1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هلمند بزګران: «سږکال مو ډېر کوکنار کرلي»

۱۴۰۰ اسفند ۲۴, سه‌شنبه

د هلمند ځيني بزګران وایې چې د طالبانو له راتګ سره سم یې سږکال پریمانه کوکنار کرلي دي. دوی وايي د کوکنارو د مخنیوي په اړه تراوسه چا څه نه دي ورته ویلي خو طالبانو بیا يلي دي چي د بديل کښت په موندلو سره به کوکنار منع کړي.

https://p.dw.com/p/48VC5
Afghanistan Drogen Opium Gesellschaft
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د افغانستان په ځينو ولايتونو کي حتی هغو بزګرانو چي په تيرو څو کلونو کي يې کوکنار نه ول کرلي يا د پخواني حکومت له خوا تري منع سوي ول، سږکال يې کوکنار کرلي دي.

د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ اوسیدونکي محمد ګل چي په تیرو دریو کلونو کي يې پخواني حکومت د کوکنارو د له منځه وړلو د کمپاين پرمهال مځکي ور شاړي کړي وې، سږکال یې په پراخه پيمانه کوکنار کرلې دي.

نوموړي دویچه ویله ته په تلیفوني اړيکه کي وويل: «زما کوکنار په تیر حکومت کي درې ځلې خراب کړل سول. هرځلې به کمپاین زما ځمکې ته راوتلې وو سږکال مې ښه سم کوکنار کرلي دي، کښت یې هم ښه سم دی بارانونه هم سوي دی.»

د کندهار او روزګان ولایتونو بزګران هم وایې چي سږکال یې کوکنار کرلي، او تراوسه طالبانو څه نه دي ورته ويلي.

دغه کرونده ګر وایې د کوکنارو کرکیلې ته یې ځکه مخه کړې ده چې نور کښتونه د دوی  مصارف نسې پوره کولای.

د قدرت الله په نوم يو بزګر وايي: «کوکنار بیخې ډیر کرل سوي دي، خلک مجبوره دي نو څه وکړي. نور هرڅه په نیمه بیه پلورل کیږي.»

خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین ذبیح الله مجاهد وایې چې دوی د کوکنارو د کرکیلې له پاره د بدیلو کښتونو پر لارو چارو غور کوي.

مجاهد وايي: «د کوکنارو د کښت په اړه باید ووایو چې موږ دهقانانو ته د بدیلو کښتونو پر لارو چارو بوخت یوو او له نړیوالو سره هم خبري کوو ترڅو پوري یوې حل لاري ته و رسیږو او وروسته د دې کښتونو مخه ونیسو.»

د ملګرو ملتونو د راپور له مخي د نړۍ ۹۰ سلنه تارياک په افغانستان کي توليديږي چي يوازي تير ميلادي کال ۶۸۰۰ ټنه تارياک ترلاسه سوي چي له ۱،۸ تر ۲،۷ ميليارده ډالرو پوري ارزښت لري.