1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزني د لرغونو آثارو پر قاچاق اندیښنې زياتي شوي دي

۱۴۰۰ آذر ۱۳, شنبه

په غزني ولایت کې د لرغونو آثارو د خوندیتوب او همد راز د دې توکو د قاچاق په اړه اندیښنې څرګندې شوي دي. ويل شوي چې دا لرغوني آثار د له منځه تللو او قاچاق تر ستر ګواښ لاندې دي.

https://p.dw.com/p/43pYW
Afghanistan Altsatdt von Ghazni
په غزني کې پېژندل شوي لرغوني آثار چې د اسلام څخه تر مخه او په اسلامي دورو پورو تړاو لري، سلګونه اقلامو ته رسیږيانځور: DW/E. Mahdavi

د تیر حکومت مسوولین او د لرغونو آثارو څېړونکي وايي چې  د پخواني حکومت پر مهال د طالبانو تر ولکې لاندې سېمو کې  لرغوني آثار په پراخه کچه بهر ته قاچاق کېدل.  دوی وايي چې اوس چې طالبان په ټول افغانستان کې ولکه لري، د لرغوني آثارو خوندیتوب په ځانګړي ډول د بودایانو د دورې آثار تر ډیره برېده د قاچاق او له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

په غزني ولایت کې پېژندل شوي لرغوني آثار چې د اسلام څخه تر مخه او په اسلامي دورو پورو تړاو لري، سلګونه اقلامو ته رسیږي.

د دغه ولایت په تاریخي سېمو کې د لومړي ځل لپاره د افغان او ايټالیي څېړونکو له خوا په ۱۳۳۸ او ۱۳۵۴ کلنو کې څېړنه او کېندنه وشوه چې په پایله کې یې مخکي له اسلامي دورې څخه لسګونه قلمه لرغوني آثار کشف او ترلاسه شول.

د پخواني حکومت په ورستیو کلنو کې د لرغونو آثارو لپاره پنځه کلن رغنیز پروګرام پر لاره اچول شوی وو چې په ۱۳۹۷ تر ۱۳۹۹ د لرغونو سېمو د کیندنې پر مهال له ۳۰۰ قلمو څخه ډیر منقول او نامنقول آثار چې د غزنویانو دورې پورې یې تړاو لاره کشف او د افغانستان ملي موزیم سره ثبت شول.

په غزني ولایت کې یو تن فرهنګي فعال عبدالله وایي، دا لرغوني آثار چې په دغو کلونو کې کشف او ترلاسه شوي په کې د اوبو غټ او واړه منګي، سکې، مرۍ او ځینې نور آثار هم شامل دي.

هغه وایی، د طالبانو حکومت په راتګ سره د لرغوني اثارو حکومتي پروژې او قانوني کېندنې درول شوي دي.

Afghanistan | Taliban bestzen das Haus des Provinzgouverneurs in Ghazni
« د طالبانو حکومت په راتګ سره د لرغوني اثارو حکومتي پروژې او قانوني کېندنې درول شوي دي»انځور: Gulabuddin Amiri/AP Photo/picture alliance

د غرني ولایت د اطلاعات او کلتور پخوانی کارکوونکی عبدالله زياته کړه: «هغه آثار چې د ۱۳۹۷ تر ۱۳۹۹ کلنو په بهیر کې دا افغانستان د لرغونې پېژندوکي ټیمونو له خوا لاسته راغلی ول بیا په هغه وخت کې د غزني ولایت د انجینرانو ټیم له خوا دغه آثار وقایع او بیارغول کېدل. د ورستیو تحولاتو په رامنځته کېدو سره په دغه ولایت کې د لروغوني اثار هیڅ ډول بیا رغونه نه ده ترسره شوې او د بیا رغونې لپاره د افغانستان د ملي موزیم انجیران هم د بیارغونې او څېړنې لپاره نه دي راغلي.»

 

»د لرغونو آثارو قاچاق د طالبانو له فعاليتونو څخه يو«

د پخواني حکومت د اطلاعاتو او کلتور پخوانی رئیس بشیر محمدي دویچه ویله ته وویل، چې په تیر حکومت کې د طالبانو یو له مخربو فعالیتونو څخه تر کنټرول لاندې لرغونو سېمو کې غیر قانوني کندنې او د لرغونو آثارو قاچاق ترسره کول و.

