د طالبانو د تلاشۍ پوستو کې د وژنو پیښې ډيرې شوي دي
۱۴۰۰ اسفند ۱, یکشنبهد طالبانو امنیتي ځواکونو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د فبروري ۱۹مه) د کندهار ښار په سويل کې پر يوې ریکشا ډزې وکړې چې په نتیجه کې يې يوه ښځه ووژل شوه او دوه تنه نور ټپیان شول.
دغه پيښه د کندهار ولایت د والي ویاند محمود عزام او د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس احمد سعيد تصدیق کړې ده.
چارواکو وويل د ريکشا چلونکي د تلاشۍ په پوسته کې ريکشا ونه دروله سر بیره پر دې چې طالبانو ورته د درولو امر هم کړی وو.
د آلمان خبري آژانس (dpa) د دغو چارواکو له قوله لیکي چې په پيښه کې ښکیل تورن کسان نیول شوي دي.
تر دې مخکې د جمعې په ورځ د کابل ښار د پولیسو د درېمې حوزې په مربوطاتو کې هم يو کس چې ويل کيږي ډاکټر وو، ظاهراً د ورته دلیل له مخې د طالبانو د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ په پوسته کې ووژل شو.
ياد آژانس زیاتوي چې د دسمبر میاشتې راهیسې دغه ډول شپږ نورې پيښې په بدخشان، هرات، بلخ او کابل ولایتونو کې شوي دي.
د دغو پيښو په قربانیانو کې يو ماشوم، يو ډاکټر، یو ټکسي چلونکی، یو حکومتي مامور، یوه ځوانه میرمن او یو ځوان سړی شامل دي.
طالب چارواکو په کابل کې د رامنځ ته شوو درو قربانيانو کورونو ته ورغلي او د هغوی د کورنیو غړو ته يې د عدالت ژمنه کړې ده.
سر بیره پر دې چې طالبان په ټول هیواد کې د امنیت د تامين ادعا کوی، خو تر څنګ تقریباً هره ورځ د محاکمې د دخالت پرته وژنو، اختطاف، خپلسري نیولو او په ډزو د وژلو په څير مواردو رپوټونه ورکول کیږي.
د سیاسي او پوځي چارو افغان کارپوه، اسدالله نديم په دې باور دی چې دغه ډول پيښې په تصادفي توګه نه، بلکې د طالب پولیسو له خوا په عمدي توګه ترسره کيږي. هغه وايي دغه ډول کړنې د طالبانو د ویرې او ارعاب پخوانۍ پالیسي او تکتيک دی چې په اغیزمنه توګه ورڅخه کار اخلي.
ندیم وايي: «طالبان عمدا خلک ډاروي.» هغه زیاتوي: «دا د هغوی فلسفه ده چې خلک وډار کړي او خپل فرمان وړونکي يې کړي.»
د طالبانو د حکومت چارواکي په ځينو مواردو کې د خپلو جنګیاليو تېروتنې مني، خو دا چې دوی دې دغه ډول کړنې عمدا وکړي، دغه ډول ادعاوې يې تل رد کړي دي. طالب چارواکو د دویچه ویله سیاسي خپرونې (پخلاینې) ته په کراتو ويلي دي چې دوی د خپلو جنګیالیو په لیکو کې تصفیه کوي او د هر ډول خپلسري کړنو مخالف دي، عاملان ېې نیسي او مجازات کوي يې. دوی همدارنګه وايي چې ډيری وژنې د شخصي خصومتونو پر اساس کیږي چې عاملان يې نیول کيږي او دوی د دغه ډول پیښو مخالف دي. سره له دغو ژمنو هم د تلاشۍ په بېلابېلو پوستو کې د ملکي خلکو د وژنې مختلفې پېښې رپوټ شوې دي.
(dpa)mks/mns