1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوست اوسیدونکي: طالبان مو کورونه پلټي او شخصي موټر مو اخلي

۱۴۰۰ آذر ۷, یکشنبه

طالبانو د پخواني دولت ټولو ملکي او نظامي کارکوونکو ته عمومي عفوه اعلان کړه، خو بیا هم له یو شمېر سیمو د ځینو پخوانیو پوځیانو سره د زور زیاتي پېښو خبرونه ورکړل شوي. د خوست يو شمیر اوسیدونکي وايي چې طالبان یې کورونه پلټي.

https://p.dw.com/p/43ag5
Afghanistan Kabul | Taliban-Kämpfer
آرشیفانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د خوست د اوسیدونکو په وینا طالبان د خوست  په مرکز، تڼیو ولسوالۍ او د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې د هغو کسانو کورونه تلاشي کوي، چې  پخوا یې له امریکایانو سره د همکارو افغان ( کي پي ایف) ځواکونو کې دندې ترسره کړي.

که څه هم د کي پي ایف نږدې ټول عسکر د امریکا متحده ایالاتونو له لوري له هېواده ایستل شوي، خو د کورنیو غړي یې وايي، چې دوی لا هم ارامه نه دي، طالبان یې کورونو ته ورځي او په دې نوم ترې شخصي موټر وړي چې په وینا یې دا موټر یې د امریکایانو په پیسو رانیولي دي.

د تڼيو ولسوالۍ یوه اوسیدونکي شاهدالله [مستعار نوم] دویچه ویله آلمان غږ ته وویل چې د دوی په سیمه کې لسګونه هغو کورونو ته طالبان ورغلي او شخصي موټر یې ترې وړي، چې د کورنۍ غړو یې له امریکایانو سره د همکارو افغان ځواکونو غړي وو.  هغه د خپلې سیمې کیسه کوي: «تقریباً پنځلس ورځې کیږي، چې زموږ سیمه کې دا حالت شروع شوی. زه چې یې پیژنم په دې څو ورځو کې د تڼیو له مختلفو کلیو نه تر ۳۰ ډېر موټر د خلکو له کورونو وړل شوي. زموږ د سیمې خلک چې پخوا عسکر وو، اوس امریکا کې دي، دلته یې وروڼه، یا وریرونه پاتې دي او هغوی ته ویل کیږي، چې دا موټر د کمپاین دي او باید دوی ته تسلیم کړل شي.»

«طالبانو مو موټر راڅخه واخیست»

د خوست مرکز یو اوسیدونکی چې د امنیتي دلایلو له کبله یې له نوم اخیستو ډډه کوله دویچه ویله ته وویل چې طالبانو یې موټر اخیستی دی. هغه وایي، یو ورور یې پخوا عسکري کړې وه او طالبانو ترې وغوښتل چې موټر یې ورته وسپاري: «یولس بجې طالبان راغلل او زموږ کور یې محاصره کړو. ما ته یې خبر راکړ، چې ستا سره د کمپاین عسکرو موټر دي هغه موږ ته راکړه. زما یو ورور یو وخت هلته مزدوري کړې وه، خو دا موټر مې د ورور نه دی، زه د خښتو بټۍ لرم او دا موټر ما شخضي اخیستی وو.»

Afghanistan | Coronavirus | Provinz Khost
د خوست ولایت مرکز انځور: DW/F. Zahir

خوست چې په پخواني حکومت کې یې ګڼ شمیر سرتیري او افسران لرل، یو له مهمو ولایتونو څخه شمیرل کیږي. په دغه ولایت کې د کې پي اف یا کمپاین په نامه پوځي قطعې فعالیت درلود چې د رپوټونو په حواله مالي مصارف یې هم د امریکا متحده ایالاتو د ځواکونو پر غاړه وو.

د پخواني حکومت تر پرځیدو وروسته د خوست په شمول د افغانستان له مختلفو ولایتونو د پخوانيو حکومتي او پوځي چارواکو د کورونو د پلټلو راپورونه ورکړل شوي وو. د خوست د نورو سیمو په څیر د دې ولایت په اسماعیل خېلو ولسوالۍ کې هم له یو شمېر کورنیو سره داسې پېښې شوې دي.  یوازې د دې ولسوالۍ په ډډوالو کلي کې تېره اونۍ له کورونو تر پنځلس موټر وړل شوې دي.

