1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پيښور په يوه جومات کې ځانمرګي بريد درنه مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۱ بهمن ۱۰, دوشنبه

د يوه حکومتي چارواکي په حواله د پېښور په يوه جومات کې يوه ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۲۷ کسان وژلي او ۱۴۰ نور یې ټپیان کړي دي. زياته شوې چې وژل شوي کسان زياتره یې پوليس دي چې د ماسپښين د لمانځه له پاره مسجد ته ورغلي ول.

https://p.dw.com/p/4Mrd9
Pakistan | Explosion in einer Moschee in Peshawar
انځور: MAAZ ALI/AFP/Getty Images

د يوه حکومتي چارواکي په حواله د پېښور په يوه جومات کې يوه بمي بريد لږ تر لږه ۲۷ کسان وژلي او ۱۴۰ نور یې ټپیان کړي دي. زياته شوې چې وژل شوي کسان زياتره یې پوليس دي چې د ماسپښين د لمانځه له پاره مسجد ته ورغلي ول.

د پېښور د پوليسو مشر اعجاز خان وويل چې دغه مسجد د ايالتي پوليسو او د ترهګرۍ ضد ادارې په مرکز کې پروت دی. نوموړي وويل چې دا امکان چې دا ښايي يو ځانمرګی بريد وي، نه شي ردېدلای. نوموړي زياته، کړې چې په ودانۍ کې د بمي بريد نښې نخښې موندل شوي دي.

پيښور: مشهور وکيل عبدالطيف آفريدی وژل شوی دی

د پوليسو مشر افسر سکندر خان په خبره، داسې انګیرل کیږي چې ډير کسان د ويجاړيو لاندې شوی وي. نوموړي وويل چې د پېښې پر وخت په مسجد کې څه نا څه ۲۶۰کسان موجود ول.

دا جومات چې د پېښور په يوه ډېره خوندي سيمه کې پروت دی، د چاودنې له کبله يې يوه برخه نړېدلې ده.

آرشيف انځور: د تحريک طالبان پاکستان ډله د درو د وهلو سزا د عملي کولو په حال کې
آرشيف انځور: د تحريک طالبان پاکستان ډله د درو د وهلو سزا د عملي کولو په حال کېانځور: CHAND KHAN/AFP via Getty Images

په پيښور کې د لیډي ريډينګ روغتون يوه ویاند لومړی ويلي ول چې ته  تر ۹۰ پوري ټپيان  ليږدول شوي او د ځينو ټپيانو حالت نازک دی.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د بريد پړه نه ده منلې.

خیر پښتوخوا: کاروبار لرونکي ښځې د باج اخیستونکو له خوا ګواښل کیږي

شهباز شريف دا بمي بريد غندلی دی

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف دغه بمي بريد غندلی دی او ويلي دي چې د بريد عاملين «له اسلام سره هيڅ تړاو نه لري.»

نوموړي زياته کړې: «ترهګر د هغو کسانو په ويرولو سره چې د پاکستان د دفاع دنده ترسره کوي، د ویرې فضا رامنځته کول غواړي.»