1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد پاکستاني مشرانو ته د مذاکراتو په هکله معلومات ورکړي

۱۳۹۸ آذر ۲۳, شنبه

زلمي خلیلزاد په اسلام آباد کې پاکستاني مشرانو ته د امریکا او طالبانو ترمنځ د تازه مذاکراتو په هکله معلومات ورکړي دي. دغه مذاکرات د تیرې شنبې په ورځ یو ځل بیا پیل شول او ټاکل شوې تر یوې وقفې وروسته بیا پیل شي.

https://p.dw.com/p/3UnKW
Shah Mahmood Qureshi pakistanischer Außenminister UN Generalversammlung
انځور: Permanent Mission of Pakistan in UN

 د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د دسمبر میاشتې په ۱۳مه نیټه) د افغان سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي پاکستان ته د خپل سفر پرمهال د دغه هیواد مشرانو ته د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د تازه پیل شوې لړۍ په هکله معلومات ورکړي دي.

خلیلزاد په پاکستان کې د دې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي. په دې ملاقات کې قریشي خلیلزاد ته ډاډ ورکړی چې اسلام آباد به په ګاونډي افغانستان کې د تلپاتې سولې په برخه کې فشارونه عملي کړي. د پاکستان دولتي رسنۍ ویلي چې خلیلزاد له طالبانو سره د سولې د روانې پروسې د تسهیل په برخه کې د پاکستان د نقش ستاینه کړې ده.

د تیرې شنبې په ورځ، خلیلزاد د قطر په پلازمینه دوحه کې چیرته چې طالبان سیاسي دفتر لري، د طالبانو له استازو سره مذاکرات یو ځل بیا پیل کړل. دغه مذاکرات د روان کال په سپتمبر میاشت کې د ولسمشر ترمپ له لوري لغوه شوي وو. زیاته شوې چې په دې مذاکراتو کې تر ډیره پورې هڅه کیږي چې طالبان دې ته وهڅوي څو په افغانستان کې د تاوتریخوالی په کچه کې کمښت راولي او په پای کې یو اوربند عملي شي.

Russland l Politischen Führer der Taliban treffen zu Gesprächen in Moskau ein
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Zemlianichenko

خلیلزاد اوسمهال د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ مذاکراتو د ترسره کیدو په برخه کې هڅې کوي، خو طالبان بیا له افغان حکومت سره مخامخ مذاکرات ردوي او دغه حکومت د امریکا متحده ایالاتو یو لاسپوڅی حکومت ګڼي. دغه مذاکرات داسې مهال بیا پیل شوي چې همدا نن په غزني ولایت کې طالبانو د یوه خونړي داخلي برید مسوولیت منلی دی. د غزني د ځايي  چارواکو په خبره، د دې ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې په یوه داخلي برید کې یوه سرتیري خپل ۳۲ تنه سرتیري وژلي خو طالبان بیا د ۳۲ تنه سرتیرو د وژلو ادعا کوي.

AP -AKH/AWA