روسیې طالبان د دوو بهرنیانو آزادولو ته راضي کړي
۱۳۹۷ بهمن ۲۲, دوشنبهروسیه چې طالبان یو ترهګر سازمان بولي، تیره اوونۍ يې د دې ډلې د یو شمیر استازو کوربه توب وکړ او له یو شمیر افغان سیاستوالو سره یې د هغوی د غونډې زمینه برابره کړه. په دغو سیاستوالو کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم شامل وو.
د انترفاکس خبري آژانس په حواله د مالدیو ولسمشر ایګور دودن، د دې هیواد په پلازمینه کې خبریالانو ته ویلي دي: «د روانې اوونۍ په پای او یا هم د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به زه مسکو ته ولاړ شم چې بیرته د الوتکې له [آزادو شویو] کارکوونکو سره کیشینو ته ستون شم.»
دودن توانیدلی چې په وروستیو وختونو کې له روسیې سره ښې اړیکې رامنځ ته کړي. هغه د وروستی وار دوې اوونۍ مخکې روسیې ته تللی وو چې د دې هیواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وويني.
دودن «ای پي این» مالدويايي خبري آژانس ته ویلي دي چې د دغو کسانو آزادي یوازې د «روسیې د مرستې او رهبرۍ» له کبله ممکنه شوې ده. هغه زیاته کړې ده چې په دې اړه یې پخپله له روسیې څخه شخصي غوښتنه کړې وه.
روسیې په وروستیو وختونو کې د افغانستان د سولې په هڅو کې خپل نقش پراخ کړی دی. دغه هیواد د تیرکال په پای کې هم د طالب استازو او د افغانستان د سولې عالي شورا د یوه پلاوې د ناستې کوربه وو.