1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
Afghanistan Musiker
انځور: Bernat Armangue/AP/picture alliance

د طالبانو د راتګ يوکال؛ د افغان هنرمندان له کړاونو ډک ژوند

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ مرداد ۲۱, جمعه

له هغه وروسته چي طالبانو پر موسقۍ باندي بنديز ولګاوه ډېرو افغان هنرمندانو له هيواده وتلو ته مخه کړه او هغه چي پاته دي هم غواړي چي هيواد د اقتصادي ستونزو له کبله پريږدي. خو په نورو هيوادونو کي د هغوی ژوند څرنګه دی؟

https://www.dw.com/ps/%D8%AF-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%AF-%D8%B1%D8%A7%D8%AA%DA%AB-%D9%8A%D9%88%DA%A9%D8%A7%D9%84-%D8%AF-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%D9%87%D9%86%D8%B1%D9%85%D9%86%D8%AF%D8%A7%D9%86-%D9%84%D9%87-%DA%A9%DA%93%D8%A7%D9%88%D9%86%D9%88-%DA%89%DA%A9-%DA%98%D9%88%D9%86%D8%AF/a-62791468

انجنیرنجیب شریف د افغانستان له هغو سندرغاړو څخه دی، چي تر ډېره يې د افغان موسیقۍ کلاسیک سبک خوندي کړی دی. دی د موسیقۍ د ځینو الاتو پر ږغولو سربېره د ښه شعر په انتخاب هم پوهېږي.

شریف وايي چي له پروسږکال راهیسي په کور کي ناست دی، په هیواد کي پر موسیقۍ بندیز حواس ګډوډ کړی او ان له ډېرو نژدې دوستانو سره تماس یوازي د تلیفون له لاري نیسي: «زما یو کال کېږي چي په کور کي ناست یم، په وهم کي یم، موسیقۍ نه سم ږغولای، باور وکړئ! د کورنۍ اقتصادي حالت مي حواس راګډوډ کړي دي.»

د شریف په قول، په دغسي ترینګلي اقتصادي حالت کي يې د موسیقۍ پرځای د اولادونو نس مړولو ته پاملرنه ډېره ده اوغواړي چي د یو شمېر نورو هنرمندانو په ډول له هیواده پښې سپکي کړي.

نجیب شریف ته په ۲۰۱۷م کال د اطلاعات کلتور وزارت د هنرعالي شورا له خوا د کلاسیکي موسیقۍ له پاره د ډېرخدمت په موخه ایوارډ هم ورکړل سوی دی.

د افغانستان د ملي موسیقۍ انستیتوت مسؤل احمد سرمست چي د جمهوریت له سقوط وروسته په فرانسه کي اوسي دويچه ويله ته وویل، له ده سره د یاد هنري مرکز ۲۷۳ تنه منسوبین هم له هیواده وتلي او دامهال په پرديو هيوادونو کي ژوند کوي.

طالبانو په غزني کې پر موسیقۍ او سندرو بندیز وضع کړی

د سرمست په خبره د طالبانو له راتګ سره سم په هیواد کي سراسري چوپتیا خپره سوې ده او طالبان غواړي، د خپلي لومړۍ دورې په ډول د موسیقۍ د هنري کهول غړي د اقتصادي ژوند تامینولو له پاره درنو کارونو ته مخه او داسي کړني د افغانستان د موسیقۍ له پاره یو داسي لوی ګذار دی چي جبران به يې بیا ډېر وخت ونیسي: «که چیري د موسیقۍ په وړاندي د طالبانو په سیاست کي مثبت بدلون رانه سي، نو دا به زموږ د موسیقۍ غني فرهنګي میراث داسي له منځه یوسي، چي بیابه يې رغول خورا ستونزمن وي.»

د افغانستان د ملي موسیقۍ انستیتوت په ۲۰۱۰م کال کي جوړ سوی چي ځوانانو ته يې افغان او غربي موسیقي ور زده کوله. یاد مرکز په ۲۰۱۸م کال د پولار جایزه هم اخیستې ده.

د کابل ترڅنګ له ولایتونو څخه هم اکثره سندرغاړي او موسیقۍ ږغوونکي وتلي او که څوک پاته هم وي، نو هغوی د موسیقۍ ږغولو په ارمان شپې سبا کوي.

د کندهار د هنرمندانو ټولني مشر نعمت الله کندهاری دغه خبره کوي او وايي چې له تېرکال راهیسي چي طالبان راغلي له موسیقۍ څخه يې مطلق لاس اخیستی دی.

کندهاری وايي تر څلوېښت کاله زیات وخت يې د خوشحالۍ محفلونه په سندرو ویلو رنګین کړي دي، خو اوس له دې رنګینو بې برخي دی.

د ده په قول، له موسیقۍ سره يې هنري ذوق او د کورنۍ اقتصاد تړلی، خپل هنري ذوق او اقتصادي ژوند راتلونکي ته ډېر اندېښمن دی.

هغه دويچه ويله ته وویل: «زموږ سره په ټولنه کي ۸۰ هنرمندان ثبت وو، خو اوس یوازي ۳ سندرغاړي او ۷ موسیقۍ ږغوونکي پاته دي، نور ټول له هیواده وتلي دي.»

Afghanistan Musiker
انځور: Bernat Armangue/AP/picture alliance

هغه سندرغاړي چي له هیواده وتلي اکثره يې له خپل ژونده خوشحاله نه دي، هغوی غواړي چي په هیواد کي د موسیقۍ په اړه حکومتي نظر مثبت بدلون وکړي او دوی بیرته د خپل هیواد په غېږ کي موسیقۍ ږغولو او سندرو ویلو ته کښېني.

په خیبر پښتونخوا کي د هنرمندانو د ټولني مشر رشید احمد خان یاد ټکي ته په اشارې سره وايي، له هغه وخته چي طالبانو پر کابل ولکه ټینګه کړې ده، د افغانستان له بیلا بیلو ولایتونو څخه تر ۲۰۰ زیات هنرمندان له ډېورنډ کرښي ور اوښتي دي چي سم ژوند نه لري.

هغه، چي له دویچه ویله سره يې خبري کولې وویل چې په خیبر پښتونخوا کي وار ترمخه لا زیات هنرمندان موجود وو او له افغانستان څخه د نورو هنرمندانو راتګ د ټولو پر کاروبار لوی تاثیر کړی دی.

نوموړی په دې وروستیو کي د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کي د پاکستاني طالبانو بیا راښکاره کیدلو خبره هم د هنرمندانو په وړاندي یو بل ګواښ یادوي او وايي دلته هم د ده په ټکو د ترهګرو له لاسه د هنرمندانو ژوند په امن کي نه دی: «همدا نن موږ د سوات په بټخېله سیمه کي له هنرمندانو سره امدادي پروګرام جوړ کړی وو، خو د ترهګرو له خوا لغوه سو او په لکونو روپۍ موږ هنرمندانو ته تاوان راورسیدی.»

یوڅو میاشتي ترمخه پاکستاني پولیسو هم په پښتونخوا کي یو شمیر افغان هنرمندان د رسمي اسنادو نه لرلو په تور نیولي وو چي بیا وروسته د میشتو ځايي هنرمندانو د لاریونونو په ترڅ کي راخوشي سول.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د ترانس جندر ښځو لومړنی پاکستانی ښوونځی

پاکستان: د ترانس جندر له پاره تليفوني ليکه فعاله شوه

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل
کور پاڼې ته تګ