1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د استرالیا فوټبال روزونکی په خپل کور کي مړ موندل شوی

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ تیر ۱۲, جمعه

د استرالیا د «ادیلایدي کراوز» امریکایي فوټبال لوبډلي روزونکی فیل والش، په خپل کور کې مړ موندل شوی دی. پولیسو د دغه روزونکي زوی د هغه د قتل په تور نیولی دی.

https://p.dw.com/p/1FsIc
انځور: Lisa Maree Williams/Getty Images

والش تر یوه احتمالي کورني اختلاف وروسته د سمارتون پارک په سیمه کې په خپل کور کې مړ موندل شوی دی. پولیسو هغه د پنجشنبې په ماښام موندلی دی.

د استراليا پوليسو ويلي دي چې پولیسو د دغه روزونکي ۲۶ کلن زوی يې د والش په قتل تورن کړی دی. ویل کیږي چې والش د پیښي په سیمه کې وژل شوی دی. پر دې سربیره د هغه میرمن هم د ځینو سطحي ټپونو له کبله روغتون ته وړل شوې ده.

د پولیسو د راپورونو له مخي والش تر مرگ دمخه له خپل زوی سره جنجال کړی وو: «د دغه جنجال په پایله کې هم ښاغلي والش او هم د هغه میرمن ټپیان شول. والش خپله ژوند د ژورو ټپونو له کبله له لاسه ورکړی دی.»

والش پخپله هم په استرالیا کې د امریکایي فوټبال یا «رولز فوټبال» لوبغاړی وو. هغه په ۲۰۱۴ کال کې د ادیلاید کراوز لوبډلې د روزونکي په توګه وګومارل شو.

والش په اپريل مياشت کې په یوې مرکه کې ویلي ول چې کاري ژوند یې پر کورنیو اړیکو ناوړه اغېزه کړې ده او هڅه کوي چې له خپل زوی سره اړیکې ښې کړي.