په تیرو کلنو کې د طالبانو له خوا په لرغونو سېمو د غیر قانوني کېندنې او قاچاق په اړه راپورنه هم خپرېدل.

هغه وایي، د طالبانو اړوند قومندانان د پیسو ترلاسه کولو لپاره له بیلابیلو لارو ګټه اخلي چې د لرغونو آثارو قاچاق هم له دغو لارو څخه بلل کیږي.

محمدي زیاتوي، د طالبانو حکومت د دې توان نه لري چې خپلو کارکوونکو او نظامیانو ته معاش ورکړي نو د دوی اړوند کسان هڅه کوي چې د لرغونو توکو قاچاق او ورته نورو لاره پیسې ترلاسه کړي.

د ده په باور د دغې ډلې له خوا د غیرقانوني کېندنې او قاچاق  سربیره د غیر اسلامي اثارو زیاتره یې غټ او واړه بتان دي د له منځه وړلو تر ستر ګواښ لاندې دي.

د فرهنګي ادارو لپاره د جوماتونو امامانو استخدام 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور پخوانی رئیس ټنګار کوي، چې د افغانستان اطلاعاتو او کلتور  ټولو ادارو ته د جومات ملایان استخدام شوي؛ هغه کسان چې د هغه په وینا د بودا او نورو غیر اسلامي لرغونو اثارو ته مخالف لیدلوری لري.

هغه زیاته کړه، د جومات امامان چې د لرغونو اثارو د ارزښت او ساتلو په اړه هیڅ ډول معلومات نه لري نو ناشونې ده چې د ساتلو او حفظ په برخه کې غور وکړي.

Afghanistan - Taliban-Kämpfer
په غزني کې د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ ریاست: ټول ترلاسه شوي لرغوني اثار خوندي دي او هیڅ ګواښ سره مخ نه ديانځور: Gulabuddin Amiri/AP/dpa/picture alliance

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی ریس بشیر محمدي وویل: «په ځانګړي ډول په غزني ولایت کې چې ما د اطلاعات او کلتور ریس په توګه دنده مخته وړله مکررا مو معلومات ترلاسه کول چې د طالبانو تر کنترول لاندې سېمو کې غیر قانوني سپړنې روانې دي او قاچاقبر، چپاولګر او غله راځي او د غزني په نارو، مقر او اندړو ولسوالیو کې کندې کېدې او موږ مکرر راپورنه امنیت شورا او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره شریکول. نو اوس خو ټول افغانستان ورله غاړي دی. ټولو ادارو ته د جوماتونو ملایان معرفي شوي او د اطلاعات او فرهنګ ریاستونو دندې پر مخ وړي چې دا خپله لوی ګواښ دی د افغانستان د هنر، کلتور، تاریخ او ارزښتونو ته، نو زه په ټوله معنا وضعیت د اندیښنې وړ ګڼم.»

د اثارو د خووندیتوب لپاره د طالبانو ټينګار

د طالبانو لپاره د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب الله مجاهد وایي، دغه ولایت کې تول ترلاسه شوي لرغوني اثار خوندي دي او هیڅ ګواښ سره مخ نه دي.

مجاهد زیاتوي، یو شمېر ساتونکي یې هم د دغو سېمو د امنیت خوندیتوب لپاره استخدام کړي او هیڅ یو ته هم د کېندنې اجازه ورنکړي.

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو اوکتلور ریس مولوي حبیب الله مجاهد دویچه ویله سره په مرکې کې وویل: «موږ ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو. د موزیمونه هيڅ اثر به هم ضایع نه شي. د خلکو د راتګ او نندارې لپاره چې مخته شپو کې د افغانستان لپاره د ایران سفیر هم په خپل سفر کې د غزني ولایت له موزیم او عامه کتابتون څخه لېدنه وکړه او د نورو هېوادونو خلک هم راتلی شي او لروغوني آثار کتلای شي هيڅ ممانعت او ستونزه ورته نشته.»

د طالبانو لپاره د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس همداراز په خپلو خبرو کې زیاته کړه، لاسته راغلي لرغوني اثار خوندي او د دغه ولایت موزیم کې د نندارې لپاره اېښودل شوي دي.