د ایران جګړه؛ خلیج هېوادونو د نوو بریدونو خبر ورکړ
خپور شوی ۱۴۰۴ اسفند ۲۲, جمعهوروستی بدلون ۱۴۰۴ اسفند ۲۴, یکشنبه
هغه څه چي بايد په پوه سئ
-
ترمپ: د ایران جنګ د پای له پاره کومې هوکړې ته چمتو نه یم
-
ایران اسرائیل سره دهمکارۍ په تور ۲۰ کسان نيولي
-
سپاه د نتنیاهو د وژلو ژمنه کړې
-
اماراتو ته د ایران تر خبرداري وروسته خلیجي هېوادونو د نوو بریدونو خبر ورکړی
-
حماس له ایران وغوښتل چې پر ګاونډیو هېوادونو بریدونه ونه کړي
-
شمالي کوریا د سمندر په لور ۱۰ توغندي توغولي
-
ناټو تائيد کړه چي د ايران يو بالستيک توغندی يې شنډ کړی دی
-
د جګړې په ۱۴مه ورځ هم په ټوله سیمه کي د توغندیو او ډرون بریدونه دوام لري
-
سعودي وايي نوري بې پيلوټه الوتکي يې ويشتلي دي
-
په عراق کي د الوتکي رالوېدو په پيښه کي څلور امریکایي سرتېري وژل سوي
د منځني ختیځ کړکېچ؛ پاپ لیو د جګړې د پای او اوربند غوښتونکی شو
پاپ لیو څوارلسم، ایران سره د امریکا او اسرائیل د جګړې د فوري درولو او اوربند غوښتنه کړې. لیو چې لومړنۍ امریکايي پاپ دی دغه خبره ېې د یکشنبې په ورځ د واټیکان سيټي په سن پېترو مېدان کې د لسونو زرو خلکو ته په وینا کې وکړه.
د واټیکان د خبري ویب پاڼې په حواله، د کاتولیک کلیسا مشر، پاپ ليو څوارلسم، په خپله وینا کې وویل «د منځني ختيځ د مسیحیانو او ټولو نیکو ښځو او نارینه و په نوم: اوربند وکړئ! پرېږدئ چې خبرو اترو ته لاره بېا پرانيستل شي.»
هغه زیاته کړه چې «تاوترېخوالی هېڅ کله نشي کولی پر عدالت منتج شي او یا هغه ثبات رامنځ ته کړي چې خلک ېې په تمه دي.»
پاپ لیو څوارلسم چې په خټه له شیکاګو دی، اما له احتیاط کار واخیست او له دې ېې ډډه وکړه چې په مستقیمه توګه پر چا د دغې جګړې پړه واچوي، کومه چې د امریکا متحده ایالاتو او د هغه له نژدې متحد اسرائیل له خوا پیل شوې ده.
خو هغه په داسې حال کې پر «ښوونځیو» د امریکا پر حملې خپلې نیوکې کړي چې امریکا د ایران د یو ښوونځي په بمي چاودنه کې چې ګڼ شمېر ښځینه زده کونکې په کې ووژل شوې، د خپلې مشکوکې ښکېلتيا په هکله له دقیقو څېړنو سره مخ ده.
لیو وویل: «په زرونو بې ګناه انسانان وژل شوي دي، ډېر نور اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.» هغه زیاته کړه: «زه یو ځل بیا ټولو هغو خلکو له پاره دعا کوم چې پر ښوونځيو، روغتونونو او د هستوګنې پر سیمو شوو بریدونو کې ېې خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي.»
زیلنسکي: اوکراین د خلیج په جګړه کې ښکېل نه دی
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي دغه خبره وروسته له هغې کړې چې کیف سیمې ته د ایران ساخت کامي کازه ډرونونو متخصصین واستول. د هغه په وینا د منځني ختيځ هېوادونه د دغو ډرونونو پر وړاندې د مبارزې له پاره اوکرايني متخصصینو ته اړتیا لري.
زیلنسکي خبریالانو ته وویل چې منځني ختيځ ته ېې درې مسلکي ټيمونه واستول تر څو هلته د ډرونونو مسلکي آزموینې تر سره او دا چې دفاعي سیستمونه څنګه باید وکارول شي.
