د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ نوي سرحدي نښتې
۱۴۰۵ فروردین ۱۰, دوشنبه
دا سرحدي نښتي د یکشنبې په ورځ وسوې. پاکستان په دغه ورځ د منځني ختیځ په جګړه کي د تاوتریخوالي کمولو په اړه د خبرو اترو له پاره د سیمه ایزو قدرتونو کوربه وو او اعلان وسو چي اسلام آباد کولی سي په راتلونکو ورځو کي د خبرو اترو کوربه توب وکړي.
چارواکو ويلي دي چي دواړو خواوو په پوپخانې او درنو وسلو سره د افغانستان په کونړ ولایت او د پاکستان په سرحدي ولسوالۍ باجوړ کي نظامي پوستې په نخښه کړي دي.
په کابل کي د طالبانو د ادارې مرستیال ویاند حمدالله فطرت وویل چي د پاکستان په ډزو کي یو کس وژل سوی او ۱۶ نور ټپیان سوي دي چي ډېر یې ښځي او ماشومان دي.
د پاکستان يوه امنيتي چارواکي چي له رسنيو سره د خبرو کولو اجازه نه لري د هويت نه څرګندولو په شرط رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي پاکستان يوازي د افغانستان له خوا درنو ډزو ته ځواب ويلی دی او د ملکي سیمو په نښه کول یې رد کړل.
د پاکستان پوځ په دې اړه د تبصرې غوښتني ته ځواب ورنه کړ.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ په وروستیو کلونو کي تر ټولو سخته جګړه تېره میاشت پیل سوه چي دواړو خواوو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت مخکي له دې چي ګاونډيان جګړه ودروي، ويلي ول په روانه میاشت کي د دغه هیواد په پلازمېنه کي په مخدره توکو د روږدو کسانو د درملني پر مرکز د پاکستان په هوايي برید کي تر ۴۰۰ ډیر کسان ووژل شول.
پاکستان د برید په اړه د طالبانو ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چي «په دقیق ډول یې پوځي تاسیسات او د ترهګرو ملاتړي زیربناوي په نخښه کړي دي.»
د کوچني اختر په ورځو کي د ترکیې، قطر او سعودي عربستان په غوښتنه په جګړه کي وقفه اعلان سوه، خو اسلام آباد تيره اونۍ دغه وقفه ختمه کړه.
د طالبانو ادارې تر اوسه پوري په رسمي ډول اعلان نه دی کړی چي آيا د دوی له لوري اوربند لا هم دوام لري که نه.
پاکستان پر افغان طالبانو تور لګوي چي د هغو اسلامي سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي چي په پاکستان کي بریدونه کوي. د طالبانو ادارې دا تور رد کړی او ویلي یې دي چې دا د پاکستان داخلي ستونزه ده.