1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د سرپل چارواکي: طالبان په مدرسو کې ماشومان افراطي کوي

۱۳۹۸ تیر ۶, پنجشنبه

د سرپل ځایي چارواکو تائید کړې ده چې طالبان په دې ولایت کې داسي مرکزونه لري چې ماشومان د ځانمرګو بریدونو او تاوتریخوالي په برخو کې روزي. دوی وايي چې طالبانو له دې ولایت څخه د روزنې له پاره ماشومان پاکستان ته هم قاچاق کړي.

https://p.dw.com/p/3L4gJ
Leben im Krieg
آرشیف انځور: د افغانستان یوه مدرسهانځور: Majid Saeedi

د سرپل چارواکي په دې ولایت کې د طالبانو د روزنیزو مرکزونو له ډیریدو خبر ورکوي. هغوی وایي چې طالبان په دې ځای کې ماشومان د ځانمرګو بریدونو او تاوتریخوالي له پاره چمتو کوي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني، دویچه ویله ته وویل چې طالبان په کوهستانات، سوزمه قلعه، سنچارک، صیاد او د سرپل ولایت د مرکز په څنډو کې ماشومانو ته روزنې ورکوي: «طالبانو په سرپل کې له ماشومانو څخه د وسیلې په توګه کار اخیستې دی او هغوی د انتحاري بریدونو د روزنې څو مرکزونه لري.»

د سرپل د والي ویاند د بیلګې په توګه د هغو ځانمرګو ماشومانو یادونه کوي چې د دې ولایت پر ځايي چارواکو برید کول غواړي. هغه وایي چې یوه ۱۲ کلن ماشوم چې د ځانمرګو بریدونو له پاره روزل شوی وو، ځان امنیتي ځواکونو
ته تسلیم کړی دی. چارواکو ویلي دي چې دغه مرکزونه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې دي او ځايي حکومت پرې هیڅ کنترول نه لري.

پاکستان ته د ماشومانو قاچاق

پر دې سربیره د سرپل ولایت چارواکو دا هم منلې ده چې په لسونو ماشومان د ځانمرګو بریدونو د زده کړې په موخه پاکستان ته قاچاق شوي دي. که څه هم دغه بهیر اوس هم روان دی خو په اړه یې دقیق شمیر معلوم نه دی. د دې پوښتنې په ځواب کې چې له دې مسلې خبر دې نو ولې له ماشومانو څخه د ناوړه استفادې په هکله ګام نه اخلي وويل: «د دغو پوځي اډو کوردینات افغان هوایي ځواکونو ته ورکړل شوي او له هغوی مو غوښتي دي چې پر دغو مرکزونو باندې برید وکړي.»

د سرپل د ولایتي شورا مرستیال اسدالله دانش، ویلي دي چې په سرپل ولایت کې دیني مدرسې هم ډیرې شوې دي چې له کبله یې د طالبانو په شمیر کې هم زیاتوالی راغلی دی. هغه زیاته کړه: «په خواشینۍ سره که حکومت دیني مدرسې کنترول او نظارت کړې وای نو د طالبانو شمیر به دومره نه وای زیات شوي.»

ځايي چارواکي وایي چې هغه مدرسې چې ماشومان پکې افراطیت ته رابلل کیږي، د طالبانو تر کنترول لاندې سمیو کې دي او له دې کبله پر هغې باندې نظارت ممکن نه دی. خو د ولایتي شورا دغه غړی وایي چې ډیر شمیر مدرسې چې د حکومت تر کنترول لاندې سیمو کې دي هم هیڅ ډول نظارت نه شته.

د سرپل ولایت یو تن مدني فعال حکمت الله حیدري، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې اړتیا نه ده چې ماشومان د افراطي روزنې او ځانمرګو بریدونو له پاره پاکستان ته قاچاق شي، بلکې په سرپل کې په کافي اندازه پوځي روزنیز مرکزونه شته چې ماشومان پکې افراطي روزنه او نظامي فعالیتونه زده کوي.

د دغه مدني فعال په آند د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې په علني ډول ماشومان پوځي روزنو او افراطیت ته د رابلل کیږي. حیدري وايي چې دوه اوونۍ ترمخه د طالبانو تر کنترول لاندې یوې سیمې ته تللی وو، څو په نظامي فعالیتونو کې له ماشومانو څخه د نه استفادي نمایش وړاندې کړي خو طالبانو د دغه نمایش مخه ونیول. هغه زیاتوي: «طالبانو په علني ډول وویل که چیرې موږ له دغو ماشومانو او د مدرسې له طلباو استفاده و نه کړو، نو څنګه جهاد وکړو.»

دغه مدني فعال وایي چې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې پر مدرسو سربیره، د دولت تر کنترول لاندې سیمو کې هم په لسګونو مدرسې د کوم جواز پرته په غیر قانوني ډول فعالیت کوي او دا چې پر دغو مدرسو کومه څارنه نه کیږي، نو افراطیت د ماشومانو د رابللو احتمال هم شته.

د ولایتي شورا مرستیال او یاد مدني فعال پر دې باور دي چې خلک د دویزو تمایلاتو او دیني باور له مخې خپل ماشومان مدرسو ته لیږي، بې له دې چې خبر اووسي چې دغه ماشومان په دغو مدرسو کې افراطیت ته رابلل کیږي.
 
ش.ا.خ

Pakistan Koranschule in Lahore Schüler
آرشیف انځور: په پاکستان کې یوه دیني مدرسهانځور: AP