روسیه: چمتو یو له طالبانو سره په سولې کې د امریکا مرسته وکړو
۱۳۹۷ بهمن ۱۸, پنجشنبهد «آر آی اې» خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله وویل چې دغه هیواد چمتو دی له امریکا متحده ایالاتو سره له طالبانو سره د سولې او له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په برخو کې مرسته وکړي. دغه څرګندونې تر هغه یوه ورځ وروسته کیږي چې د روسیې مسکو ښار د طالبانو او یو شمیر افغان سیاستوالو د یوې دوه ورځیني غونډې کوربتوب وکړ.
تر دې مخکې هم روسیې د طالبانو د استازو او د افغانستان د عالي شورا د غړو یوې غونډې کوربتوب کړی وو. دغه دوه غونډې ښيي چې روسیه اوس تر پخوا ډیر په افغانستان کې نقش لري.
که څه هم روسیه او امریکا متحده ایالات د یو بل ستر ستراتیژیک سیالان بلل کیږي، خو په افغانستان کې یې ځینې اهداف سره نزدې هم دي. دواړه هیوادونه غواړي په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو د پراخیدو مخه ونیسي.
د مسکو د غوندې پر مهال یوه طالب استازي ویلي وو چې امریکا متحده ایالاتو ورسره منلې چې د روان کال د اپریل میاشتې تر پایه پورې به له افغانستانه خپل نیمایي ځواکونه وباسي. دغه څرګندونې بیا وروسته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت له خوا ردې شوې.