رسنیو ویلي وو چې لویدلې الوتکه د آریانا هوایي شرکت ده. خو دغه خبره بیا د شرکت چارواکو رد کړې وه.

https://p.dw.com/p/3WsVO
US-Militär in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/M. Hossaini

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، په یوې اعلامیه کې چې په پښتو ژبه خبره شوې ده، ویلي دي: «د امریکایي اشغالګرو یوه الوتکه په غزني ولایت کې لویدلې ده.» نوموړي په دغه اعلامیه کې زیاته کړې: «دغه الوتکه چې پر استخباراتي ماموريت بوخته وه، د ده يک ولسوالۍ په سدو خيل سيمه کې رانسکوره شوې ده.» په اعلاميه کې زياته شوې چې په الوتکه کې ټول سپاره کسان وژل شوي چې لوړ پوړي افسران هم پکې شامل دي.

يوه لوړ پوړي دفاعي چارواکي چې د الوتکې د سقوط په اړه پلټنې کوي ويلي چې په پېښه کې هیڅ لوړ پوړی امريکايي افسر نه دی وژل شوی او زياته کړې یې ده چې د پېښې په اړه پلټنې رواني دي.

لا تر اوسه پورې هم د الوتکې د رالویدو لامل نه دی روښانه شوې. خو د غزني ولایت ډیرې برخې د طالبانو تر کنترول او یا هم تر نفوذ لاندې دي، چې له کبله یې د پیښې سیمې ته لاس رسۍ ستونزمن شوی دی.

طالبان په داسې حال کې دغه اعلامیه خپروي، چې تر دې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شوي وو، چې ګواکې لویدلې الوتکه د اریانا افغان هوایي شرکت ده. دا په داسې حال کې ده چې دې دولتي شرکت د خپلې کومې الوتکې د لویدو خبرونه ناسم بللې دي.

د آریانا افغان هوایي شرکت پر رسمي فیسبوک پاڼه باندې لیکل شوي دي: «د اریانا افغان هوایي شرکت ټول پروازونه په نورماله توګه بشپړ شوي دي.»

د افغانستان د هوا نوردۍ ادارې هم ویلي دي چې لویدلې الوتکه کوم تجارتي هوايي شرکت پورې تړلې نه وه.

په افغانستان کې وخت نا وخت پوځي الوتکې په ځانګړې توګه څرخي الوتکې لویږي ځکه په دې هیواد کې د هوا حالات ښه نه وي او کاریدونکې الوتکې هم د جګړو له کبله تر حد څخه زیات کارول کیږي.

په دې هیواد کې د یوه ملکي پرواز د لویدو وروستۍ پیښه د ۲۰۱۰ کال په مې میاشت کې رامنځ ته شوه چې په کې د الوتکې د عملې د غړيو تر څنګ ۳۸ مسافر سپاره ول.