نور ولولئ: ترمپ: د ایران جنګ د پای له پاره کومې هوکړې ته چمتو نه یم
د اوکراین ولسمشر د روانې اوونۍ په سر کې ویلي وو چې اوکرايني ټیمونه قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او همدارنګه په اردن کې د امریکا متحده ایالاتونو پوځي اډې ته استول شوي دي.
خو زیلنسکي له بلې خوا ټينګار کوي چې هېواد ېې د خلیج په روانه جګړه کې دخیل نه دی: «دا په جګړه کې د دخالت په هکله نه ده. موږ د ایران په جګړه کې دخيل نه یو.»
هغه وویل چې د ډرونونو په تړاو د اساسي او اوږدمهاله تړون له پاره کېدای شي د خليج هېوادونو سره خبرې اترې وشي او دا چې اوکراین به ېې په بدل کې څه مرستې غواړي، لا هم بحث ته اړتیا لري.
نور ولولئ: اماراتو ته د ایران تر خبرداري وروسته خلیجي هېوادونو د نوو بریدونو خبر ورکړی
خو زیلنسکي یوه خبره روښانه کړه او وې ویل: «نن ورځ موږ ته مالي تمویل او تنکنالوژي دواړه مهم دي.»
خلیجي هېوادونو پر خپلو دفاعي سیستمونو درنه پانګونه کړې تر څو د ایران ساخت شاهين ډرونو او توغنديو پر وړاندې مبارزه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې اوکراین هره شپه په مختلفو وسلو روسي ډرونونه راغورځوي. اوکراین په دې برخه کې له ارزانه او کوچنیو ډرونونه او یا هم له پرازیت خپرونکو تجهیزاتو استفاده کوي.
زیلنسکي زیاته کړه چې د خلیج هېوادونو علاوه، امریکا متحده ایالاتو، اروپا، منځني ختيځ او افریقايي هېوادونه هم غواړي چې د اوکراین په مرسته له ډرونونو سره مقابله وکړي.
ایران وايي اسرائيل ته د همکارۍ په تور ېې شل کسان نېولي دي
د ایران ځايي رسنیو یکشنبه د مارچ ۱۵مه رپوټ ورکړ چې د ایران امنيتي چارواکو دغه افراد په شمال لویديځ ولایت، غربي آزربایجان کې نیولي دي.
فارس نیوز په خپل رپوټ کې د ایالتي څارنوال، حسین مجیدي، له قوله وايي چې دغه کسان اسرائيل سره د تړاو لرونکې ېوې شبکې پر ضد د عملیاتو په جریان کې نيول شوي دي.
رپوټ زیاتوي چې «شل کسان وروسته له هغې ونیول او توقیف شول» چې تشخیص شول هغوی «صهیونیست دښمن» ته د پوځ، د قانون د اجرا او امنيتي ځایونو په هکله معلومات استول. ایران حکومت د اسرائېل ته د «صهیونیست دښمن» نوم کاروي.
د فرانسې خبري آژانس له تهرانه د ځايي رسنیو په حواله لیکي چې ایراني چارواکو په وروستیو ورځو کې د ټول ایران په سطحه چاڼیز عملیات په لاره اچولي چې په ترڅ کې ېې په سلګونو کسان اسرائیل او امریکا متحده ایالاتو سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي.
وروسته له هغې چې امریکا او اسرائیل د فبروري په ۲۸مه پر ایران ناڅاپی حمله وکړه او پکې د ایران مذهبي رهبر آیت الله علي خامنه ای ووژل شول، په سیمه کې جګړه ادامه لري.
لا تر اوسه د دغې جګړې د پای ته رسېدو کوم څرګ نه لګیږي.
د رپوټونو مطابق د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ خبرداری ورکړی چې هغه د ایران پر ضد د روانې جګړې د پای له پاره کوم توافق ته چمتو نه دی. نن یکشنبه اسرائیل بیا پر ایران نوي بریدونه کړي په داسې حال کې چې ایران بیا د اسرائیل د صدراعظم د وژلو ژمنه کړې ده.
ایران چې د انتقام ګواښ کوي، نن یکشنبه ېې سپاه پاسداران ډلې وویل که چېرته د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو لاهم ژوندی وي دوی به ېې په پوره ځواک تعقیب او ووژني.