د دې ولسوالۍ یوه اوسیدونکي چې له امنیتي وېرې خپل دویم نوم ایمل خان را پیژني دویچه ویله ته وویل چې طالبان یې کور ته ورغلل او موټر یې ترې وړی دی. نوموړی وایي: «دوه ورځې مخکې زموږ کلي ته طالبان راغلل او کلی یې محاصره کړ، زموږ کور ته راغلل او راته وویل شول، چې شحصي ټوډي موټر ورکړم. زما یو ورور عسکر و. هغه اوس امریکا کې دی. طالبانو ویل، چې دا [موټر دې] ورور د امریکایانو په پیسو اخیستی او باید دوی ته یې تسلیم کړم.»

طالبان د دې پیښو په هکله څه وايي؟

د خوست ولایت له پاره د طالبانو اوسني امنیه قوماندان څو ورځې وړاندې په یوه خبري کنفرانس کې تاید کړه، چې له یو شمېر هغو کسانو موټر ټولوي چې په تېر حکومت کې یې له کي پي ایف ځواکونو سره دندې ترسره کړې او اوس هم د طالبانو نظام تخریبوي. دویچه ویله له نوموړي سره د مرکې لپاره اړیکه ونیوله، خو امنیه قوماندان په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

د طالبانو د دفاع وزارت سرمفتش او د طالب لیکو د تصفیې کمېسیون مشر مفتي لطف الله حکیمي چې یو شمېر ولایتونو ته یې سفرونه هم کړي په یو شمېر پیښو کې د طالب جنګیالیو له سرغړونو سر ټکوي. هغه څو ورځې وړاندې په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال له طالب جنګیالو وغوښتل چې خلک دې په وحشت کې نه اچوي.

د طالبانو د لیکو د تصفیې کمېسیون مشر مفتي لطف الله حکیمي څه موده وړاندې په کابل کې د طالبانو یوې غونډې ته په دې هکله ویلي وو چې « د دې ولس ښه او بدي سړي زموږ خپل دي. هر سړی حق نه لري، چې د خلکو په شخصي حریم ورننوځي او هر سړی حق نه لري، چې له ځانه د امر بالمعروف والنهي عن المنكر مشر جوړ کړي.»

آیا بيول شوي موټر بیرته خپلو ماليکنو ته سپارل کيږي؟

Afghanistan I Lage in Kabul spitzt sich zu I 15.08.2021
طالبان وايي که د چا شخصي موټر په شک وړل شوې وي، د قانوني اسنادو په وړاندې کولو يې بیرته ورسپاري - آرشیفانځور: Zabi Karim/AP/picture alliance

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي بیا دا ادعاوې ردوي چې په خوست او یا د هېواد په کومه بله سیمه کې دې طالب جنګیالي د چا شخصي موټرې وړي وي. نوموړي دویچه ویله ته وویل، دوی یوازې هغه موټر ټولوي چې دولتي دي او که د چا شخصي موټر په شک وړل شوې وي، د قانوني اسنادو په وړاندې کولو سره به یې بیرته خپلو مالکینو ته وسپاري.

د خوست اوسیدونکي وايي چې د طالبانو له لوري وړل شوي موټر پوځي او دولتي نه دي بلکې په ځینو مواردو کې دغه موټر د پخوانيو پوځیانو شخصي مالکیت دی چې اوس یې د کورنۍ نور غړي استفاده کوي.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمې له دویچه ویله سره په خبرو کې دغه راز پیښې ردوي او وايي: «که له چا څخه د شک پر بنیاد موټر بیول شوی وي، د هغوی اسناد به ارزیابي کیږي او که ثابته یې کړي چې شخصي موټر دي بیرته به [خپلو مالکینو ته]سپارل کیږي.» هغه زیاتوي چې دولتي موټر د بیت المال حق دی او باید بیرته بیت المال ته وسپارل شي.

 د خوست لپاره د طالبانو والي مولوي محمد نبي عمري په وروستیو ورځو کې له ولایتي مسؤلینو سره په یوه غونډه کې ټینګار کړی، چې په هیڅ نوم دې له خلکو او په ځانګړي توګه د پخواني حکومت له کارکوونکو سره زور زیاتی نه کیږي. 

د طالبانو د حکومت په لومړیو دریو میاشتو کې د افغانستان له ځینو نورو سیمو هم د ورته پیښو راپورونه ورکړل شوي دي. د پخواني حکومت تر پرځیدو وروسته ګڼ شمیر پخواني ملکي او پوځي چارواکي له افغانستانه وتلي او ګڼ شمیر یې لا هم په جګړه ځپلي افغانستان کې له امنیتي ګواښونو سره شپې او ورځې سبا کوي.

دلته د خوست ولايت اړوند زموږ څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ.