د ایران جګړه: تهران بيا هوايي بريدونو ولړزاوه
خپور شوی ۱۴۰۴ اسفند ۱۲, سهشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۴ اسفند ۱۳, چهارشنبه
هغه څه چي بايد په پوه سئ
- ایران پر څو خلیجي هېوادونو بریدونه پيل کړي دي
-
په ریاض کي د امریکا پر سفارت د بې پیلوټه الوتکي برید سوی دی
-
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ وايي چي ځواب به «ډیر ژر» وي
-
اسرائیل په بیروت کې بریدونه پیل کړل
په خلیج هیوادونو د ایران بریدونه دوام لري
ایران له سې شنبې څخه تر نن چهارشنبې پورې د خلیج په سیمه کې خپل بریدونو ته دوام ورکړی. په کویت کې، یوه ۱۱ کلنه نجلۍ د یویې ودانۍ د راغورځیدو له امله وژل شوې ده.
د کویت د روغتیا وزارت د چهارشنبې په سهار په یوه خبر پاڼه کې وویل چې د دغې نجلۍ د ژغورنې لپاره د بیړنیو خدماتو هڅې ناکامې وې.
دغه وزارت په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.د کویت د هوايي دفاع سیسټم یو شمیر ایراني ډرونونه او راکټونه ویشتلي، او د ځینو تلفاتو راپورونه یې ورکړي دي.
په ورته وخت کې، د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ د سعودي پلازمینې ریاض په سویل کې په یوه سیمه کې دوه کروز توغندي ویشتلي او له منځه یې وړي.
د سعودي د دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې وویل: «په الخرج سیمه کې دوه کروز توغندي ویشتل شوي او له منځه وړل شوي.«
دغه راز یې په یوه بله پیښه کې د نهو بې پیلوټه الوتکو د راغورځولو راپور ورکړی دی.
انځورونه — تهران بيا هوايي بريدونو ولړزاوه
سره مياشت: په ایران کي تر اوسه نیږدې ۸۰۰ کسان وژل سوي
د ایران د سرې میاشتي ټولني د سې شنبې په ورځ وویل چي له شنبې ورځ راهيسي پر ايران باندي د امریکا او اسرائيل په هوايي بريدونو کي لږ تر لږه ۷۸۷ کسان وژل سوي دي.
دغه مرستندویه سازمان د تیلیګرام په یوه پیغام کي اعلان وکړ چي د ايران پر ۱۵۳ ښارونو باندي هوایي بریدونه سوي دي.
یاد سازمان زیاته کړې ده چي احتمال لري چي د مړو شمېر تر دې هم لوړ سي، ځکه چي په ډېرو ځایونو کي د لټون او ژغورني عملیات لا دوام لري.
په عین وخت کې ناروې میشته د بشري حقونو سازمان هینګاو د دوشنبي په ورځ اعلان وکړ چي له څلورو ورځو راهیسي چي جګړه پیل سوې، تر ۱۵۰۰ ډېر کسان وژل سوي دي.
د وژل سویو کسانو شاوخوا ۱۳۰۰ یې د وسله والو ځواکونو غړي او شاوخوا ۲۰۰ یې ملکي وګړي ګڼل سوي دي.
اسرائيلي رسنیو د اسرائیل د استخباراتو په حواله ويلي دي چي د شنبې په ورځ د بریدونو له پیل راهیسي د امریکا او اسرائيل ګډ پوځي کمپاین کې د ایران د سپاه پاسداران تر ۱۰۰۰ ډیر غړي وژل سوي دي.
ایران وايي امریکا د اسرائیل په استازیتوب جګړه کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، ویلي دي چې د امریکا متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څرګندونې ښيي چې امریکا متحده «د اسرائیل په استازیتوب جګړې ته داخل شوي».
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، په ټولنیزه شبکه ایکس کې په یوه خپاره شوي پیغام کې ویلي دي چې «ښاغلي روبیو هغه څه ومنل چې موږ ټول پرې پوهېدو او هغه دا چې امریکا د اسرائیل په استازیتوب د خپلې خوښې جګړې ته داخله شوې ده. هیڅکله هم د «ایراني تهدید» تر عنوان لاندې کومه اصطلاح یا پدیده موجوده نه وه.
تر دې مخکې، د همدې تیرې دوشنبې په ورځ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي وو چې پر ایران د امریکا بریدونه د یوه «نیږدې او فوري ګواښ» پر وړاندې د متحده ایالاتو د خپل امنیت له پاره ترسره شوي دي.
روبیو په واشنګټن کې خبریالانو ته په خپلو خبرو وویل: «بې له شکه یو نیږدې او فوري ګواښ موجود و، او دا فوري ګواښ دا و چې موږ پوهېدو که پر ایران برید وشي، او موږ باور درلود چې برید به پرې وشي، نو هغوی به سمدستي پر موږ برید وکړي.» روبیو په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه چې «موږ پوهېدو چې د اسرائیل له لوري به یو اقدام وشي.»
روبیو زیاته کړه: «موږ پوهېدو چې دا به پر امریکايي ځواکونو د برید لامل شي. او موږ پوهېدو که موږ له مخکې پر [ایران] برید ونه کړو، تر دې چې هغوی خپل بریدونه پیل کړي، نو موږ به ډیره مرګ ژوبله ووینو.
ترمپ وايي پر سفارت د بريد غچ به ډېر ژر واخلي
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي دي چي امریکا به «ډېر ژر» په ریاض کي د دوی پر سفارت د برید او د ایران په بریدونو کي د شپږو امریکایي سرتيرو د وژل کېدو غچ واخلي.
د راپورونو له مخي ترمپ د دوشنبې په ورځ د امریکا د کیبلي شبکې نیوز نیشن سره په یوه مرکه کي پرته له دې چي نور جزئيات ورکړی، ويلي دي چي «تاسو به ډېر ژر پوه سئ» چي متحده ایالات به څنګه ځواب ووايي، پرته له دې چې نور جزئیات ورکړي.
د نیوز نیشن د سپینې ماڼۍ د خبریال په وینا، هغه زیاته کړه چي هغه «فکر نه کوي چي [ایران ته] د سرتیرو لیږل اړین دي.»
د امریکا مرکزي قوماندانۍ د دوشنبې په ماسپښین وویل چي شپږ سرتیري يې وژل سوي دي.