1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
په ژوندۍ بڼه

د ايران مذهبي مشر د هرمز تنګي د تړلو غوښتنه وکړه

نجيب الله زيارمل
خپور شوی ۱۴۰۴ اسفند ۲۱, پنجشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۴ اسفند ۲۱, پنجشنبه

د ايران مذهبي مشر په خپله لومړۍ وینا کي ويلي دي چي ایران باید د هرمز تنګي بندول د فشار په توګه وکاروي. د انرژۍ نړيوال آژانس ويلي دي چي دې شخړي په تاريخ کي د تېلو رسولو تر ټولو لوی خنډ رامنځته کړی.

https://p.dw.com/p/5ADm1
د عراق په اوبو کي د اور لګېدو له امله د تیلو زيانمن سوی ټانکر
د عراق په اوبو کي د اور لګېدو له امله د تیلو زيانمن سوی ټانکرانځور: Mohammed Aty/REUTERS
د هغه څه چي بايد په پوه سئ له برخې تیريدل

هغه څه چي بايد په پوه سئ

  • د ايران نوي مذهبي مشر لومړی وينا کړې

  • عراق د خپلو نفتو په ټولو ترمینلونو کي عملیات وځنډول

  • عمان د نفتو له مهمو ترمینلونو څخه کښتۍ تخليه کړې

  • د تیلو بیې بیا لوړي سوې او د برنت خامو نفتو بيه پر ډبې ۱۰۰ ډالرو ته ورسېده

  • په عراق کي د ايټاليا پر اډې بريد سوی دی

د د ایران د نوي مشر خامنه اي لومړۍ وینا وکړه له برخې تیريدل
۱۴۰۴ اسفند ۲۱, پنجشنبه

د ایران د نوي مشر خامنه اي لومړۍ وینا وکړه

د ايران نوی مشر مجتبی خامنه اي
باور کېږي چي مجتبی خامنه اي په هغه برید کې ټپي سوی و چي پلار یې پکښې ووژل سوانځور: Sha Dati/Xinhua/IMAGO

د ایران مذهبي مشر مجتبی خامنه اي د پنجشنبې په ورځ د خپل پلار تر مرګ وروسته د ايران د اسلامي جمهوریت د مشر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته خپله لومړۍ وينا خپره کړه. علي خامنه اي د فيبرورۍ مياشتي پر ۲۸مه د اسرائيل په هوايي بريد کي ووژل سو.

د ایران مشر وویل چې د فارس خلیج پر ګاونډیانو به بریدونه دوام ولري او د هرمز تنګي د تړلو او د نړیوالو تیلو رسولو د بندولو غوښتنه یې وکړه.

خامنه اي د کمرې مخي ته راڅرګند نه سو او د هغه بیان په دولتي تلویزیون کې د یوې خبري خپرونې ویاند له خوا ولوستل سو.

د اسرائيل استخباراتو ارزونه کړې چي خامنه ای په هغه برید کي ټپي سوی و چي د هغه پلار او د کورنۍ نور غړي یې پکې ووژل سول؛ دا خبر د چهارشنبې په ورځ په پراخه کچه خپور سو او په دې اړه یې ګنګوسې راپورته کړې چي ولې هغه تر اوسه په عام محضر کې نه دی راڅرګند سوی یا یې بیان نه دی خپور کړی.

خامنه اي همدارنګه ژمنه وکړه چي د هغو کسانو «غچ به واخلي» چي د امریکا او اسرائيل په ۱۳ ورځنۍ جګړه کي وژل سوي، په شمول د نجونو پر یوه ښوونځي برید چي نږدې ۱۶۵ کسان پکښې ووژل سول.

https://p.dw.com/p/5AIN7
د اسرائيل وايي د ایران پر اټومي تاسیساتو يې هوايي بریدونه کړي دي له برخې تیريدل
۱۴۰۴ اسفند ۲۱, پنجشنبه

اسرائيل وايي د ایران پر اټومي تاسیساتو يې هوايي بریدونه کړي دي

د ايران د اټومي تاسيساتو د يوې برخي تور او سپين انځور
د پارچین پوځي کمپلیکس چي د اټومي پراختيا يو له پېژندل سويو تاسيساتو څخه دی د سپوږمکۍ انځور د بمونو سوري پکښې ښیيانځور: Vantor/AP Photo/dpa/picture alliance

د اسرائيل پوځ (IDF) د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چي هوايي ځواک يې تهران ته نږدې پر یوه ځای برید کړی دی چي «د اټومي وسلو په پراختیا کي د حياتي وړتیاوو د لوړولو له پاره کارول کېده.»

د ​​نړیوال امنیت او علومو موسسې (ISIS) رئیس ډیویډ آلبرايب، د پنجشنبې په ورځ په ايکس ویب پاڼه کي په یوه پوسټ کي وویل چي د «طالقان ۲» تاسیساتو د سپوږمکۍ انځورونه چي د مارچ مياشتي پر ۱۱مه ثبت سوي دي، پر چت باندي په خاوره کي يې درې لوی سوري ښیي.

البرايټ وليکل: «پرطالقان ۲ بريد سوی دی او احتمالاً دننه ويجاړ سوی دی.»

د دغي امريکايي ادارې په وينا چي د ايران د اټومي پروګرام څارنه کوي، دا ځای چي د تهران په جنوب شاوخوا ۳۰ کيلومترۍ کي د پارچين په پوځي کمپليکس کي موقعيت لري، تر دې مخکي د ۲۰۲۴م کال په اکتوبر مياشت کي د اسرائيل په هوايي بريد کي ويجاړ سوی وو.