ترمپ: د ایران جنګ د پای له پاره کومې هوکړې ته چمتو نه یم
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ وايي چې هغه د ایران پر ضد د روانې جګړې د پای ته رسولو په موخه کومې هوکړې ته چمتو نه دی. اسرائیل نن یکشنبه پر ایران نوي بریدونه کړي او ایران بیا د نتنیاهو د وژلو خبرداری ورکړی.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر له «ان بي سي نیوز» شبکې سره په یوه مرکه کې وویل چې هغه د اوس له پاره تیار نه دی ایران سره د جګړې د پای په موخه کومه هوکړه وکړي.
دونالد ترمپ وویل که څه هم ایران علاقه لري چې د مذاکرې مېز ته کینې خو واشنګټن به د ښو شرایطو د رامنځ ته کولو له پاره مبارزې ته ادامه ورکوي چې کېدای شي په کې د ایران د نفتو په تر ټولو ستر مرکز خارک ټاپو باندې بیا بمي حملې هم شاملې وي «یوازې د ساعتیرۍ له پاره.»
ترمپ وویل: «ایران غواړي یوه هوکړه وکړي، خو زه ېې نه غواړم، ځکه چې شرایط لا تر اوسه په کافي اندازه ښه نه دي.»
هغه په دغه مرکه کې خبرداری ورکړ چې امريکايي ځواکونه به د هرمز تنګې په شمال کې د ایران پر سواحلو بریدونو ته زور ورکړي تر څو د نفتو کښتیو انتقالاتو ته لار هواره شي.
د ایران نوي روحاني رهبر آیت الله مجتبی خامنه ای بیا په یوې لیکلې اعلامیه کې ژمنه کړې چې د هورمز تنګی به تړلی وي. خو ترمپ دغه موضوع رد کړه او وې ویل چې ایران حتی پر سیمه کنټرول نه لري. ترمپ د ایران د نوی رهبر په هکله وویل: «زه نه پوهېږم، هغه دې حتی لا ژوندی وي. تر اوسه پورې هېڅ څوک نه دي توانېدلي چې هغه وښيي.»
که څه هم د ایران نوی رهبر مجتبی خامنه ای تر اوسه په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی، خو ایران د شنبې په ورځ وویل چې د «نوي رهبر په هکله هېڅ کوم ستونزمن څه نشته دي.»
اماراتو ته د ایران تر خبرداري وروسته خلیجي هېوادونو د نوو بریدونو خبر ورکړی
دا لومړی ځل دی چې ایران له متحده عربي اماراتو غوښتي چې خپل درې مهم بندرونه تخلیه کړي. متحده عربي امارات د ایران ګاونډی او یو غیر امریکايي شتمنۍ لرونکی هېواد دی.
تهران تور لګوي چې امریکا متحده ایالاتو پر خارک جزیرې بریدونو کې د «اماراتو له بندرونو، د کښتیو تم ځایونو او پټنځایونو» څخه استفاده کړې ده، خو په دې هکله ېې کوم شواهد نه دي وړاندې کړي. خارک د ایران د نفتو د صادراتو تر ټولو مهم ترمينل دی چې تېره ورځ پرې امریکا متحده ایالاتو درنې حملې وکړې.
خو امارتي مشاور د ایران دغه ادعا غندلې چې ګواکې امریکا پر خارک ټاپو باندې حمله، له عربي متحده اماراتو کړې ده.
په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي چې هیله مند دی چې د هرمز حیاتي تنګي د امنيت له پاره متحدین خپلې جنګي بېړۍ ساحې ته واستوي.
په لبنان کې هم د بشري ناوړه وضعیت څخه ويل کيږي. رپوټونه وايي اسرائيلي حملو سره په تړاو نژدې ۸۰۰ کسان وژل شوي او له ۸۵۰زرو څخه ډېر نور بېځایه شوي دي.
سپاه د نتنیاهو د وژلو ژمنه کړې
د ایران سپاه پاسداران ډلې د یکشنبې په ورځ د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د وژلو ژمنه وکړه. دغه خبر د ایران دولتي خبري آژانس اېرنا ورکړ.
د ایرنا په حواله سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ويلي که چېرته د اسرائيل «صدراعظم لاهم ژوندی وي، موږ به په پوره ځواک سره د هغه تعقیب او وژلو ته ادامه ورکوو.»
