1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د شهر نو برید د تلفاتو شمیر لوړ شوی

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۹, پنجشنبه

یوه چارواکي د پنجشنبې په ورځ وویل چې پر یوه غیر دولتي سازمان باندې د طالبانو د چهارشنبې ورڅې برید له کبله د وژل شویو کسانو شمیر نهو ته لوړ شوی دی. دغه برید د کابل په شهر نو سیمه کې ترسره شوی وو.

https://p.dw.com/p/3ID5q
Afghanistan Fotograf SHAH MARAI | Begräbnis
انځور: Getty Images/AFP/Shah Marai

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، ویلي دي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې پنځه پولیس، یو ساتونکی او درې ملکي وګړي شامل دي. دغه کسان د چهارشنبې په ورځ پر «کونترپارت انترنشنل» غیر دولتي سازمان د طالبانو برید کې وژل شوي دي.

رحیمي زیاته کړې ده چې په دې پیښه کې ۲۰ ملکیان ټپیان شوي هم دي. د کورنیو چارو په یوې مخکیني بیانیه کې راغلي وو چې دغه شپږ ساعته برید تر هغه وروسته چې ځانګړو ځواکونو ټول پنځه برید کوونکي ووژل، پای ته ورسید.

وسله والو لومړۍ په سیمه کې د موټر بم یوه چاودنه وکړه او بیا د دې غیر دولتي سازمان ودانۍ ته ننوتل. طالبانو د پیښې پړه منلې ده او روښانه کړې یې ده چې د «کونترپارت انترنشنل» موسسه یې هدف وو.

برید په داسې حال کې ترسره کیږي چې یوازې څو ورځې مخکې د سولې د لویې جرګې ګډوانوالو پر طالبانو باندې غږ وکړ چې د روژې په میاشت کې اوربند ومني. طالبانو دغه غوښتنه رد کړه.

د چهارشنبې ورځې برید په روان کال کې پر کابل باندې پنځم برید دی. تر اوسه پورې په روان کال کې دغه شان بریدونو په کابل کې لږ تر لږه ۳۳ کسان وژلي او تر ۲۶۰ تنو ډیر یې ټپیان کړي دي.

(ms/bs (dpa