د ۲۰۲۶م کال د فبروري مياشتي د سپوږمکۍ د انځورونو په تحلیل کي، يادي ادارې ويلي دي چي ایران د طالقان ۲ تاسیسات په خاورو کي ښخولو په حال کي ول او دا تاسیسات د ۲۰۲۵م کال له می مياشتي راهیسي تر کار لاندي ول.

د اسرائيل پوځ وویل چي دا ودانۍ «په ۲۰۰۰ لسیزه کي د «AMAD» په نوم پټي پروژې د یوې برخي په توګه د پرمختللو چاودیدونکو توکو د جوړولو او حساسو تجربو ترسره کولو له پاره کارول کیده.»

د «AMAD» عبارت په هغه وخت کي د ایران د اټومي پراختیا یوه پټ ادعا سوي پروګرام ته اشاره کوي چي تهران یې شتون رد کړی وو.

https://p.dw.com/p/5AI44
د د عراق په شمال کې د ایټالیا پر اډې هوايي برید سوی دی له برخې تیريدل
۱۴۰۴ اسفند ۲۱, پنجشنبه

د عراق په شمال کې د ایټالیا پر اډې هوايي برید سوی دی

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني، په وینا، د عراق په شمال ختیځ اربيل ښار د کردانو په سیمه کې د ایټالیا پر یوه اډه "برید" سوی دی.

تاجاني په خپل ایکس اکاونټ کي ليکلي: «زه په اربیل کي د ایټالیا پر اډې برید په کلکه غندم.» هغه زیاته کړه چي په ​​عراق کي يې د ایټالیا له سفیر سره خبري کړي دي.

هغه ويلي: «له نېکه مرغه، زموږ ټول سرتیري په خوندي سنګر کي او روغ دي.»

د کردانو د يوې امنیتي ادارې په وینا، د اربیل په فضا کي بې پیلوټه الوتکي د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو له خوا چي د دغه ښار په هوايي ډګر کي ځای پر ځای دي، وویشتل سوې.

ایټالوي ځواکونه په اربیل کي د میشت نړیوال ځواک د یوې برخي په توګه د کردانو امنیتي افسرانو ته روزنه ورکوي.

دا سیمه د ایران، متحده ایالاتو او اسرائيل ترمنځ د جګړې له پیل راهیسي څو ځله په نخښه سوې ده.

https://p.dw.com/p/5AFSh
د عراق د خپلو نفتو په ټولو ترمینلونو کي کار ځنډولی دی له برخې تیريدل
۱۴۰۴ اسفند ۲۱, پنجشنبه

عراق د خپلو نفتو په ټولو ترمینلونو کي کار ځنډولی دی

عراق د پنجشنبې په ورځ وویل چي په موقت ډول یې د خپلو تیلو په ټولو ترمینلونو کي کار ځنډولی دی.

ترمينلونه له هغه وروسته وتړل سول چي د عراق په اوبو کي د صادراتو ترمینلونو ته نږدي د تېلو پر دوو بهرنیو ټانکرونو برید وسو او اور يې واخيست.

د بريد پرمهال دغه دوې کښتۍ د فارس خلیج په شمالي برخه کي د عراق د فاو بندر سیمې ته نږدې په فعالیت بوختي وې.

د عراق د بندرونو د عمومي شرکت مشر فرحان الفرطوسي د دغه هيواد دولتي تلویزیون ته وویل چي د عملې یو غړی وژل سوی او له کښتیو څخه ۳۸ کسان ژغورل سوي دي.

د عراق اور وژونکو له هغه وخت راهیسي په دواړو کښتیو کي اور مړ کړی دی.

https://p.dw.com/p/5ADpT
د بلومبرګ: عمان د تیلو له مهم ترمینل، مینا الفحل څخه کښتۍ تخلیه کوي له برخې تیريدل
۱۴۰۴ اسفند ۲۱, پنجشنبه

بلومبرګ: عمان د تیلو له مهم ترمینل، مینا الفحل څخه کښتۍ تخلیه کوي

بلومبرګ نیوز د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چي عمان د احتیاطي تدابیرو په توګه په مینا الفحل کي د تیلو د صادراتو له مهم ترمینل څخه ټولي کښتۍ ایستلي دي.

مینا الفحل له ستراتیژیک نظره د عمان په خلیج او د هرمز تنګي بهر موقعیت لري. هرمز تنګی د ایران له خوا بند سوی دی.

دا د هغو څو پاتو بندرونو څخه یو دی چي له منځني ختیځ څخه د خامو نفتو د لیږد له پاره بدیله لاره برابروي.

د ياد ترمينل د تخليه کولو امر د چهارشنبې په ورځ له هغه وروسته صادر سو چي د عمان په تر ټولو لوی بندر صلاله کې د ډرون بریدونو له امله اور ولګېد.

د عمان دولتي خبري آژانس تېره شپه له هغه وروسته چي ويل سوي ول په صلاله بندر کي د «څو بې پيلوټه الوتکو» مخنیوی سوی دی، راپور ورکړ چي په ياد بندر کي د اور وژني ټيمونو د اور د خاموشه کولو هڅې کولې. 

https://p.dw.com/p/5ADo1
د نورو پستونو ښودل