د اسرائیل پوځ هم ويلي چې ایران د اسرائیل پر لور د توغندیو نوې څپه توغولې ده. د اسرائیل پوځ ويلي چې تر حملو لاندې استوګنیزو ساحو کې الارمونه یا د خطر زنګونه غږول شوي او د دوی دافع هوا سیستم فعال دی.
بحرین او سعودي باندې بریدونه
عربي متحده اماراتو د یو توغنديز برید خبر ورکړی او له ځايي اوسېدونکو څخه یې غوښتي چې امن ځایونه ته پناه یوسي. په عین وخت کې په بحرین کې هم د خبردارۍ او خطر زنګونه وهل شوي دي.
د سعودي عربستان د دفاع وزارت ويلي چې دفاعي سیستم ېې په پلازمېنه ریاض او د هیواد په شرقي سیمه کې لس ډرون له منځه وړي.
ایران بیا ادعا کوي چې پر ګاونډيو هېوادونو حملې د دوی په ټکو «دښمن» کوي، تر څو پړه ېې پر تهران ور واچوي.
د ایران دولتي رسنیو په حواله، د ایران د ګډو ځواکونو قوماندانۍ د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې «دښمن» د ایران ساخت ډرونونو کاپي کوي او د هغو په واسطه پر ګاونډیو هېوادونو حملې کوي.
ترمپ: روسیه له ایران سره مرسته کوي
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ وايي په آند ېې د دې امکان شته چې پوتین له ایران سره د امریکا او اسرائیل په جګړه کې مرسته کوي. هغه په عین حال کې دا هم وویل چې پوتین به فکر کوي چې موږ له اوکراین سره مرسته کوو.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر له «ان بي سي نیوز» شبکې سره په یوه مرکه کې وویل چې هغه د اوس له پاره تیار نه دی ایران سره د جګړې د پای په موخه کومه هوکړه وکړي.
دونالد ترمپ وویل که څه هم ایران علاقه لري چې د مذاکرې مېز ته کینې خو واشنګټن به د ښو شرایطو د رامنځ ته کولو له پاره مبارزې ته ادامه ورکوي چې کېدای شي په کې د ایران د نفتو په تر ټولو ستر مرکز خارک ټاپو باندې بیا بمي حملې هم شاملې وي «یوازې د ساعتیرۍ له پاره.»
ترمپ وویل: «ایران غواړي یوه هوکړه وکړي، خو زه ېې نه غواړم، ځکه چې شرایط لا تر اوسه په کافي اندازه ښه نه دي.»
هغه په دغه مرکه کې خبرداری ورکړ چې امريکايي ځواکونه به د هرمز تنګې په شمال کې د ایران پر سواحلو بریدونو ته زور ورکړي تر څو د نفتو کښتیو انتقالاتو ته لار هواره شي.
د ایران نوي روحاني رهبر آیت الله مجتبی خامنه ای بیا په یوې لیکلې اعلامیه کې ژمنه کړې چې د هورمز تنګی به تړلی وي. خو ترمپ دغه موضوع رد کړه او وې ویل چې ایران حتی پر سیمه کنټرول نه لري. ترمپ د ایران د نوی رهبر په هکله وویل: «زه نه پوهېږم، هغه دې حتی لا ژوندی وي. تر اوسه پورې هېڅ څوک نه دي توانېدلي چې هغه وښيي.»
که څه هم د ایران نوی رهبر مجتبی خامنه ای تر اوسه په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی، خو ایران د شنبې په ورځ وویل چې د «نوي رهبر په هکله هېڅ کوم ستونزمن څه نشته دي.»
حماس له ایران وغوښتل چې پر ګاونډیو هېوادونو بریدونه ونه کړي
حماس د شنبې په ورځ (د مارچ۱۴مه) په یوه اعلامیه کې ويلي که څه هم تهران دا حق لري چې د اسرائیل او امریکا متحده ایالاتو حملو ته متقابل ځواب ورکړي، خو «په ایران کې له وروڼو» ېې غوښتي چې پر ګاونډيو هېوادونو د حملو له ادامې ډډه وکړي.
د رپوټونو مطابق د ایران جګړې له پیل راپدېخوا، د خلیج سیمې یو شمېر هېوادونه د ایراني ډرونونو او توغندیو هدف ګرځول شوي دي.
