1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سترې محکمې د آسیه بې بي د برائت حکم تایید کړ

۱۳۹۷ بهمن ۹, سه‌شنبه

د پاکستاني سترې محکمې د آسیه بي بي، د برائت پر ضد شوې اقامه دعوا رد کړه. هغه دین ته د سپاکوي په جرم په اعدام محکومه شوې وه، خو بیا محکمې ورته برائت ورکړ. اوس نو آسیه بي بي له پاکستانه د وتلو چانس لري.

https://p.dw.com/p/3CMzh
Pakistan Asia Bibi 2010
انځور: Reuters/A. Karim

د پاکستان سترې محکمې د سه شنبې په ورځ د خپل تیرکال حکم پر ضد چې له مخې یې آسیه بي بي، ته برائت ورکړل شوی وو، اقامه دعوا رد کړه. آسیه بي بي دین ته د سپکاوي په جرم اته کال په زندان کې تیر کړي او ورته د اعدام سزا ورکړل شوې وه.

تر هغه وروسته چې د پاکستان سترې محکمې تیر کال د اکتوبر میاشتې پر ۳۱مه نیټه د آسیه بي بي، د اعدام حکم لغوه کړ او هغې ته یې له ټولو لګول شویو تورونو برائت ورکړ، په پاکستان کې مذهبي تندلارو پراخې مظاهرې وکړې او د دغې عیسوۍ د اعدام غوښتنه یې وکړه. په همدې ترڅ کې بیا مذهبي مشر قاري محمد سلام، د محکمې د حکم پر ضد اقامه دعوا هم وکړه. د آسیه بي بي د قضیې په اړه تر مظاهرو وروسته، هغه آن تر آزادیدو وروسته هم د پاکستاني چارواکو په «محافظتي توقیف» کې پاتې شوه.

آسیه بي بي د پنځو ماشومانو مور ده، چې په ۲۰۰۹م کال کې تر هغه وروسته ونیول شوه چې ګاونډیو یې پر ضد شکایت وکړ چې د اسلام د پیغمبر سپکاوی یې کړی دی. تر دې یو کال وروسته بیا آسیه د اعدا په سزا محکومه شوه چې له کبله یې د بشري حقونو سازمانونو سختې نیوکې راوپاریدې.

په ۲۰۱۴م کال کې د لاهور تر ټولو باصلاحیته محکمې هم د آسیه بي بي، د اعدام سزا تائید کړه. دغه پریکړه د بخښنې نړیوال سازمان «لویه بې عدالتي» ګڼلې وه. په اکتوبر میاشت کې د پاکستان د سترې محکمې له خوا آسیه بي بي ته پر برائت ورکولو سربیره هم په پاکستان کې د مظاهرو له کبله، هغه په زندان کې پاتېدو ته اړه شوه.

د آسیه بي بي میړه عاشق مسیح، د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ، د بریتانیا له لومړي وزیرې تریسا مې او د کانادا له لومړي وزیر جستن ترودو څخه غوښتي ول چې کورنۍ ته يې پناه ورکړي، ځکه په پاکستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی.

یوه حساسه موضوع

دا په پاکستان کې دین ته د سپکاوي داسې یوه قضیه ده چې نړیوال پام یې ځان ته اړولی دی. په ۲۰۱۵م کال کې د آسیه بي بي لور د کاتولیک عیسویانو له مشر پاپ فرانسیس سره ولیدل.

په پاکستان کې دین ته سپکاوی یوه ډیره حساسه موضوع ده، ځکه د دې هیواد د تر ۱۹۰ میلیونو زياتو اوسیدونکو ۹۷ سلنه مسلمانان دي. د بشري حقونو فعالان له کلونو راهیسې دین ته د سپکاوي په قانون کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي. دغه قانون په ۱۹۸۰مو کلونو کې د پاکستان د پوځي دیکتاتور ضیاالحق له خوا معرفي شوی وو.

د آسیه بي بي د برائت تر حکم وروسته، د پاکستان د تحریک لبیک اسلامپاله ډلې غړې سړکونو ته راووتل. مظاهرې یوازې هغه وخت پای ته ورسیدي چې حکومت له دې ډلې سره توافق وکړ چې د آسیه بي بي د برائت حکم پر ضد د اقامه دعوا مخالفت به و نه کړي او دغې میرمنې ته به له پاکستان څخه د وتلو اجازه ور نه کړي.

په پاکستان کې د مذهبي لږکیو ځپل کیدل

د پاکستان عیسوي او نورو مذهبي لږکیو ډیر وخت په دې هیواد کې له ټولنیز او قانوني تبعیض څخه سر ټکولی دی. په تیرو څو کلونو کې ډیر شمیر عیسویان او هندواڼ د نه ثابت شویو تورونو له کبله وژل شوي دي. په ۲۰۱۴م کال کې یوه عیسوي جوړه له دې کبله د مرګ تر سرحده وهل شوي وو چې ګواکې قرآن شریف ته یې بې حرمتي کړې ده. د هغوی جسدونه بیا د خښتو په یوه بټۍ کې وسوځول شول.

تیر کال په سپتمبر میاشت کې هم یو عیسوي سړي په دې تور چې پر وتس آپ یې د دین ضد مواد خپاره کړي دي په اعدام محکوم شو.

په ۲۰۱۲م کال کې بیا یوه عیسوي نجلۍ چې د «‌ډاون سندروم» په نوم یوه عصبي ناروغي هم اخته وه د داسې پاڼو په سوځولو تورنه شوه چې پرې د قرآن شریف ایتونه لیکل شوي ول. هغه بیا د پولیسو له خوا ونیول شوه او څو میاشتې وروسته آزاده شوه. له همدې کبله په پاکستان کې پراخې مظاهرې وشوې چې په پایله کې یې دغه نجلۍ او کورنۍ يې په۲۰۱۳م کال کې اړ شول کانادا ته کډه وکړي.