سويډن غواړي په سزا د محکومو مهاجرو اخراج ډېر کړي
۱۴۰۴ اسفند ۷, پنجشنبه
د سويډن حکومت اعلان کړی دی چې غواړي د خارجي پاسپورت لرونکو په جزا د محکومو شويو مجرمينو اخراج ډېر کړي. دا موضوع د سويډن د مهاجرت وزير يوهان فورشل، د چهارشنبې په ورځ د يوه اړونده قانون د طرحې د معرفي کولو پر وخت وکړه؛ هغه قانون چې د تصويبېدو په صورت کې به د روان کال د سپتمبر له لومړۍ نیټې څخه عملي کيږي.
فورشل، خبريالانو ته وويل: «له ډېرې اوږدې مودې راهېسې هغه خارجي مجرمين چې په سويډن کې یې درانه جرمونه کړي دي، له حده ډېر نازول شوي دي.»
اړونده موضوع: سويډن له اکتوبره تمديد سوي افغاني پاسپورتونه نه مني
دا نوی قانون د اخراج د آسانولو له پاره يو شمیر ګامونه په نظر لري يو یې دا چې څارنوالان به مکلف وي د خارجي مجرمينو د حکم پر وخت، په الزامي بڼه د هغوی د اخراجولو غوښتنه هم مطرح کړي. تر اوسه دا پريکړه مسئولو څارنوالانو ته پرېښوول شوی وه.
حکومت داسې انګيري چې د دې پلان شوي قانون په عملي کيدو سره به په کال کې د کابو ۳۰۰۰ اخراجونه امکان پيدا شي چې د اوسنيو اخراجونو چې په اوسط ډول په کال کې ۵۰۰ دي، کابو شپږ برابره ډېر دي.
د قانون دا مسوده د سویډن پارلمان ته د رای اچونې له پاره تر وړاندې کيدو تر مخه د سويډن د قانون جوړونې شورا له خوا بايد تصويب شي.
سويډن له ۱۹۹۰يمې لسیزې راهېسې تر اوسه د يو شمیر هېوادونو لکه پخوانۍ يوګوسلاويا، افغانستان، سوريې، عراق او سوماليا څخه وګړو ته پناه ورکړی دی. په ځانګړي توګه د ۲۰۱۵م کال د مهاجرت د بحران په جريان د مهاجرو په شمیر د پام وړ ډېروالي وروسته سويډن د پناه غوښتنې او مهاجرت سياستونه په څو ځلي سخت کړي دي.
دا سکانډيناويايي هېواد له لسیزو راهېسې د مهاجرو د ادغام له ننګونې سره مخامخ دی. ډیری مهاجر سویډني ژبه نه زده کوي او په شاته پاتو سيمو کې چې د جرمونو او بې کارۍ کچه پکې لوړه ده، ژوند کوي.
اړونده موضوع: سويډن: ټولنیزو مرستو ته د غيراروپايي کډوالو لاسرسی محدودوو
د لومړي وزير اولف کريسترسون، حکومت چې له ۲۰۲۲م کال راهېسې واکمن دی او د سويډن د ښي اړخو ديموکراتو له ملاتړ برخمن دی، تر دې دمخه هم د مهاجرت په اړه ورته ګامونه پورته کړي دي.
کريسترسون په سويډن کې د جرمي ډلو له خوا د جرمونو د ډېرېدو علت «د مهاجرت غير مسئولانه سياست او ناکام ادغام» بللی وو.
له هغه وخت راهېسې د پوليسو اختيارات پراخ کړل شوي او د ځوانانو د جرمونو سره د مبارزې لا سخت قوانين معرفي شوي دي. په جنورۍ میاشت کې د کرسترسون، حکومت همدا راز اعلان وکړ چې د جرم د مسئوليت د منلو سن له ۱۵ کلونو څخه ۱۳ کلونو ته راټيټوي.