حماس د سیمې پر هېوادونو غږ کړی چې «د دغه تېري د درولو او خپلو تر منځ د ورورلۍ پیوندونو د ساتنې له پاره همکاري وکړي.»
ایران له لسیزو راپدېخوا له حماس څخه مالي او پوځي ملاتړ کوي. حماس له ایران علاوه له خليجي هېواد قطر سره هم اړيکې لري.
امریکا او اسرائیل دوه اوونۍ مخکې پر ایران پراخې حملې پېل کړې. تهران تر دې مخکې ويلي وو چې د حملې په صورت کې به په خلیجي هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې د دوی مشروع اهداف وي. له جګړې له پېل راپدېخوا ایران د اسرائیل علاوه په خلیج سیمه کې د واشنګټن د متحدو هېوادونو د طبیعي ګازو او نفتو تاسیسات په نخښه کړي دي.
د حماس په مشرۍ جنګیالیو د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷مه پر اسرائیل ناڅاپي حمله وکړه او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ېې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور ېې یرغمل کړل. تر دغې حملې وروسته په غزه کې د حماس او اسرائیل جګړه پیل شوه چې په کې په زرونو فلسطینیان ووژل شول او غزه په کنډواله واوښته. په دې لړ کې د ۲۰۲۴م کال په وروستیو کې د حماس مشر، اسماعیل هنیه، د ایران په پلازمېنه تهران کې ووژل شو چې پر هغه د شوي برید مسئولیت اسرائیل ومانه.
حماس په یو شمېر هېوادونو کې د ترهګرې ډلې په توګه طبقه بندي شوې ده. د بیلګې په توګه آلمان او د امریکا متحده ایالاتو او ګڼو نورو هیوادونو د حماس ډله د ترهګر سازمان په توګه اعلان کړې او فعالیتونه یې منع کړي دي.
شمالي کوریا د سمندر په لور ۱۰ توغندي توغولي
د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو د لوی درستیز په خبره، توغندي د شمالي کوریا پلازمېنې پیونګ یانګ ته نږدې له یوې سیمې څخه ویشتل شوي؛ خو د واټن په هکله یې جزئیات نه دي ورکړي. بل لوري ته د جاپان د دفاع وزارت وویل چې دغه توغندي د دې هېواد د ځانګړې اقتصادي سیمې څخه بهر د سمندر په اوبو کې لويدلي دي.
د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز وویل، چې پوځ په سیمه کې څارنه زیاته کړې او د ممکنه نورو توغندیو د توغولو پر وړاندې د چمتووالي حالت ساتي او په دې تړاو له متحده ایالاتو او جاپان سره نیږدې معلومات شریکوي.
د شمالي کوریا له لوري دغه توغندي داسې مهال ویشتل کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو او سویلي کوریا وسلوال پوځونه خپل کلني پسرلني تمرینات کوي چې پکې زرګونه سرتېري برخه لري. دغه پوځي تمرینات داسې مهال کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ټرمپ اداره په منځني ختیځ کې هم د ایران پر وړاندې په جګړه کې ښکیله ده.
د منځني ختیځ جګړې دا اندېښنې راپورته کړې چې ښايي په سویلي کوریا کې د امنیتي چمتووالي په برخه کې خلاوې رامنځ ته شي. یو شمیر ځايي رسنیو د امنیتي کامرو د ویډیوګانو او نورو انځورونو په حواله په خپلو راپورونو کې ګومان کړی چې متحده ایالات ښايي په دغه هېواد کې ځای پر ځای شوي د توغندیو دفاعي ځینې سیستمونه د ایران پر ضد د جګړې او پوځي عملیاتو د ملاتړ لپاره بل ځای ته انتقال کړي.
اسوشیتید پریس خبري آژانس په دې تړاو د جنوبي کوریا د ولسمشر له دفتر څخه هم پوښتنه وکړه خو د ولسمشر دفتر وویل چې د امریکا د پوځي عملیاتو د جزئیات په هکله معلومات نه لري او پخلی یې هم نه شي کولی. دغه دفتر زیاته کړه چې د امریکا د پوځي تجهیزاتو احتمالي لېږد به د اټومي وسلو لرونکې شمالي کوریا پر وړاندې د متحدینو پر دفاعي دریځ اغېز ونه لري، او د سویلي کوریا د دودیزو پوځي ځواکونو ځواک او قدرت یې هم یاد کړ.
شمالي کوریا له ډېر پخوا راهیسې دا ډول پوځي تمرینونه د یرغل د تمرینونو په توګه بیانوي او ډېر وخت یې د خپل پوځي ځواک د ښودلو یا د وسلو د ازموینو له پاره د پلمې په توګه کاروي.
شمالي کوریا په تېرو کلونو کې څو ځله په پرله پسې ډول د توغندیو ازموینې هم ترسره کړې دي او ویلي یې دي چې دا د سویلي کوریا پر هدفونو د اټومي بریدونو د تمرینونو بڼه لري.
په عین وخت کې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت جلا اعلامیې خپرې کړې دي چې پکې یې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل ګډ بریدونه غندلي او د تهران د نوي ستر مشر مجتبی خامنهاي ملاتړ یې هم څرګند کړی دی.
د جنوبي کوریا او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د «فریډم شیلډ» په نامه دغه پوځي تمرینات د روانې مارچ میاشتې تر ۱۹ نیټې پورې دوام کوي. دا پوځي تمرینونه چې تر ډېره د کمپیوټري شبیه سازۍ پر بنسټ ولاړ دي، د متحدینو ګډې عملیاتي وړتیاوې ازمويي او پکې د جګړې بدلېدونکې سناریوګانې او امنیتي ننګونې هم شاملې دي.
دا هم په داسې حال کې ده چې کیم جونګ اون روسیه د خپلې بهرنۍ تګلارې په برخه کې یو مهم لومړیتوب ګرځولی او د مسکو د اوکراین جګړې د ملاتړ له پاره یې زرګونه سرتېري او ډېر پوځي تجهیزات استولي دي.
ملګري ملتونه: په ایران کي نږدې ۲۲۰۰۰ ملکي ودانۍ زیانمني سوي دي
د ملګرو ملتونو یوه استازي وویل چي د منځني ختیځ په روانه شخړه کي تر اوسه پوري په ایران کي شاوخوا ۲۲۰۰۰ ملکي ودانۍ زیانمني سوي دي.
د مهاجرت په نړیوال سازمان کي د ایران د دفتر مشر، سلوادور ګوتیریز، په وینا، تر ۱۷۰۰۰ زيات یې استوګننځايونه دي.
هغه وويل: «د نورو انساني کړاوونو د مخنيوي له پاره د تاوتريخوالي کمول خورا مهم دي، او د ملکي وګړو ساتنه بايد مطلق لومړيتوب وي.»
دولتي رسنۍ وايي د تهران غونډي ته نږدې په چاودنه کي یو کس وژل سوی
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی دی چي د جمعې په ورځ په تهران کي یوې لویې غونډې ته نږدې په چاودنه کي یو کس وژل سوی دی.
چاودنه هغه څلورلاري ته نږدې وشوه چي د په زرونو کسانو چي د ایران بیرغونه یې په لاس کي ول او د قدس د ورځي د لمانځلو له پاره راټول سوي ول.
په دې غونډه کي ولسمشر مسعود پزشکیان، د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د ملي امنیت شورا لوړ پوړی چارواکی علي لاریجاني هم ګډون کړی وو.
لاریجاني په هغه وينا کي چي له دولتي تلویزیون څخه خپره سوه، وويل: «دا بریدونه د ویرې او نا امیدۍ له امله دي.» «څوک چي قوي وي هغه به پر لاریونونو بمباري ونه کړي. دا روښانه ده چې [دښمن] مات سوی دی.»
ترکیه وايي د ناټو هوايي دفاع دریم ایرانی توغندی ویشتلی دی
د ترکیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چي د ناټو هوايي دفاع د جمعې په ورځ د ترکیې هوايي حریم ته د ننوتو پر مهال د ایران یو بالستیک توغندی شنډ او له منځه یوړ.
د دغه وزارت په اعلامیه کي ویل سوي: «یو بالستیک توغندی چي له ایران څخه توغول سوی او د ترکیې هوايي حریم ته ننوتی و، د مديترانې په ختيځ کي ځای پر ځای سويو د ناټو د هوايي او توغندیو دفاعي سیسټمونو له خوا شنډ سو.»
دا په يوه اونۍ کي دريمه داسي پېښه ده.
وزارت زیاته کړې ده چي انقره د دې مسلې د روښانه کولو له پاره ټول اړین ګامونه اخلي.
ناټو هم تائید کړه چي د دوی هوايي دفاع یو بل ایرانی بالستیک توغندی ویشتلی دی.
د ناټو ویاندې الیسن هارټ، د جمعې په ورځ وویل: «ناټو ويښه ده او د ټولو متحدینو په دفاع کي ټینګه ولاړه ده.»
په عراق کې د امریکا د تېلو رسولو الوتکي د عملي د څلورو غړو وژل کېدل تائید سول
د امریکا مرکزي قوماندې نن سهار اعلان وکړ چي د عراق په لوېدیځ کي د یوې امریکایي پوځي الوتکي د رالوېدو په پيښه کي د عملي له شپږو غړو څخه څلور یې وژل سوي دي.
په الوتکه کي د عملې د دوو نورو غړو په اړه څه نه دي ویل سوي، او مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ويلي دي چي د مرستي او ژغورني هڅي رواني دي.
په بيان کي ويل سوي دي: «داچي پيښه څرنګه رامنځه ته سوې اوس څېړنه روانه ده.» زياته سوې چي «په هرصورت، الوتکه نه د دښمن او نه هم د دوستانه ډزو له امله رالوېدلې ده.»
دا په دې معنا ده چي له نږدې دوو اونيو راهيسي د ايران د جګړې له پيله په منځني ختيځ کي ۱۱ امريکايي سرتيري وژل سوي دي.
سپاه پاسداران د هر ډول احتمالي لاريونونو پر وړاندي د سخت غبرګون خبرداری ورکړی
د ایران سپاه پاسداران د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چي د حکومت ضد هر ډول احتمالي لاریونونه به حتی په جنوري میاشت کي د لاریونونو د ځپلو په پرتله له سخت غبرګون سره مخ سي.
سپاه پاسداران په یوه بیان کي چي په دولتي تلویزیون کي خپور سو، وویل: «بد دښمن، چي د خپلو ساحوي اهدافو په ترلاسه کولو کي پاته راغلی، یو ځل بیا د ویري او سړکونو د بلواګانو د رامنځته کولو په لټه کي دی.» هغوی ژمنه وکړه چي که نوي ناکرارۍ رامنځته سي نو «ګوزار به د جنوري تر ۸ نېټې زورور وي.«
په ډسمبر مياشت کي د ژوند د لوړ لګښت پرضد په ايران کي پيل سوي لاريونونه په جنوري میاشت کي د رژيم د بدلون په غوښتني واوښتل چي د ايران رژيم يې په سرکوبه کولو پيل وکړ او په زرونو کسان پکښې ووژل سول.
د اسرائيل لومړي وزير بنیامین نتانیاهو ویلي دي چي پر ایران يې د بریدونو یو هدف دا دی چي «د ایران د خلکو له پاره داسي شرایط رامنځته کړي چي د ایران حکومت نسکور کړي».
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ هم پر ایرانیانو ږغ کړی دی چي خپل حکومت نسکور کړي.
ايران او اسرائيل يو پر بل بريدونه کړي دي
د اسرائيل پوځ اعلان وکړ چي د جمعې په سهار یې پر تهران باندې د «پراخو» هوايي بریدونو لړۍ پیل کړې، او د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی دی چي په تهران او نورو سیمو کي د چاودنو ږغونه اورېدل سوي دي.
د اسرائيل پوځ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چي د دوی هوايي ځواک د تیري ورځي په جريان کي د ايران په لویدیځ او مرکزي سيمه کي تر ۲۰۰ زيات هدفونه په نخښه کړي دي.
ایران د شپې لخوا د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل چي د امریکا او اسرائيل هغه ادعاوي یې کمزوري کړې چي ګويا د ایران د اوږد واټن ویشتونکو وسلو د زیرمو یوه لویه برخه یې شنډ کړې ده.
د اسرائیل په شمال کي ډاکټرانو وویل چي دوی ۵۸ کسان روغتون ته لیږدولي دي چي ډېری یې سرسري ټپيان دي.